1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د امريکا خاص ځواکونه به د CIA تر قوماندې لاندي راسي؟

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه

د امريکا د دفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو پتېيلې ده چي په افغانستان کي خپل خاص ځواکونه د ۲۰۱۴ کال وروسته د CIA تر کنترول لاندي راولي. خو له دې خبري په رسمي توگه انگار سوی دئ

https://p.dw.com/p/14Elk
انځور: dapd

دغو چارواکو چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کړي دي وايي چي دغسي يو کار په تيرميلادي کال کي په پاکستان کي د اسامه بن لادن پر کورباندي د يرغل پر مهال هم شوي وو. يعني د خاصو ځواکونو قومانده د CIA پر غاړه وه.

دا طرحه د هغو څو سناريو له جملې څخه ده چي ويل شوي دي اوس پنتاگون ورباندي خبري کوي. سرچينې اسوشيتد پرس خبري اژانس ته ويلي دي: «دا طرحه لا تر اوسه پوري د دفاع وزير ليون پنيتا، سپيني ماڼۍ او کانگرس ته نه ده وړاندي شوې.»

د اسوشيتد پرس په رپوټ کي راغلي دي: «که چيري دا طرحه ومنله شي، نو د امريکا متحده ايالات او افغانستان کولای شي چي ووايي نور په افغانستان کي هيڅ امريکايي سرتيري حضور نه لري، ځکه چي که SEALS، Rangers او يا نور خاص ځواکونه دي، دوی به ټول د CIA تر کنترول لاندي وي، حتي که په مؤقتي توګه هم وي، هغوی به ټول د مخبرانو په توګه هلته پټ وي.».

په کندهار کي ځانگړي امريکايي ځواکونه
په کندهار کي ځانگړي امريکايي ځواکونهانځور: Reuters

SEAL د متحده ايالاتو د خاصو سمندري روزل شوو «هوايي، بحري او ځمکني» ځواک مخفف دی او Rangers هم د هغو خاصو پوځيانو نوم دئ چي د متحده ايالاتو د Ranger نومي پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوي دي.

ويل شوي دي چي ددې طرحي بله ګټه به دا وي چي هغوی به بياهم له افغانانو سره په گډه د زورپالونکو پر ضد عملياتو کي ګډون ولري او د افغان ځواکونو د روزني لړۍ ته به دوام ورکړي، پرته له دې چي عام خلک ورباندي خبر وي.

دغه مفکوره چي د متحده ايالاتو د دفاعي استخباراتو د يو لوړپوړي چارواکي له خوا وړاندي شوې ده، په داسي وخت کي عنوانيږي چي د دفاعي چارو مشران په دې تلاښ کي دي چي څرنګه ژر له افغانستان څخه د سرتيرو را ايستل ګړندي کړي تر څو د سپيني ماڼۍ د ۲۰۱۴ کال ټاکل شوی ضرب الاجل د عمل جامه واغوندي.

د پنتاگون لوړ پوړولو منسوبينو تردې مخکي يو پلان وړاندي کړي وو چي د جگړې د عملياتو ډېره برخه خاصو ځواکونو ته سپاري. د دفاعي چارو د څلورو اوسنيو او دوو پخوانيو چارواکو د وينا له مخي چي د موضوع د محرميت له امله ئې خپل نومونه پټ ساتلي دي، ويلي دي چي دغه نوې مفکوره به نوموړی پلان يو ګام بل هم وړاندي کړي چي هدف ئې تر ۲۰۱۴کال وروسته له د امريکايي سرتيرو حضور تر ۲۰ زرو پوري راټيټوي.

د دفاع وزارت وياند جورج ليتل، له دې انکار وکړ چي پر داسي يوې مفکورې باندي دي بحث شوی وي:

ځانگړي ځواکونه په هلمند کي د عملياتو پر مهال
ځانگړي ځواکونه په هلمند کي د عملياتو پر مهالانځور: picture alliance/abaca

«دغه ډول څرگندوني چي گويا دغسي يو پلان دي ترلاس لاندي وي، مطلقاً غلطه خبره ده.» هغه زياته کړه. «د امريکا د متحده ايالاتو خاص ځواکونه به تر دې وروسته هم له استخباراتي اداري سره په گډه کار وکړي ترڅو په نړۍ کي د ملي گټو له يو لړ امنيتي چلينجونو سره مقابله وکړي.»

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د شمېرکمول د سپيني ماڼۍ او افغان حکومت له پاره يو سياسي گټه ده، په خاصه توگه افغان حکومت ته. ځکه چي د امريکايي عملياتو په نتيجه کي د ملکي خلکو مرگ د ژوبلو او په تيرو اونيو کي د قرآن کريم د سوځولو پيښي، د عامو افغانانو احساسات راوپارول او راپارېدلي دي.

د CIA په مشرۍ د راتلونکي جګړې معنی به دا وي چي د متحده ايالاتو عام ولس به هم د جنگ له تمويل څخه بې خبره پاته وي، لکه څرنگه چي د سړې جگړې په زمانه کي معمول وه.

له دغسي عملياتو څخه به يوازي سپينه ماڼۍ، لوړ پوړي استخباراتي چارواکي او د کانگرس څو کوچنۍ کمېټې خبري وي. حتی له عملياتو سره«مل ژورناليستان» به هم له صحنې څخه وايستل شي.

اوس هم د جنگ په ميدان او هغو ځايونو کي چي زورپالونکي فعاليت لري، د CIA استخباراتي مامورين او نيمه پوځي کسان د خاصو ځواکونو سره ملګري دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل