1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کی د بهرنيو کډوالو پر سر تند بحث

۱۳۸۹ مهر ۲۰, سه‌شنبه

زیهوفر:«څرګنده خبره ده چې په آلمان کی د ترکيې او عربي هېوادونو څخه راغلي کډوال د نورو په نسبت د ادغام په برخه کې لا زياتې ستونزې لري.»

https://p.dw.com/p/PcBw
د آلمان د باوريا يا د بايرن د ايالت لومړی وزير او د مسيحی سوسيال د ګوند مشر هورست زيهوفر د صدراعظمی انګلا مرکل د ايتلافی حکومت یو مهم اړخ دی
د آلمان د باوريا يا د بايرن د ايالت لومړی وزير او د مسيحی سوسيال د ګوند مشر هورست زيهوفر د صدراعظمی انګلا مرکل د ايتلافی حکومت یو مهم اړخ دیانځور: AP

د آلمان باوريا يا د بايرن د ايالت لومړي وزير هورست زيهوفر له خپلي دی خبری سره چی عربي او ترکي نسبه کډوال په آلماني ټولنه کي په سختي سره مدغم کيږي، يو ځل بيا د دغه هيواد د کډوالی په سياست کي تند بحث راوپاراوه. زېهوفر د اونۍ په پاي کې د «Focus» په نوم له خبري مجلې سره دغه موضوع په يوي مرکي کې ياده کړه.

زېهوفر د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند پورې تعلق لري، چې په بايرن کې د لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل د مسيحي دموکرات ګوند يوه څانګه ده. زېهوفر ټينګار وکړ چې «زه دې نتيجې ته رسېدلی يم چې له پرديو کلتوري ساحو څخه نورو کډوالو ته اړتيا نه لرو.»

لکه څنګه چې انتظار کېده، له ټولو خواو څخه اختلاف موجود و. يو مثال يې د برلين ښاروال کلاوس ووېرايت دی، چې سوسيال دموکرات ګوند پورې اړه لري. هغه وویل: «دا هسې بې ځايه کار دی. دا هغه خبرې دي چې د ادغام په سر په بحثونو کې ورته هيڅ ضرورت نه لرو. نور خلک پرې هسې ګوښه کيږي. دا د هغو خلکو په وړاندې سپکاوی دی، چې زموږ هېواد ته راځي او کوم چې موږ غواړو هم درته ولرو. هغوی په آلمان کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي. دغه خبرې ناسمې دي او سياستوال هم ډېر مسووليتونه لري. هغه بايد خپل مسووليت ومني.»

د شنو د ګوند مشر چېم اوزدمير هم د زېهوفر څرګندونې ناسمې وبللې: «موږ به هيڅکله هغه کسان چې آلمان ته راځي، د هغوی د اصلي هېوادونو له مخې نه وېشو. فرق بايد په دې وشي چې آيا هغوی په دې ټولنه کې ګډون کوي او يا ګوښه ګرځي. نورې خبرې، لکه دا چې هغوی د کوم ځای څخه راغلي دي، موږ ته څه اهميت نه لري.»

په آلمان کې د ترکانو ټولنې هم سختې نيوکې وکړې. کېنان کولات د دغې ټولنې مشر دی. هغه وویل«ما فکر کاوه چې هورست زېهوفر يو دروند سياستوال دی، خو په دې خبرو سره سړی هغه نور جدي نه شي ګڼلی. دغه خبرې سپکونکې او ژوبلونکې دي او په نړۍ کې د آلمان انځور ته په مثبت ډول انعکاس نه ورکوي. زه د آلمان له لومړۍ وزيرې څخه غوښتنه لرم چې هغه دې ورڅخه فاصله ونيسي.»

زېهوفر يوازې په خپل ګوند کې دننه له ملاتړ څخه برخه من و. د آلمان په پارلمان کې د مسيحي سوسيال ګوند د ايالتي ډلې مشر هانس يواخيم فريدريش په يوه مرکه کې ويلي چې د زېهوفر څرګندونې «بالکل سمې» وې. خو زېهوفر پخپله دغه خبره د دوشنبې په ورځ نور په زغرده نه کوله. هغه په مونشن کې يې وويل چې د ترکانو او عربانو د راتګ د مخنيوي غوښتنه يې هيڅکله نه ده کړې، بلکې څرګندونې يې د آلمان د کار د بازار په برخه کې د بهرنيو کارپوهانو د راتګ په اړه وې.

د آلمان لومړۍ وزيرې په همدې خاطر کوم دليل هم نه ليده تر څو د زېهوفر له څرګندونو څخه فاصله ونيسي. د مېرکل وياندې زابينه هايمبخ وويل:«زه فکر کوم چې له نورو کلتوري ساحو څخه ټولو انسانانو ته بې له شکه هر کلی وايو. دغو څرګندونو ته اړتيا نه وه.»

بيولينګر/ نسيم صابر

کتونکی: عبدالباري حکيم