1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په مني کې په افغانستان کې د آلماني عسکرو د خد مت موده پاي ته رسيږي

۱۳۸۶ مرداد ۹, سه‌شنبه

د روان عيسوي کال په مني کې په افغانستان کې د آيساف په ليکوکې د آلماني عسکرو د خد مت موده پاي ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/DKI2
د سوسيال د يموکراتانو گوند د آلمان د ائتلافي حکومت غړی دی
د سوسيال د يموکراتانو گوند د آلمان د ائتلافي حکومت غړی دیانځور: AP
د آلمان د سوسيال د يموکراتانو د گوند په ځينو برخو کې پر د روشيانو باندی څه مخالفتونه ليدل کيږي يعني د الماني عسکرو ونډه د ائتلافي ځواکونواو آيساف په چوکات او اکتشافي الوتکي تورناد وپر موضوع باندي.
د سوسيال د يموکراتانو گوند ددغو درو سرواړخونو د خد مت د مودې د غځولو پرسر سره خبري او بحثونه کوي ، ځني غړي ترټولوډ ير پردې باندي بحث کوي چې د ائتلافي ځواکونو په چوکاټ کې د ونډي اخستلو څخه ډډه وسي.
د سوسيال د يموکراتانو گوند د آلمان د ائتلافي حکومت غړی دی.
خو برخلاف د آلمان لومړۍ وزيره ميرمن انگيلاميرکل په دې باندي ټنگه ولاړه ده چې دد روسرو ځواکونو د خد مت موده دې وغځول سي.
په ټوليزه توگه داسي ويل کيږي چې د آلمان حکومت غواړي چې د د روسرو ځواکونو د خد مت موده تمد يد کړي. په تيربيا د آيساف په چوکاټ کې د د رو زرو آلماني عسکرو د خد مت د مودې د غځولو په اړه کوم شک او ترد يد نه ليدل کيږي.
په عمومي ډ ول د ائتلافي ځواکونو په ليکو کې د جرمني ځواکونو د فعاليت کولوسره مخالفتونه ډ يردي ځکه چې ددغو ځواکونو د پوځي عملياتو له کبله هروخت ملکي وگړي وژل کيږي.
آلمان په د غو ځواکونو کې 100 تنه ځانگړي ځواکونه لري.