1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په ترکيه او عراق باندې د حوصلې او زغم غږ کړی دی

۱۳۸۶ مهر ۳۰, دوشنبه

آلمان په ترکيه او عراق باندې غږ وکړ چې د لانجې مخه دې ونيسي او له کوردي بېلتونپالې پي کی کی ډلې سره دې کړکيچ ودروي. دواړه هېوادونه دې د امنيت د ضعېفېدو مخنيوی وکړي.

https://p.dw.com/p/DKHD
شتاينماير او مېرکل دواړو دغه دريځ غوره کړی دی
شتاينماير او مېرکل دواړو دغه دريځ غوره کړی دیانځور: AP
دغه څرگندونې د حکومت وياند توماس شتېگ د لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل او د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شتاينماير په استازيتوب وکړې. نوموړي زياته کړه چې دواړو سياستوالو دغه دريځ غوره کړی دی. ښاغلي شتېگ همداراز زياته کړه چې د پي کی کی ډله په اروپا کې ترهگر سازمان بلل کېږي.