1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې شاوخوا ۲۰۰۰ مسلمان مهاجر له خپل دین څخه اوښتي دي

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۹, شنبه

له ۲۰۱۴م کال څخه راپدیخوا په آلمان کې شاوخوا ۲۰۰۰ تنه مسلمان مهاجر له خپل دین څخه اوښتي او پروتستانت مسيحيت ته داخل سوي دي. د «ویلت» ورځپاڼي له مخې، ډیری دغه کسان د ایران شیعه مذهبي مسلمانان دي.

https://p.dw.com/p/1JYvb
Deutschland Berlin Taufe Flüchtlinge aus Iran
انځور: Imago/epd

«ویلت» ورځپاڼې دغه رپوټ، د آلمان د شاوخوا شلو ایالتي کلیساګانو د مالوماتو پر بنسټ چې د دغه هیواد د شاوخوا ۲۲ میلیونه وکړو څخه استاځیتوب کوي او دغه راز د پروتیستانو د ائتلاف د معلوماتو له مخې جوړ کړی دی.

د پروتیستانو ائتلاف چې د انجیل پیروان دي، د آلمان د یو اعشاریه اته میلیونه مسیحیانو څخه نمایندګي کوي. خو دا چې د مسلمان مهاجرو تمایل بیا د کاتولیک مذهب لور ته په څومره او په کوم حالت کې دی؛ په اړه یې مالومات په لاس کې نشته.

د رپوټ له مخې، لږ تر لږه ۱۲۰۰ تنه مسلمان مهاجر د خپل دین د بدلولو په موخه، د آلمان ایالتي کلیساګانو ته ورغلي او شاوخوا ۸۰۰ تنه نور بیا نورو خپلواکو کلیساګانو ته رجوع کړې ده. د دغو کسانو د مذهب د بدلیدو خاص مراسم، معمولا د غسل په کولو سره ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د کلیساوو مسئوولانو وايي، د پروتستانو مذهب ته د راوښتل شویو مسلمان مهاجرو رسمي شمیره ښايي له ۲۰۰۰و هم اوچته وي.

دوی دا خبره ځکه کوي چې یو شمیر مذهبي مشران د غسل مراسم په خپل صلاحیت تر سره کوي چې پر دې اساس کره آمار شتون نلري.

د آلمانۍ ورځپاڼې « ویلټ» د رپوټ له مخې، اکثره مسلمان مهاجر چې له خپل دین څخه اوښتي او مسیحیت یې منلی؛ ایراني دي.

د آلمان د ویستفالین ایالتي کلیسا مشر انیته کورشوس وايي، په هغو کسانو کې چې د آلمان په کلیساګانو کې ورته د تعمید غسل ورکړل شوی او د کلیسا غړیتوب یې تر لاسه کړی، هغه ایراني مسیحیان هم شامل دي چې په ایران کې د تمعید د غسل په کولو نه دي بریالي شوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.05.2015):