1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورت

آلمان-په يوه ترافيکي پېښه کي سخته مرگ ژوبله

۱۳۹۶ تیر ۱۲, دوشنبه

د آلمان په بایرن ایالت کې پر یوه لویه لار یو سرویس موټر له لارۍ موټر سره جنگیدلی او سرویس موټر په بشپړه توگه سوځیدلی دی. په سرویس کې ۴۸ نفره سپاره ول. په پیښه کې د ۱۸ تنو د وژل کیدو او۳۰ تنو د ټپي کیدو اټکل کیږي.

https://p.dw.com/p/2fp11
Deutschland Busunfall auf der A9
انځور: picture-alliance/dpa/News5/Fricke

تر اور اخیستو وروسته سرویس موټر په بشپړه توگه سوځیدلی دی. د پولیسو د اټکلونو له مخې د سرویس موټر ډیر سپارلي چې سنونه یې زیات ول ښايي په دې نه وي توانیدلي چې له موټره راووځي.

پیښه د بایرن ایالت په مونشبېرگ سیمه کې پر « اې ۹» لویه لار رامنځ ته شوې ده. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې۳۰ تنه ټپیان دي چې پکښې د دوو تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی. د عدلي طب څیړونکو د سرویس پلټل پیل کړي دي. د لوی څارنوالۍ استازي هم د پیښې سیمې ته رسیدلي دي.

د آلمان د ان ټي وي، خبري چېنل پر دغه لویه لار د سوځیدلي موټر انځورونه ښوولي دي. د پیښې ځای ته څرخي الوتکې، امبولانسونه، د اور وژنې عمله او د ژغورنې ۲۰۰ تنه رسیدلي دي.

انځور: picture-alliance/dpa/News5/Fricke

د پولیسو یوه ویاند ویلي دي: «موږ واقعبینانه چلن کوو، خو د ورځې په پای کې به حتما د ډیرو کسانو له مړیني څخه خواشیني یوو.»

د پولیسو دغه ویاند زیاته کړې ده چې یوازي د هیلي يو بڅرکی شته چې د سرویس لادرکه سپارلي دي تر موټر دباندې د پیښې په سیمه کې وموندل شي.

دغه سرویس موټر د دوشنبې په سهار پر لویه لار باندي وو چې د گڼه گوڼي پر مهال له مخکني موټر سره وجنگید او اور یې واخیست. د پولیسو په وینا په موټر کې ۴۶ سپارلي او دوه موټروانان ول. زیاته شوې ده چې زیاتره مسافر زاړه کسان دي چې د زاکسن سیمي اوسېدونکي دي.

پولیسو د پیښې د قربانیانو د خپلوانو له پاره یوه مرکزي تلیفوني شمیره ټاکلې ده. دغه شمیره 0800/7766350 ده او عیني شاهدان هم کولی شي چې په دغه شماره باندې تماس ونیسي.