1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په مارچ کي لا د مهاجرو د جګو شمېرو په تړاو خبر ؤ

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ آبان ۱۷, یکشنبه

و اروپا ته د پناه غوښتونکو د راتګ څپه د آلمان د حکومت له پاره غېر متوقع نه وه. د فرونټېکس پوله ساتي آژانس څو مياشتي تر مخه لا د مهاجرو د جګو شمېر په تړاو خبرداری ورکړی ؤ.

https://p.dw.com/p/1H1ok
انځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovskia

آلمانۍ ورځپاڼي «وېلټ ام زونټاګ» په خپل يو راپور کي ليکلي چي د اروپايي پولو د ساتني آژانس فرونټېکس رئيس فابريس لاګيري څو مياشتي مخکي لا و اروپا ته د زښتو زياتو پناه غوښتونکو د راتلو اټکل کړی ؤ. د ورځپاڼي په راپور کي راغلي چي د آلمان حکومت د مارچ په مياشت کي لا په دې خبر کړل سوی ؤ چي اروپا ته د پناه غوښتونکو د راتګ يوه لويه څپه متوقع ده.

د راپور له مخي فابريس لاګيري د جون په مياشت کي د آلمان د شورا بُنډسټاګ په يوه خپلمنځي غونډه کي ويلي ول: « چي د ترکيې او یونان پر پوله د ناقانونه اوښتلو را اوښتلو د تېر کال په پرتله ۵۵۰ سلنه زياتوال موندلی دی. زياته سوې چي دغه اعداد وروسته د آلمان د کورنيو چارو وزارت ته ولېږدول سول. د راپور له مخي لاګيري په پسرلي کي لا د شمالي افريقا د وضعې په تړاو ويلي ول: «زموږ منابعو راته معلومات راکړي چي د ۵۰۰ زرو او يو مليون تر منځ پناه غوښتونکي چمتو دي چي له ليبيا څخه د اروپا پر لور روان سي.»

خبرداری له کوزوفو څخه

د «وېلټ ام زونټاګ» د راپور له مخي په کوزوفو کي د آلمان نمايندګي خپل حکومت ته په فروري مياشت کي معلومات لېږلي ول چي هره ورځ د ۸۰۰ او ۱۰۰۰ تر منځ د کوزوفو وګړي د هنګري پر لار د آلمان پر لور حرکت کوي. د آلمان حکومت ته په دې تړاو ليکل سوي ول چي د کال تر پای پوري به « تقريبا ۳۰۰ زره کسان، چي د کوزوفو د ټول نفوس شپږمه برخه جوړوي» ښايي د آلمان پر لور حرکت وکړي.

د ورځپاڼي په راپور کي راغلي چي د دغې ورځپاڼي سره د آلمان د کورنيو چارو د وزارت او د کډوالو د فډرالي ادارې داسي برېښناليکونه موجوده دي، چي له مخي يې ياد وزارت د آلمان د فډرالي ايالتونو څخه په دوبي کي د کډوالو د اټکل سوو شمېرو معلومات په لومړي سر کي پټ ساتلي ول.

د راپور له مخي د آلمان حکومت ته د اګست په ۵مه نېټه لا د کډوالو او پناه غوښتونکو فډرالي ادارې داسي ليک لېږدول سوی ؤ چي پکښي راغلي ول چي «په ۲۰۱۵م کال به په آلمان کي د اټکل له مخي ۶۰۰ زره پناه غوښتونکي ثبت کړل سي.» د راپور له مخي د دغه ليک باوجوده د کورنيو چارو وزير توماس ديميزیر دوې اونۍ انتظار وکړ تر څو د ۲۰۱۵م کال له پاره و آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو د شمېرو اټکل ۸۰۰ زرو کسانو ته جګ او دغه اعلان کړي.

د آلمان فډرالي ايالتونو د زيات وخت له پاره د آلمان د حکومت څخه غوښتنه کوله چي د راتلونکو پناه غوښتونکو د شمېرو په تړاو دي خپل اټکل سوی عدد جګ کړي. د آلمان پر حکومت د زیات وخت راهيسي نيوکي کيږي چي اروپايي اتحاديې و پولو ته د پناه غوښتونکو د څپې پر ضد د اقداماتو چمتو والی يې پر وخت نه ؤ نيولي.