1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا بې پيلوټه الوتکي له آلمانه کنتروليږي؟

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۰, جمعه

نه يوازي په پاکستان، بلکي په افريقا کي هم بې پيلوټه الوتکو شکمن تروريستان په نخښه کړي او وژلي دي. دغه کړني کيدای سي د نړيوالو قوانينو پراساس غير قانوني وي او کيدای سي د آلمان له پاره يوه ستونزه جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/18hdJ
Rheinland-Pfalz/ ARCHIV: Das Eingangsschild der US-Airbase in Ramstein, aufgenommen in Ramstein (Foto vom 02.05.11). Die Kommandozentrale fuer den geplanten NATO-Raketenschild wird auf der US-Airbase im pfaelzischen Ramstein angesiedelt. Das bestaetigte ein Sprecher des Hauptquartiers der Alliierten Luftstreitkraefte in Ramstein am Donnerstag auf Anfrage der Nachrichtenagentur dapd
US-Airbase in Ramsteinانځور: dapd

که په صوماليا کي د امریکا د بې پيلوټه الوتکو له خوا يو شکمن ترهګر په نخښه کيږي او وژل کيږي، په دې کي د امريکا هغه اډې ښکلې دي چي په آلمان کي دي.

د آلمان د (ARD) يا لومړي تلويزيوني چينل د (پانوراما) مجلې او (زود دويچه څايتونگ) ورڅپاڼي د پلټونو پر اساس په افريقا کي د شکمنو ترهګرو په نخښه کولو او وژلو کي د دغه هيواد د راين لند فلتڅ ايالت په رمشتاين ښار کي د امريکايي ځواکونو هوايي اډه مرکزي رول لري.

د راپور په حواله له ۲۰۱۱ کال راهيسي په افريقا کي د بې پیلوټه الوتکو بريدونه له همدې آلماني ښار څخه اداره کیږي.

تر اوسه پوري په افريقا کي د بې پيلوټه الوتکو نهه مرگوني بريدونه تر سره سوي دي چي د مختلفو سرچينو د راپورونو پر اساس نزدې ۲۹ تنه انسانان پکښي وژل سوي دي.

ويل کيږي چي د دغه هر بريد اجازه بايد پخپله د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما لاسليک کړي.

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباماانځور: Getty Images

په «نړيوال جرم» کي ونډه؟

که څه هم په راپور کي د معلوماتو د پټ ساتلو په خاطر د رمشتاين د دقيق رول په اړه جزئيات نه دي ورکړل سوي خو يوه خبره روښانه ده چي د دغه پوځي اډې د سټلايټونو له لاري په امريکا کي ناست پيلوټ په افريقا کي له بې پيلوټه الوتکي سره اړيکي ټينگوي.

يو شمېر رسنيو د امريکا د هوايي ځواک د يوه راپور په حواله ويلي دي چې بې له دغي اډې په افريقا کي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونه تر سره کول ناشوني دي.

د امريکا متحده ايالاتو پوځي چارواکو دا خبره روښانه کړې ده چي په افريقا کي د ټولو پوځي عملياتو مسئوليت د «افريقوم» په نامه پوځي قوماندانۍ پرغاړه دي. دغه قوماندانۍ له ۲۰۰۸ کال راهيسي د آلمان په شتوتگرد ښار کي ده.

د افريقا په عملياتو کي په آلمان کي د مېشتي امریکايي آډې ښکيلتيا حقوقي پوښتني راپورته کوي. حقوق پوه تيلو مارون وايي: «که آلمان په دې اړه خبر وي چي له وسله والې جگړې پرته له تروريستانو سره مرسته کوونکی يو شکمن د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وژل کيږي او پرضد ئې اعتراض نه کوي نو دا کيدای سي نړيوالو حقوقو ته زيان ورسوي.»

د آلمان فدرال حکومت د تلويزيون او ورځپاڼي د پوښتنو په جواب کي پر دې باندي ټينگار کړی دئ، چي په دې اړه هيڅ ډول شواهد نه سته چي وښي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دي په آلمان کي پلان سوي، يا له دغه هيواد څخه ترسره سوي وي.

حکومت ويلي دي، چي د اساسي قانون له مخي د آلمان له قلمرو څخه هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي چي له نړيوالو قوانینو څخه سرغړونه وکړي.