1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د حزب اسلامي سره خبري ګټوري تماميدای سي

۱۳۸۹ فروردین ۲, دوشنبه

د افغانستان د سياسي چارو کار پوه ښاغلي مياګل وثيق په دې باور نه دی چي د افغان حکومت ددې ډلي سره دي خبري کومه ګټه ولري...

https://p.dw.com/p/MZLe
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيارانځور: AP

د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر ويلي، چي د حزب اسلامي ګوند له استازو سره يې مخامخ خبري اتري درلودې. پدې اړه مو د افغانستان د سياسي چارو له کارپوه مياګل وثيق سره مرکه کړې، چي لنډيز يې ستاسو په وړاندي ږدو.

دويچه ويلي: ستاسو په نظر حکمتيار اوس څنګه بېله شرطونو څخه خبرو ته حاضر سو په داسي حال کي چي مخکي يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله؟

وثيق: زه فکر کوم چي اوس دا وضعيت داسي راغلی، چي نړيوال قوتونه او نړيواله ټولنه تصميم لري، چي په افغانستان کي په هر شکل چي کيږي په دې کال کي د امنيت په اړه جدي اقدامات وکړي. د يوې خوا هغه دي د سوله جرګه او دا خبري هم رواني دي د بلي خوا هغه څوک چي دا نه مني يو څه په نيظامي اړ کي تر فشار لاندي راوستل سي. زه فکر کوم چي داخبره به په دې پور هم اړه ولري چي د حزب اسلامي غړي دلته په حکومت کي حضور لري وزيران دي مرستيالان دي واليان دي ډير خلک لري دوي هم په حکومت کي.

دويچله ويلي: فکر کوي چي د اسلامي حزب ډله به د هغه چا تر فشار لاندي راغلې وي، چي مالي ملاتړ يې کوي؟

وثيق: بلې هغه کسان نور هم غواړي، چي يو څه امتيازات تر لاسه کړي او دا وښه يي چي د هغوی د مشورې څخه پرته دلته خبري اتري تر سره کړي او دلته عملاً په سياسي بهير کي داخل سي او په نظام کي شريک سي زه فکر کوم هغه کسان، چي پخوايي دوی تمويلول هغوی هم غواړي چي په دغه شکل امتيازات ترلاسه کړي او په دغه جريان کي،چي د مخاليفت په جريان کي يو څه فضا تنګيږي نو په دې خاطر ممکن دوی اوس دې ته اماده سوي وي او غواړي چي اوس مذاکرات وکړی.

دويچه ويلي: ستاسو په آند دغه خبري اتري به تر کومه ځايه رښتيني وي، آيا رښتيا به هم دغه خبري ګټوري وي دداسي يوې ډلي سره له اسلامي حزب، چي مخکي يې هم د خبرو کولو پر وخت ستونزي درلودې؟

وثيق: داچي ددوی حضور په نظام يا سياسي بهير کي دی دا څوک نسي ردولای هر افغان حق لري، چي دلته سياست وکړي. اما که سړی د تيرو وختونو په هکله قضاوت وکړي، مخکی هم چي دوی دلته راغله دلته په رښتيا سره ډير خلک په تکليف سول ووژل سول يو عالم پرابلمونه يې جوړ کړل. او پخپله ددو تر منځ هم مشکيلات پيدا سول. نو دووی په دې ټولنه کي ډيري ستونزي پيدا کړي.

دويچه ويلي: څه فکر کوي د اسلامي حزب سره به خبري ګټوري وي يا په بله مانا د حکمتيار ډله اوس د افغان حکومت لپاره ستونزه ده؟

وثيق: بلې يو څه ستونزه ده په ليري پرتو سيمو کي ددو د لاسه ستونزي پيښېږي د طالبانو تر څنګ دوی هم ستونزي زيږوي. که څه هم دوی سره يو نه دي ولي بياهم دوی د افغان حکومت د فعاليتونو په مخ کي خنډ دي. مګر داچي څومره ګټور به وي زه ډير ورته خوشبين نه يم.

مرکه کونکی/ زيارمل

کتونکی. زيارمل