1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې مهاجرو د جرمونه کچه نه ده پورته کړې

آژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبه

یو رسمي رپوټ ښيي چې آلمان ته د کډوالو راتګ په دې هیواد کې د جرمونو کچه نه ده پورته کړې. دا رپوټ همدا راز دا هم ارزوې چې کډوال پر څه ډول جرمونو لاس پورې کوي.

https://p.dw.com/p/1H5oC
انځور د ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته ولولئ:

د آلمان فدرالي جنايي امریت (BKA) اعلان وکړ چې د کډوالو او د آلمان بومي اوسیدونکو له خوا د تر سره شوي جرمونه کچه برابره ده. دا رپوټ د آلمان فدرالي جنايي امریت د هغې ارزونې د پلټنو پایله ده چې د فدرالي ایالتونو په مرسته د آلمان د کورنیو چارو وزارت له خوا تر سره شوې ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، ویلي دي چې د دې شمیرو پر بنسټ هغه دا وړاندوینه کولای شي چې مهاجر به هغومره جرمونه تر سره کړي چې بومي آلمانیان یې تر سره کوي. هغه دا واضحه کړه چې د دې رپوټ د جوړولو امر یې په اکتوبر میاشت کې ورکړې وو تر څو هغه ګنګوسې ردې کړي چې ښایي د ډیرو کډوالو د راتګ سره به د جرمونو کچه هم لوړه شي.

دیمیزیر وایي: «دا یوه ښکاره خبر ده چې د جرمونو شمیره د دې له پاره ډیره شوی چې د کډوالو له راتګ سره اوس دلته د کډوالو شمیر هم لوړ شوی [خو د جرمونو فیصدي د پخوا په پرتله نه دی لوړه شوې].»

هغه همداراز زیاته کړه: «ډیر شمیر کډوال دلته د دې له پاره نه راځي چې جرمونه تر سره کړي. هغوې آلمان ته دسولې او محافظت په لټه کې راځي.»

د کډوالو تر منځ جرمونه

د راټول شويو معلوماتو سرچینه د ۲۰۱۵کال د جنوري میاشتې څخه تر سپتمبر میاشتې پورې د تر سره شوي جرمونو شمیره ده. د دې شمیرو د راټولولو هدف په آلمان کې د جرمونو د کچې معلومول وو او همداراز دا شمیرې دا هم ښیي چې د کډوالو تر منځ څه ډول جرمونه تر سره کیږي. دا رپوټ ښیي چې د کډوالو په کمپونو کې د مهاجرو له خوا ډیر جرمونه تر سره کیږي چې لامل یې هم په دې کمپونو کې د ډیر شمیر کسانو اوسیدل په ګوته شوې دې.

دا پلټنې ښيي چې د کډوالو له خوا د تر سره شویو جرمونو ۶۷سلنه غلا، سرقت او درغلي جوړوي. د کډوالو له خوا تر سره شوي جرمونو کې ‍۱سلنه جنسي جرمونه هم شامل دي. همدا راز قتل او انسان وژنه د دې شمیرو ۰،۱سلنه جوړوي.

دیمیزیر وایي: «دا بې تفاوته ده چې څوګ جرمونه تر سره کوي خو جرم د منلو وړ نه دی. په دې ارزوونه کې په ګوته شوي لاملونه دا ښيي چې د مهاجرو او پناه غوښتنکو له ډیریدو سره د جرمنو په کچه [فیصدي] کې ‌ډیروالی نه دی راغلی.»

په دې څیړنیز رپوټ کې د کډوالو ضد جرمونه نه دې ارزول شوي. د ۲۰۱۵کال په اوړي راهیسې د کډوالو د شمیر له لوړیدو وروسته د کډوالو ضد جرمونه هم لوړ شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب