1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان څخه ۱۸ رد شوي افغان مهاجر کابل ته ورسیدل

۱۳۹۵ اسفند ۵, پنجشنبه

د افغان مهاجرو یوه اتلس کسیزه ډله چې تیر ماښام د آلمان د مونشن ښار له هوایي ډگر څخه اخراج شوه، د پنجشنبې په سهار د کابل هوایي ډگر ته ورسیده. دا دریم وار دی چې پر اعتراضونو سربیره هم افغان مهاجر په ډله ایزه توگه اخراجیږي.

https://p.dw.com/p/2Y71Z
Abschiebung von Flüchtlingen in München
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

تر دې دمخه د آلمان د بایرن ایالت پولیسو ویلي وو چې د چهارشنبې په ماښام (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۲۳مه نېټه) پنځوس رد شوي پناه غوښتونکي اخراجیږي، خو بیا یوازې اتلس کسان کابل ته اخراج شول.

د آلمان خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی دي چې دغه اتلس اخراج شوي پناه غوښتونکي کابل ته د رسیدو پر مهال ډیر کمزوري او بې حاله په نظر رسیدل او ځینو له الوتکې څخه د راکښته کیدو له پاره مرستې ته اړتیا لرله.

له دغو مهاجرو څخه د سعید په نامه یو تن چې پنځوس کلن دی وویل چې د آلمان پولیسو هغه له کوره ونیو او اخراج یې کړ. هغه له ډیره ناراحتۍ څخه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «ولاړ شئ او (ولسمشر اشرف غني) څخه وپوښتئ چې موږ یې ولې اخراج کړو.»

مبارز صفدري بل ۲۴ کلن افغان دی چې د ارزگان ولایت اوسیدونکی دی چې پنځه کاله یې په هامبورگ کې ژوند کاوه او تیر ماښام اخراج شو. دغه اخراج شوي مهاجر وویل چې په افغانستان کې یې له کورنۍ او خپلوانو هیڅوک نه دي پاتې، بلکې ټول ایران ته مهاجر شوي دي.

صفدري هم له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په آلمان کې په خپل کور کې د پولیسو له خوا ونیول شو او د اخراجیدو له پاره هوایي ډگر ته وروستل شو. هغه ویلي دي: «نه پوهیږم چې څه وکړم، هیڅ نه پوهیږم. وبه گورو چې څه کیږي خو ایران ته د تگ کوم پلان نه لرم. زما کورنۍ پر دې نه پوهیږي چې زه اخراج شوی یم. دا ډیر ناڅاپي وو.»

په آلمان کې اعتراضونه

د دغو مهاجرو اخراج په آلمان کې د اپوزیسیون د گوندونو او بشري حقونو د ډلو له سخت انتقاد سره مخامخ شوی دی. هغوی ادعا کوی چې افغانستان د کډوالو د بیرته ستنیدو له پاره پوره خوندي نه دی.

د پولیسو د وینا له مخې د دغو پناه غوښتونکو د اخراج پر مهال د مونشن په هوایي ډگر کې شا او خوا ۲۵۰ کسانو احتجاج هم کړی دی. په بایرن ایالت کې د ماریا براند، په نوم یوې مرستندوې چې په دغه احتجاج کې یې برخه درلوده ویلي چې «دغه اخراجول د توجیه وړ نه دي.»

په بایرن ایالت کې د مهاجرو له شورا څخه ندینه کریبل چې دغه احتجاج یې تنظیم کړی وو وویل: «په افغانستان کې خوندي ځایونه نه شته.» هغې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.

په تیرو وختونو کې هغو افغان پناه غوښتونکو ته چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه په آلمان کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې وه. دغه اجازه په افغانستان کې هغوی ته د ممکنه امنیتي گواښ له کبله ورکول کیده. خو تیر کال برلین پریکړه وکړه چې د افغانستان ځینې سیمې له امن څخه د برخمنو سیمو په توگه تشخیص کړي.

په دسمبر او جنورۍ میاشتې کې په تیرو دوو دورو کې مجموعا ۵۹ افغانان له آلمان څخه اخراج شوي دي.

د آلمان د صدارت مقام د دفتر رئیس پیتر آلتمایر، د چهارشنبې د ورځې له اخراج څخه دفاع کړې او ویلي دي چې چارواکې باید د محکمو پر پریکړو باندې عمل وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.01.2017):