1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آياپه خارج کي اوسيدونکي افغانان په انتخاباتو کښي دګډون حق لري

۱۳۸۸ مرداد ۹, جمعه

د عدليې وزارت د انترنيټ په پاڼه کې د افغانستان د عدليې وزير وايي چې د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ په افغانستان کې ملي حاکميت په ملت پورې اړه لري، او هر اوسيدونکی د ټاکل کيدو او ټاکلو حق لري ...

https://p.dw.com/p/J1GY
انځور: AP

نو د افغانستان د عدليې د وزير د دې وينا پر اساس له افغانستان څخه دباندي په ګاونډيو هيوادونو او يا په اروپا، آسيا ، امريکا او حتی په ليري پرتو سيمو، افريقا کې ميشت افغانان د خپل هيوادد جمهوررييس په ټاکلو کې د رأيو ورکولو حق نلري؟

دغه حق له دغو افغانانو څخه چا اخيستی او ولي اخيستل شويدی؟

له هغو کسانو څخه چې د افغانستان تابيعيت نه دی اخيستل شوی، يا د ميشت هيواد تابيعيت هم لري، يعني دوه تابيعيته لري، نو دوی خو لا په ټولټاکنو کې د رأيو ورکولو حق لري .

په افغانستان کې هيله کيږي چې په ټوله نړۍ کې خواره واره افغانان بيرته وطن ته ر اسي . نو که دوی د رأيو حق ونه لري، څنګه کيدای شي د دوی د خوښې حکومت حد اقل منځته راسي؟

د حقوقي لحاظه کله چې له افغانستان څخه دباندي افغانان چې شمير يې څه ناڅه 3 مليونو تنو ته رسيږي، په انتخاباتو کې د ګډون له حق څخه بې بر خي شي، آيا ټولټاکنې به د اساسي قانون پر بنسټ لاهم ولاړي وي؟

دغو پوښتنو ته د ځواب په خاطر مو د دې اوونۍ په خپرونه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له وياند نور محمد نوري څخه وپوښتل چې په بهر کې د افغانستان د جمهوري رياست د ټاکنو څخه د افغانانو د بې برخي کولوعلت څه دی؟

دﺉ وايي: «په تيرو انتخاباتو کې يوازي په ايران او پاکستان کې په ټولټاکنو کې د کډوالو د ګډون لپاره څه ناڅه 40 مليونه ډالره ولګيدل او د سږ کال د انتخاباتو په وړاندوينو کې څه ناڅه 50 مليونو ډالرو ته اړتيا وه چې موږ ونه شو کړای دا پيسې برابرې کړو. دغه راز اوس په ايران او پاکستان کې امنيتي وضعه ښه نه ده او په پاکستان کې او س هغه شمير کمپونه هم نسته،او په لويديځو هيوادونو کې د افغانانو راټولول هم يوه ستونزه ده، او آيا دوی بيا په انتخاباتو کې ګډون غواړي؟»

د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې د افغاني کډوالو د نه ګډون علت آيا په دغو هيوادونو کې د امنيتي وضعي خرابوالی کيدلای شي؟ په دغو هيوادو کې امنيتي وضعه خو په دې وروستيووختو کې خرابه شويده، ايا مخکي تر دې په دې اړه کوم ګام پورته شوی وو؟

په افغانستان کې دننه د انتخاباتو په بهيرکې په مليونونو ډالره لګيږي، آيا له افغانستان څخه دباندي په انتخاباتو کي د برخي اخيستو لپاره کومه لاره چاره نه شوای پيدا کيدلای؟

آيا د افغانستان د اتباعو د شمير پوښتنه په دغو څلورو کلونو کې نه شوای حل کيدلای؟

د افغانستان د انتخاباتو لپاره حتی په تاجکستان کې تياری نيول کيږي . د فرانسپرس آژانس د تاجکستان د کورنيو چارو د وزير عبدالرحيم قهاروف له قوله خبر ورکوي چې په دغه هيواد کې له افغانستان سره په ګډو پولو کې تر ټولټاکنو مخکې سخت امنيتي تدبيرونه نيول کيږي ،څو وسله وال کسان د انتخاباتو په جريان کې افغانستان ته ورنه نوځي او د انتخاباتو خنډ ونه ګرځي . نو آيا نه شوای کيدای چې په خارج کې د ميشتو افغانانو لپاره هم په انتخاباتو کې د ګډون لاري چاري لټول شوي وای؟

Wahlen in Afghanistan
انځور: AP

د افغانستان د ولسي جرګې غړی کبير رنجبر په انتخاباتو کې د دغي لويي کتلې افغانانو نه ګډون د افغانستان د اساسي قانون او ديموکراسۍ په وړاندي يوه نا حل شوې پوښتنه بولي .

دی وايي ،« دافغانستان د اساسي قانون په 33 مه ماده کې د افغانستان اتباع راغلي دي، نه اوسيدونکي . د افغانستان ټولو اتباعو ته په افغانستان او له افغانستان څخه بهر د انتخاباتو زمينه مساعده نه ده . د افغانستان د انتخاباتو نوی قانون په ولسي جرګه کې تصويب نسو او په پخواني قانون کې هغه په نظر کې نه وه نيول شوي . له کومه ځايه چې دلته نور سياسي ملحوظات دي ،نو دولت هم دلته چپ پاته دی . دا موضوع کاملاً د اساسي قانون نقض دی او حتی د انتخاباتو مشروعيت تر پوښتني لاندي راولي او انتخابات به نيمګړي او تر پوښتنې لاندې وي . او دا به بيا د ديموکراسۍ بهيرته هم لوی زيان رسوي .»

د کابل پوهنتون مخکينی استاد او حقوق پوه روستار تره کي دافغانستان د ټول نفوس په پرتله د کډوالو شمير په انتخاباتو کې دومره د اهميت وړ نه بولي او په حقوقي لحاظ په بهر کې بيا د کډوالو د تابعيت او بيا د دوه ګوني تابيعيت او د افغانستان د تابيعيت د قانون لخوا د هغو د منلو مسأله وړاندي کوي .

دﺉ وايي:« زه فکر کوم چې افغاني مهاجرين پر دوو کتګوريو (برخو) ويشل کيږي : لومړی هغه افغانان چې د هويت کارټ نه لري نو د رأيي له حق څخه محروم دي . دوهم دا چې دوه ګونی تابعيت لري ، نو په دې حالت کې هغه وخت کولای شي د رأيي له حق څخه ګټه واخلي چې د افغانستان قانون هم دوه ګوني قانون ومني . دا معضله تر اوسه په افغانستان کې لا نه ده حل شوې او هماغسې پاته ده . د نوي اساسي قانون يوه نيمګړتيا داده چې په اساسي قانون کې په دې هکله چې له افغانستان څخه دباندي د اتباعو حقوق څنګه خوندي شي ، کومه ځانګړې ماده نسته . نو له دې لحاظه په افغانستان کې د رأيو له جاري حقوقو څخه برخمن نه دي . »

سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري