1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي مهاجرو ته ۱۰۰ زره نوي کار ځايونه

۱۳۹۵ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د آلمان حکومت غواړي چي د پناه غوښتونکو له پاره د کار او روزګار نوي ځايونه رامنځ ته کړي. پر دې خبره په ائتلاف کي تفاهم سوی دی.

https://p.dw.com/p/1IV25
انځور: picture-alliance/dpa/I. Wagner

د آلمان ائتلافي حکومت د کډوالو او مهاجرو د ادغام له پاره د قانون پر مسوده تفاهم وکړ. په دې تړاو د چهارشنبې په ماښام (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۱۳مه) د ائتلافي حکومت د ګوندونو مشرانو غونډه درلوده.

د صدراعظمې انګېلا مېرکل په دفتر کي د يادي غونډي به اعلاميه کي راغلي چي د آلمان حکومت غواړي چي د پناه غوښتونکو له پاره د ۱۰۰ زرو نوو کار ځايونو د رامنځ ته کولو له پاره لګښتونه په غاړه واخلي.

د دې ترڅنګ دا طرحه هم وړاندي کړل سوې ده چي د مسلکي زدکړو پر وخت و مهاجرو ته د مرستو ورکړه هم آسانه کړله سي. د ادغام یا په ټولنه کي د ورګډېدو په دغه قانون کي داسي مقررات هم په پام کي نيول سوي چي کډوال په ادغام مکلفه کوي. په پام کي نيول سوې چي که د ادغام دغه مکلفيتونه د کډوالو له لوري عملي نه کړل سي، نو به هغوی د مرستو په کمېدو سره مجازات کيږي.

د دې څخه تر مخه چي د کډوالو له پاره د ادغام د قانون پر مسوده تفاهم رامنځ ته سي، د صدراعظمې انګېلا مېرکل په دفتر کي د حکومتي ګوندونو اړونده وزيرانو څو ساعته بحثونه وکړل.

ويل سوي چي دغه مسوده به د اپريل په ۲۲مه نېټه د آلمان د فډرالي ايالتونو د لومړي وزيرانو په غونډه کي تر بحث لاندي ونيوله سي. په پام کي ده چي دغه مسوده به د می مياشتي په ۲۴مه نېټه د آلمان د حکومتي کابينې له خوا تصويب کړله سي.