1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا اوباما په افغانسان کې د امريکايي سرتېرو شمېر کموي؟

۱۳۹۴ بهمن ۱۰, شنبه

په افغانستان کې وضعيت ترينګلی شوی دی. له دې کبله د امريکا متحده آيالاتو د ولسمشر هغه پلان هم نابريالی وخوت چې غوښتل يې د خپلې کاري دورې په پای ته رسېدلو سره د افغانستان جنګ ته هم د پای ټکی کښيږدي.

https://p.dw.com/p/1HmBW
انځور: Reuters/Y. Gripas

په افغانستان کې تاوتريخوالی په ډېرېدو دی او طالبان خپلو بريدونو ته پر له پسې زور ورکوي. په افغانستان کې د سولې پروسه پڅه ده او داعش هم هڅه کوي چې په افغانستان کې پښه ټينګه کړي. له دې کبله افغانستان خطرناک پاته کيږي.

د هېواد اقتصاد خورا ضعيف دی او عام خلک په نوي حکومت کې ډېر لږ باور لري. افغان پوليس او ملي اردو د هېواد د ساتلو له پاره هلې ځلې پورته کړې دي وروسته له هغه چې ۱۳ مياشتې وړاندې د امريکا د متحدو آيالاتو په مشرۍ پوځي ټلوالې د خپلو سرتېرو شمېر ۹۰ سلنه راټيټ کړی وو. اوس په دوهم ځل اوباما په دې باندې فکر کوي چې د عسکرو شمېر له ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته راکم کړي، مخکې له دې چې دی د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې له خپلې دندې څخه ګوښه کيږي.

«د ځواکونو د کمولو پرېکړه»

د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما ځانګړي استازي، جېمس دوبينس، په ورته وخت کې وويل چې دی په نژدې راتلونکي کې د عسکرو د شمېر د کمېدلو له پاره کومې نښې نښانې نه ويني. د ده وړاندوينه دا ده چې اوباما به دغه پرېکړه راتلونکي ولسمشر ته ورپرېږدي. دوبينس وويل: «هغوی هيله لري چې هر څه به همداسې پاته شي او دوی به د ځواکونو د کمولو په سر کومې پرېکړې ته اړ نه شي.»

جګپوړي پوځي چارواکي، که هغه جمهوري غوښتونکي يا دموکراتان وي، د ولسمشر اوباما په دوره کې د ځواکونو کمښت ته هم د شک په سترګه ګوري. د سنا غړی،. جان مک کين چې د سنا د وسلوالو ځواکونو د کميټې مشر دی، د بنجشنبې په ورځ وويل چې افغانستان په «يو کړکېچن حالت» کې قرار لري.

په لومړي سر کې اوباما داسې يو پلان اعلان کړی و چې د تېر کال تر پايه پورې به د سرتېرو شمېر ۵۵۰۰ او د ۲۰۱۶ تر پايه پورې ۱۰۰۰ تنو ته راټيټ شي. په تېر مني کې بيا اوباما خپل نظر بدل کړ او ويې ويل چې وضعيت ډېر نازک دی او دا چې امريکايي ځواکونه لا نه شي وتلی. هغه ورپسې خپل دغه پلان اعلان کړ چې د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې به ۹۸۰۰ ځواکونه په افغانستان کې پاته شي، البته د دې له پاره نه چې تعرضي عمليات تر سره کړي، بلکې د دې له پاره چې د ترهګرۍ ضد ماموريتونه مخ ته بوزي او افغانانو ته د طالبانو په وړاندې په جګړه کې مشورې ورکړي.

د افغانستان جګړې زور اخيستی دی

افغان پوليسو او عسکرو چې د امريکا متحده آيالاتو له خوا يې د ۴،۱ مليارډه ډالرو په مقدار ملاتړ کيږي، تېر کال د ۲۰۰۱ کال راهيسې په لومړي ځل پخپله جګړه مخ ته يوړله. د ناټو چارواکو د اسوشيتد پرېس خبري اژانس ته ويلي دي چې افغان ځواکونه پياوړي شوي ديٍ، خو بيا هم سخت تلفات ور اوړي.

په ۲۰۱۵ کال کې دغه تلفات ۲۸ سلنه لوړ شوي دي. جنرال جان نيکلسن، چې د اوباما له خوا به په افغانستان کې د متحده آيالاتو نوی لوی قوماندان وټاکل شي، د امريکا سنا ته د بنجشنبې په ورځ وويل چې افغان امنيتي ځواکونو «د ياغيانو په وړاندې هر ډول هلې ځلې پورته کړي دي»، خو تر اوسه پورې «په ځان بسيا» نه دي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د ۲۰۱۵ کال هلې ځلې ګټورې که نابريالۍ وې، نيکلسن زياته کړه: «طالبانو زموږ د اټکل خلاف ډېر زيات افغان امنيتي ځواکونه وننګول. له دې کبله موږ هغه پرمختګونه ونه کړل چې فکر مو کاوه وبه يې کړو.»