1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ډېر افغان مهاجر د منلو نه دي

۱۳۹۴ آبان ۶, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د چهارشنبې په ورځ وویل چې آلمان ته د افغان مهاجرو مخ پر ډیریدونکی راتگ د منلو نه دی. هغه پر افغانانو غږ وکړ چې په خپل هیواد کې پاته شي او د هغه په آبادۍ کې ونډه واخلي.

https://p.dw.com/p/1GvxP
انځور: DW/B. Riegert

په اروپا کي د مهاجرو د روان حالت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

دیمزیر ویلي دي: «په وروستیو وختونو کې افغانستان دویم هیواد دی چې تر ټولو ډیر کډوال یې آلمان ته رسیدلي دي. دا د منلو وړ نه دی. موږ له افغان حکومت سره پر دې خبره موافقې ته رسیدلې یو چې موږ دغه شان وضعیت نه غواړو.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «په افغان مهاجرو کې ډیر کسان د منځني اقتصاد لرونکو کورنیو ځوان غړي دي. په هغوی کې داسې کسان هم شامل دي چې له کابل څخه راغلي. موږ له افغان حکومت سره پر دې خبره موافقه کړې ده چې د منځیني اقتصاد لرونکو افغانو کورنیو ځوان غړي باید په خپل هیواد کې پاته شي او هغه باید ودان کړي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې همدا اوس آلماني ځواکونه په افغانستان کې میشت دي چې دغه هیواد په یوه امن هیواد بدل کړي. هغه په عین حال کې دې موضوع ته اشاره وکړه چې هیواد یې په افغانستان کې پرمختیایي مرستې هم کوي.

دیمزیر زیاته کړې ده: «له همدې کبله موږ له افغانانو دا تمه لرو چې په خپل هیواد کې پاتې شي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه ټول رارسیدونکي کډوال به په آلمان کې و نه منل شي: «زه نن دا خبره په واضیح ډول کوم چې هغه کسان چې له افغانستان څخه د مهاجرو په توګه آلمان ته راځي، ټول بايد دا تمه نه ولري چې په آلمان کې به پاته شي.»

په عین حال کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې امنیتي ستونزو ته په اشاره کولو سره وویل چې اوس هم دغه هیواد «امن» نه شي ګڼل کیدای. آلمان له هغو هیوادونو هیڅ ګډوال نه مني چې «امن» ګڼل شوي وي.

د روان کال له جنوري مياشت څخه بیا تر سپتمبر میاشتي پوري ۵۷۷۳۰۷ کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده، چې ۵۱۶۴۳ يې افغانان دي.