1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي د ښی اړخه ناسيونال ديموکرات گوند د منع کېدو په اړه خبري

۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16w2J

د آلمان مرکزي او ایالتي وزیران نن چارشنبه د ښی اړخه ناسیونال ديموکراتیک گوند یا NPD پر احتمالي منع کیدو باندي سلا مشورې کوي. د دغه تندلاري ښی اړخه ګوند د منع کیدو لومړنی کوښښ په ۲۰۰۳ عيسوي کال کښي د آلمان د ستري محکمې له خوا ناکامه سو. د هغه دلیل داوو چي د دغه هيواد د داخلي استخباراتو جاسوس د NPD په رهبری کښي وظیفه درلوده.
د آلمان د هېسن ایالت د کورنيو چارو وزیر بوریس راین وویل چي اوس موږ تر۹ کاله دمخه ډیره امادګي لرو. په پارلمان کښي د سوسيال ديموکراتانو د ګوند اداري مشر توماس اوپرمن وویل چي د ښی اړخه ګوند پر ضد باید ډیر قاطعیت ښکاره سي. دغه ګوند غواړي په ګډه سره د جرمني په ولسي جرګه، سنا او حکومت کښي د NPD د منع کیدو پر ضد کار او فعالیت وکړي.