1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا اوکرايين پياوړی پوځ لري؟

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

د اوکرايین د پوځ وضعیت اوس چندان ښه نه دی. که څه هم دغه هیواد یو وخت د نړۍ دریم اټومي قدرت وو خو اوس یې خپلي اټومي وسلې له منځه وړي دي او نور پوځي تجهیزات یې زاړه او د پخواني شوروي اتحاد د وخت دي.

https://p.dw.com/p/1BJO6
انځور: Getty Images/Afp/Sergei Supinsky

د اوکراین پوځ اوس له روسيې سره د کريميا پر سر په کړکېچ کي په تیارسئ حالت کې دی، خو د هغوی امکانات محدود دي. د رسمي شمېرو له مخې همدا اوس د اوکراین جگړې ته چمتو نزدې ۱۳۰۰۰۰ پوځیان لري. په داسي حال کي چي د روسيې د پوځ د ۸۰۰۰۰۰ په شاوخوا کې اټکل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۹۹۱ کال کې اوکرايین هم د روسیې په اندازه قوي ځواک لاره.

خو د اوکرايین پوځ له څو کلونو راهیسې په ښه وضعیت که نه دی. د دې هیواد پوځ ته د یوه په اداري فساد اخته، ښه نه روزل شوي او تجهیز شوي او دغه راز د لږو مالي سرچینو خاوند پوځ په سترگه کتل کيږي.

له روان کال راهیسې په اوکرايین کې یو مسلکي ځواک وجود لري. د وروستي ځل له پاره اوکرايین د ۲۰۱۳ کال په مني کې جلبيان جذب کړي ول.

د اوکرايین حکومت غوښتل چې د پوځیانو د شمیر په کمولو او د مکلفیت دورې په له منځه وړلو سره خپل بودجوي ستونزي حل کړي. د اوکرايین پوځ له لسیزو راهیسي د لږ پیسو لرلو له ستونزي څخه سر ټکوي.

په ۲۰۱۳ کال کې د اوکرايین حکومت د پوځ له پاره ۱.۳ میلیارده یورو بودجه ورکړه شوې وه. په کیف کې د پوځ د مطالعاتو له مرکز څخه ولانتین بدرک، وایي چې پوځ د دغو پیسو دوو یا درو چندو ته اړتیا لري چې خپل ضرورتونه په پوره کړي. له بلې خوا بیا روسیې په ۲۰۱۳ کال کې خپل پوځ ته ۵۲ میلیارده ډالره بودجه ټاکلې وه.

د حکومت لږ علاقه

لس کاله مخکې د اوکرايین د پوځ د خراب وضعیت له کبله یو شمیر پېښي هم رامنځ ته شوې. په ۲۰۰۰ کال کې د هدف ویشتني د تمریناتو پر مهال د اوکرايین پوځ یو توغندی په دغه هيواد کې پر یوه کور باندې ولگید، په ۲۰۰۱ کال د اوکرايین دافع هوا د تور سمندر پر سر یوه روسۍ ملکي الوتکه وویشته او په ۲۰۰۲ کال کې بیا د نندارو پر مهال یوه اوکرایني جټ الوتکه د خلکو په منځ کې راولوېده.

د پوځي چارو کارپوه بدرک وایي چې اوس هم د اوکرايین د پوځ ډیر تجهیزات د پخواني شوروي اتحاد د وخت دي. اوکرايین د وسلو د تخنیک په برخه له پرمختللو هیوادونو څخه یو نسل شا ته پاته دی.

د پرزو د نه شتون له کبله د اوکرايین ډیري لږ جنگي چټ الوتکې چې د پخواني شوروې اتحاد د وخت دي، فعالي دي. ډیر پیلوټان اوس له تیوري لحاظه هم د الوتنو له پاره کافي روزني نه لري. د تیلو په برخه کې هم د اوکرايین هوایي ځواک هر کال د خپلي اړتیا نیمایي برخه هم نه ترلاسه کوي.

د اوکرايین سمندري ځواکونه هم په چندان ښه وضعیت کې نه دي. د اوکرايین سمندري ځواک یوازي څو دانې پوځي بېړۍ لري. پر دې سربیره دغه ځواک د یوه اوبتل خاوند هم دی. یوازي په کریمیا کې د روسیې سمندري ځواکونه د اوکرايين تر ټول سمندري ځواک ډېر دي.

کريم ته نژدې د روسيې پوځ
انځور: Reuters

د اوکراین گوښه شوي ولسمشر ویکتور یانو کوویچ، هم د دغه هیواد د نورو ولسمشرانو په شان د پوځ وضعیت ته ډیره توجه نه ده کړې. د ۲۰۱۳ کال په جولای میاشت کې پوځي کارپوه مایکولا سنهوراوسکي، په ېوې ورځپاڼې کې لیکلي ول چې حکومت اصلاً نه غواړي چې د پوځ د ستونزو د له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي.

اتومي وسلې او امنیتي ضمانتونه

اوکراین یو مهال د نړۍ دریم لوی اټومي قدرت وو. کله چې په ۱۹۹۱ کال کې پخوانی شوروي اتحاد ټوټه ټوټه شو، اتومي وسلې هم د پخواني شوري تر کنترول لاندي هیوادونو په منځ کې تقسیم شوې. له همدې کبله اوکراین چې د پخواني شوروي اتحاد ډیري وسلې ورته رسیدلې وې، په یو وار د نړۍ دریم لوی اتومي قدرت شو. خو بیا هم د اټومي توغندیو د توغولو تجهیزات او کنترول هغه وخت هم په مسکو کې وو.

د اوکرايین نوي حکومت هغه وخت له مالي لحاظه دا وړتیا نه لرله چې د اتومي وسلو ساتنه وکړي او هغه په داسي یوه حالت کې وساتي چې د اړتیا پر وخت د استفادې وړ وي. نو له همدې کبله دې هیواد د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د فشارونو په پایله کې خپلي ټولي اټومي وسلې پرېښودې او نورو هیوادونو ته يې وسپارلې.

اوکرايین د خپلو اټومي وسلو د سپارلو په بدل کې د روسیې په گډون له نړیوالو اټومي ځواکونو څخه د اقتصادي مرستو ژمني ترلاسه کړې.

په احتیاطي سرتیرو پوري د خپلو هیلو تړل

د روسیې پر خلاف د اوکرايین پوځ د جگړې په برخه کې ډېره لږ تجربه لري، ځکه تر اوسه پوري په دغه هیواد کې کومه جگړه شوې نه ده. دغه هیواد یوازې د بالکان او افریقايي هیوادونو په سوله ساتو ماموریتونو کې ونډه لرلې ده. پر دې سربیره اوکراین تقریباً هر کال له ناټو سره گډ پوځي تمرینات هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په نزدو وختونو کې په چیچین او گورجستان کې جگړې کړي دي. پر دغو ټولو واقعیتونو سربیره د اوکراین نوي حکومت خپلي ډیري هیلي د دغه هیواد په احتیاطي سرتیرو پوري تړلي دي.