1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ښايي د سوريې ماموريت ته ۱۲۰۰ عسکر ولېږي

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۸, یکشنبه

آلمان غواړي په دغه کال کي لا د سوريې ماموريت پېل کړي. د آلمان لوی درستيز ويکر د داعش پر ضد جګړه کي د آلمان د مشارکت نوي معلومات په ډاګه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1HEDS
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان لوی درستيز فولکر ويکر و «بِلډ ام زونټاګ» مجلې ته د «اسلامي دولت» ضد مبارزې په ترڅ کي د آلماني پوځ د مشارکت په هکله معلومات ورکړي دي. نوموړي دغې مجلې ته ويلي: «له نظامي اړخه د مطرح الوتکو او بيړيو د چلولو او سنبالوو له پاره ښايي تقريبا ۱۲۰۰ آلماني عسکرو ته اړتيا وي.»

لوی درستيز ويکر ويلي دي چي د «اسلامي دولت» يا پخواني داعش پر ضد دغه ماموريت په سمدلاسه توګه د هغه وروسته پېلېدلای سي، چي د آلمان پارلمان يې منظور کړي. د آلمان کابينه غواړي چي د سه شنبې په ورځ (د دسمبر لومړۍ نېټه) په دې تړاو پرېکړه وکړي او په پام کي نيول سوې چي پارلمان هم پر دغه موضوع زیات وخت تېر نه کړي.

د څلورو څخه تر شپږو پوري تورنادو او بېړۍ...

آلمان غواړي چي د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ائتلاف کي برخه واخلي. دا د هغه وروسته چي د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په برلين کي د آلمان د لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل څخه وغوښتل چي آلمان دي د فرانسې سره د داعش ضد جګړې په ترڅ کي لا زيات فعاليت وکړي.

مېرکل د اولاند سره ژمنه وکړه چي د دغې غوښتني په تړاو به ژر غبرګون وښيي. مېرکل په هم هغه ورځ د خپلي کابيني د اړونده وزيرانو سره وليدل او دا پرېکړه يې وکړه چي آلمان به د تورنادو اکتشافي الوتکي په داعش ضد مبارزه کي داخله کړي.

په دې ترڅ کي آلمان ښايي د څلورو څخه تر شپږو پوري تورنادو ډوله اکتشافي جيټ الوتکي د «اسلامي دولت» ضد ائتلاف سره ملګري کړي. د دې تر څنګ آلمان غواړي چي د شارل دې ګول فرانسوي بېړۍ د ساتني له پاره هم يوه آلمانۍ پوځي بېړۍ مؤظفه کړي. د کارپوهانو په آند يوازي د دغې بېړۍ له پاره تقريبا ۲۰۰ آلماني عسکرو ته اړتيا سته. د دې تر څنګ به آلمانی پوځ داسي الوتکه هم په ماموريت کي شامله کړي چي ورڅخه نوري الوتکي په هوا کي تېل واخيستلای سي.

د آلمان د لوی درستيز په وينا آلمان کولای سي چي تر زیات وخت پوري دغه ماموريت پر مخ بوزي. د نوموړي په وينا د څلورو څخه تر شپږو پوري تورنادو الوتکي کېدلای سي چي په ترکيه او يا هم په اُردن کي ځای پر ځای کړل سي. د نوموړي په وينا په دې تړاو د اُردن او ترکيې سره خبري اتري ادامه لري.

آلماني الوتکي به بمباري نه کوي

ويکر ويلي چي اوس في الحاله د آلماني الوتکو له خوا د «اسلامي دولت» پر مورچلونو بمباري منطقي نه بولي. يعني آلمانۍ الوتکي به په بمبارۍ کي ونډه نه اخلي بلکه صرف به اکتشافي معلومات د اتحاديانو سره شريکوي. د نوموړي په وينا د آلماني پوځ له خوا د بمبارۍ اړتيا په دې هم نه سته ولي چي د ائتلاف تر مخه لا د دغه کار له پاره په کافي اندازه امکانات موجوده دي. د هغه په وينا «هغه څه چي ورته اړتيا سته، هغه اکتشافي معلومات دي چي زموږ تورنادو الوتکي يې وړاندي کولای سي.»