1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د مهاجرو پر هستوګنځايونو حملې زياتې شوي

۱۳۹۵ آبان ۱۵, شنبه

د آلمان حکومت لخوا تازه خپاره شوي آمار ښيي چې د روان کال د تيرو لسو مياشتو په موده کې د مهاجرو پر استوګنځايونو باندې حملې، د تيرکال همدې مودې په پرتله زياتې شوي دي.

https://p.dw.com/p/2SDFq
Bildergalerie Flüchtlingsunterbringung in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/I. Fassbender

د آلمان حکومت لخوا تازه خپاره شوي آمار ښيي چې د روان کال د تيرو لسو مياشتو په موده کې د مهاجرو پر استوګنځايونو باندې حملې، د تير کال په پرتله زياتې شوي دي. سږ کال آلمان ته د تازه وارد شويو مهاجرو په شمير کې کموالی راغلی دی.

د آلمان د جرمونو اړوند ادارې د شنبې په ورځ په یوه تازه بيانیه کې ويلې دي، چې د روان کال په تیرو لسو مياشتو کې دغه هيواد ته د راغليو مهاجرو په شميره کې د تير کال همدې مودې په پرتله کموالی راغلی دی، خو مهاجرو پر وړاندې د شته و مخالفتونو له وجې، د هغوی پر استوګنځايونو د حملو کچه زياته شوې ده.

د جرمونو ادارې، آلماني ورځپاڼې « نوئن اوسنا بروئکر» ته ويلي دي چې دغې ادارې د روان کال له پیله تر اکتوبر مياشتې پورې چې لس مياشتي په بر کې نیسي، د مهاجرو پر استوګنځايونو ۸۳۰ مورده ترسره شوې حملې ثبت کړي دي. په داسې حال کې چې د تيرکال په همدې موده کې په دې برخه کې۶۳۰ مورده حملې ثبت شوې وي.

په آلمان کې د مهاجر پر استوګنځايونو اکثره حملې، د ښې اړخې افراطي ډلې د پلويانو لخوا چې مهاجرو سره په مخالفت کې دي، ترسره کيږي. په دغو حملو کې زیانونه تر ډيره املاکونو يا جايدادونو ته رسيږي. تير کال کله چې د میرکل حکومت د نژدې یو ميليون مهاجرو پر مخ د آلمان دروازې پرانیستې، د دې هیواد د ښي اړخونو له خوا د دې کار مخالفت وشو.

د دغو مخالفتونو او مهاجرو پر وړاندې د تاوتريخوالو پر لړ کې د آلمان په ځينو برخو کې حتې د مهاجرو استوګنځایونو ته اور هم اچول شوی دی.

تيره اوونۍ د آلمان په ختيځ کې يو ۱۷ کلن سوريايي مهاجر چې ويل شوي روحي ناروغي یې هم لره، د خپل استوګنځاي له ېوې لوړې کړکۍ څخه ښکته د ځان په راغورځولو ځان وژنه وکړه. ځايي چارواکو ويلي وو چې داسې رپوټونه ورته رسيدلي چې دغه ځوان د ليدونکو لخوا دې ته تشویق شوی وو چې ځان ښکته راګوزار کړي.

آلمان تمه لري چې سږ کال به شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ تازه مهاجر ولري.