1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيانورامريکايي ځواکونه به افغانستان ته ولاړسي، اوکه به ځيني راووزي

۱۳۸۸ آذر ۶, جمعه

امريکاييان له څومياشتو راهيسي له خپل ولسمشر څخه د دې پوښتني د ځواب انتظار لری . ولسمشر تيره اوونۍ هم بيړه ونه کړه او څو ځلي يې له جنرالانو، کارپوهانو او امنيتی سلاکارانو سره کتنې وکړې

https://p.dw.com/p/KjlX
انځور: AP

ولسمشر تيره اوونۍ هم بيړه ونه کړه او څو ځلي يې له جنرالانو، کارپوهانو او امنيتی سلاکارانو سره کتنې وکړې . اوباما غواړی راتلونکې اوونۍ، د سې شنبې په ورځ په ويست پاينت کې د حربی پوهنتون محصلينو ته په وينا کې خپله د افغانستان - ستراتيژی اعلان کړی. دغه وينا به په ټول هيواد کې په يوه منسب وخت کې د رسنيو له لارې خپره شی. اوباما څو ورځې مخکې امريکې ته د هندوستان د لومړي وزير من موهن سينګه د سفر په وخت د افغانستان د ستراتيژی له موخو څخه د يوې په باب وويل:

« زه کولای سم تاسو ته ووايم، چې دا زموږ د ستراتيژۍ غوښتنه ده، ثابته کړو، چې القاعده او د دوی بنسټپال متحدين نور ونشی کولای په سيمه کې په ګټوروعملياتو لاس پورې کړی.»

اکثر څارونکی په دې باور دی، مخکې له دې چې - څو کاله وروسته - امريکايي ځواکونه بالکُل له افغانستان څخه ووځی، شمير به يې له ديرشو نه تر 34 زرو تنو سرتيرو پورې نور هم زيات شی. دغه راز د امريکې په متحدو ايالتونو کې کارپوهان داسې باور لری چې، اوباما به له خپلو متحدينو څخه هيله وکړی، چې د خپلو سرتيرو شمير زيات کړی - تر لسو زرو تنو پورې زياتوالی مطلوب. خو د ناټو د متحدينو له خوا د تر پنځه زره تنو زياتوالی عملی بڼه ذرلودلای شی. د « بهرنيو اړيکو له مؤسسې» څخه ريچارد هاس پوهيږی چې په پای کې هيڅوک د افغانستان د ستونزې لپاره د حل کومه لاره نه لری، ولسمشر هم. لږ مخکې هاس يوې امريکايي راډيو ته وويل:

«داسې لار نسته چې يو څوک دي د اوباما دفتر ته ورسی او ووايي : ښاغلی ولسمشر، که تاسو داسي يا داسې وکړﺉ، په يقين سره به کومې مثبتې پايلې ترلاسه شی. که بيا دا لارې وکتل شی، کوم خاص جذابيت نه لری، چې د ځواکونو پوره ايستلوکې ترينه ګټه واخيستل شی. دا روښانه کوی چې ولی اوباما د جوړې په لټه کې دی»

د اوباما ستراتيژی هر شی چې وی، بيا به هم له نيوکو سره مخامخ وی، د جمهوری غوښتونکو له ګوند څخه د ده مخالفين د ده ګامونه ډير ورو ګڼي. دوی غواړی چې اوباما په افغانستان کې د امريکايي او ناټو د ځواکونو د عمومی قوماندان جنرال ميک کريستل توصيه ومنی. ميک کريستل له القاعدې سره په مبارزه کې د نورو 40 زرو سرتيرو هپله کوی. خو نور کسان لکه ريچارد هاس بيه په عکس په دې باور دی چې افغانستان، د اهموالي سره سره، له نړيوال تروريزم سره په مبارزه کې کومه پريکړونکې ونده نه لری.

هاس وايي:

« طبعاً چې افغانستان مهم دی، خو دغه هيواد د امريکې د متحدو ايالتونو په راتلونکي او يا د هغه په ملی امنيت کې هيڅ کوم رول نه لری. د يوه ترهګر لپاره، افغانستان کومه ځانګړې سيمه نه ده. دا هيڅ واقعيت نه لری چې افغانستان د ترهګری په وړاندې په نړيوالو هڅو کې مرکزی ونډه مومی.»

د امريکې د استخباراتو پخوانی مأمور پاول پيلر وايي:

« خبره د يوه سرتيره په کلنی مصرف نه ده چې يو مليون ډالره کيږی. که په افغانستان کې د سرتيرو شمير هموره چې ميک کريستل يې غوښتنه کړی، زيات شی نو کلنی مصرف 100 ملياردو ډالرو ته رسيږی. هرڅومره چې جګړه دوام وکړی. ورپسې بيا اضافی مصرف هم راځی.»

بارک اوباما به د سې شنبې په ورځ په خپله وينا کې بايد په ډاګه کړی چې څنګه به د ځواکونو د زياتوالی مصرف پوره کړی.

په واشنګتن کې د سياسی څيړنو له انستيتوت څخه مايکل اوهانلون باور لری چې د اوباما ستراتيژی په افغانستان کې د امنيتی ځواکونو د روزنې موخه لری:

« د ده موخه به دا وی چې د افغانستان حکومت او د هغه امنيتی ځواکونه پياوړی او ټينګ شی، داسې چې خپله جګړه پرمخ بوتلای شی. بيا موږ يوه ستراتيژی د ځواکونو د وتلو لپاره درلودلای شو. موږ بايد دافغانستان مؤسسې جوړې کړو. دا يوه بنسټيزه دنده ده په تيره بيا د امنيتی ځواکونو په برخه کې. په دې لړ کې بايد چاودنې هم محدودې کړای شی. »

سوريژ/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکي : محمد قاسم نوري