1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا اروپا اټومي وسلو او د راکټانو دفاعی سيسټم ته ضرورت لري ؟

۱۳۸۹ اردیبهشت ۳, جمعه

د اسټونيا په پلازمېنه تالين کې د اپريل په 22 او 23 تاريخ د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه، له پيل نه لږ څه مخکې، د هوايي چال چلند د ربړو له کبله نږدې وه چې جوړه نه شي

https://p.dw.com/p/N4dK
د استونيا په پايتخت تالين کښي د ناټو د خارجه وزيرانو غونډه
د استونيا په پايتخت تالين کښي د ناټو د هيوادو د خارجه وزيرانو غونډهانځور: AP

د دوی په خبرو کې زياتره بحث پر بنسټيزو څېزونو باندی روان وو، د بېلگی په توگه، چې آيا ناټو په راتلونکې کې هنوز اتومي وسلو ته اړه لري او که څنگه. د امريکې متحده ايالتونو او روسيې د مياشتی په شروع کې د اوږد واټنه زروي وسلو په هکله د بې وسلې کولو يو تړون سره لاسليک کړ. د پولنډ د بهرنيو چارو د وزير رودوسلاو سيکورسکي په اند، اوس گڼ شمېر اورپايان د وړاندی گامونو اوچتولو موقع ويني. سيکورسکي زياتوي:

(لکه څرنگه چې تاسی پوهيږی، ناروې او پولنډ وړانديز کړی، چې موږ بايد د امريکې او روسيې تر کت د START نوي تړون له کولو وروسته کوشش وکوو، چې په بل پړاو کې اټومي وسلې تنظيم او کمي يې کړو. او هغه په اصطلاح تکتيکي اتومي وسلې دي، له کومو څخه چې په اورپا کې ډېر زيات شمېر موجودی دي .)

Nato Treffen der Außenminister in Tallinn Estland Flash-Galerie
انځور: AP

د اټکل له مخی د امريکې متحده ايالتونه له يادشوو اتومي وسلو څخه په يورپ او ترکيه کې 240 دانې او روسيه بيا 4000 دانې لري . د جرمن د بهرنيو چارو وزير هم اوس د دې وخت ويني، چې امريکايي اتومي وسلې د جرمن له خاوری څخه وايستل شي . دا کار به په عمومي ډول نړۍ ډاډه کوي . وسترويله د آلمان دبهرنيو چارو وزير وايي:

(خبره د زروي وسلو له درودوونکی ستراتيژي څخه نه ده . هغه ته موږ تر هغه پوری اړه لرو، تر څو چې نړۍ په دې ډول وي لکه چې ده . خبره د دې ده، چې بې وسلې کول څه ډول په وړاندی بيولی شو، تر څو نړۍ پر دې باندی مطمئنه او دا خطر کم شي، چې چېری نه اتومي وسلې د ترهگرانو او نورو هېوادونو تر گوتو ورشي . له دې مخی نه تېتونه او بې وسلې کول دواړه يوه موضوع او د يوې سکې دوه مخه دي .)

وسترويله د خپل دريز د پاره د پلويانو ډېرېدنه ويني . د دې په مقابل کې د ناتو سرمنشي اندرياس فوغ راسموسين ټينگار کوي، چې په اورپا کې هم بايد ناتو خپل اتومي قدرت وساتي . دا موضوع هم هغه شان لکه د توغوندويو دفاعي سيستم، ناتو سره دوې خوا کوي . اگر چې د امريکې مشر بارک اوباما له پولنډ او چک سره د بوش د ادارې د وخت د توغوندو ضد سيستم څخه صرفنظر کړی دی . مگر دا موضوع لا يوه خوا شوې نه ده. راسموسين له پر دوو برخو بېل شوي امنيت څخه وېره لري، که چېرته د امريکې غوندی ځينی غړي هېوادونه خپل ځانگړي دفاعي سيستمونه ولري او ځينې نور ملکونه نه . د راسموسين له قوله:

(که چېرته موږ ملي سيستمونه د ناټو په سطحه سره راکټي دفاع ته پراخه او اړيکې ورکړو، کوم به چې د موږ ټول ملگري ژغوري، نو په هغه صورت کې به دا په 21 پېړۍ کې د ناتو د ملگرتيا غټه نخښه وي)

کرستوف هاسلباخ/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري