1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا اوباما به يوازي وسي کړای د نړۍ د اقلیمي وضع دلاخرابيدو مخ ونیسي؟

۱۳۸۸ آذر ۱۸, چهارشنبه

د ډنمار ک په پلازمېنه کوپن هاګن کي د نړيوال اقليمي کنفرانس په بهير کي د امریکا د متحه ایالاتو حکومت داخبره جوته کړې ده، چي غواړي دمځکي د ګرمېدو د مخنوي لپاره جدي مبارزه وکړي...

https://p.dw.com/p/Ky79
متحده ایالتونو کانګرس هم غواړي، چي د مضره ګازونو د توليد دکمولو لپاره یو قانون ومني خوخبره ددغه مضره ګازونو دکمولو پر اندازې باندي ده.
متحده ایالتونو کانګرس هم غواړي، چي د مضره ګازونو د توليد دکمولو لپاره یو قانون ومني خوخبره ددغه مضره ګازونو دکمولو پر اندازې باندي ده.انځور: DW

د امریکا دمتحده ایالاتو د چاپير یال ساتني ادارې ددوشنبې په ورځ دا پریکړه کړې چي هغه شپږ ډوله ګازونه، چي دکرهڼي د مصنوعي خونو له هوا څخه توليدیږي، د انسانانو د روغتيا لپاره مضر ګازونه بلل کیږي، چي ددغي پریکړي پر بنسټ جمهور ريس اوباما کولای سي پرته دیوه قانو ن دتصويبولوڅخه، يوا ځي په یوه فرمان سره کولای شی ددغه مضر ه ګازونو دتولیدلو مخنوی وکړي.

په دې هکله له واشنګټن زموږ خبریاله انا انګلکه په یوه تبصره کي لیکي:

طبيعي خبره ده، چي دا به يوه ناڅاپي خبره نه وي، چي د امریکا دمتحده ایالاتو د چاپیريال ساتني ادارې دغه پريکړه، چي شپږ ډوله هغه ګازونه کوم چي دکرهڼي د مصنوعي خونو له هوا څخه تولیدیږي،د انسانانو د روغتیا لپاره مضره ګازونه دي، په داسي یوه وخت کي کړې، چي په کوپن هاګن کي نړیواله اقلیمي غونډه روانه ده.

داچي سپینه ماڼۍ وايي دغه پریکړه دامریکا دمتحده ایالاتو د چاپيریال ساتني ادارې ددغه هیواد د ستري محکمې د 2007 میلادي کال ديوې پيکړي په اساس کړې ، خو په دې هم ټول پوهيږي، چي دچاپيريال ساتني ادارې ولي په دغه وخت کي دا پریکړه کړې ده.دا ددې لپاره چي نړيوالو ته وښه يي،چي د بارک اوباماپه مشرۍ د امریکامتحده ایالتونه د نړۍ د قلیمي وضع دلاخرابیدو دمخنوي لپاره جدي عمل کوي او غواړي دمځکي د ګرميدو مخه ونيسي.

د امریکادمتحده ايالتونو د چاپيریال ساتني ادارې ددوشنبې د ورځي په پریکړي سره له نظري پلوه کيداي سي د امریکايي صنايعو کارخانې دې ته اړ کړای سي، چي دوی بايد ددغه شپږو ګازونو دتوليد دمخنوي لپاره، چي د انسانانو روغتيا ته تاوان رسوي،په لازمو تدابيرو لاس پوري کړي.

داکار د جمهور ریس په یوه فرمان سره کیدای سي، پرته له دې چي یوقانون طرحه او دنمایندګانواو دسنا دجرګو له خوا تصويب سي.خو پوښتنه داده چي آیا دبارک اوباما دیوه فرمان په صادرولو سره به دنړۍ د اقلیمي وضع دلا خرابيدلو مخنوی وسي؟

ددې پوښتني ځواب ، طبيعي ده چي نه به وي.

د امریکادمتحده ايالاتو جمهور ريس وايي، چي دی غواړي د نړۍ داقلیمي وضع د لاخرابيدلو د مخنوي لپاره ددغه هيواد له کانګرس سره نژدې ګډ کار وکړي.د امریکا د متحده ایالتونو کانګرس هم غواړي، چي د مضره ګازونو د توليد دکمولو لپاره یو قانون ومني خوخبره ددغه مضره ګازونو دکمولو پر اندازې باندي ده. که څه هم چي د اوباما ډیموکراټ ګوند ددغه هیواد دنمايندګانو په جرګه کي قاطع اکثریت لري ، خو بياهم دوی دچاپیریال ساتني او د نړۍ داقلیمي وضع دلا خرابيدلو دمخنوي لپاره د هغه تدابيرو پوره ملاتړ نه کوي، چي د اوباما حکومت يې غواړي.

دلته سړی ویني، چي د صنعتي کارخانو نفوذ د امریکا د متحده ایالتونو په دواړو خونو او په دواړو ګوندونو کي ډير زیات دی او اوباما ددوی په مقابل کي ډیر څه نسي کولای. دامریکاپه متحده ايالتونو کي وګړي د نړۍ د اقلیمي وضع د ورځ په ورځ خرابيدلو له امله دومره انديښمن نه دي لکه د اروپایانو په شان.

Engelke, Anna/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل