1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د خليج هيوادونه د ايران د اټومي بم څخه اندېښنه لري؟

۱۳۸۹ خرداد ۴, سه‌شنبه

د متحده عربي اماراتو خارجه وزير شيخ عبدالله بن ال نَهيان په اپريل کښي ويلي وه ، چي « اشغال اشغال دی »...

https://p.dw.com/p/NWkG
په ابو دوبۍ کي د خليج هيوادونو استازي د جرمني د لومړۍ وزيري انگيلا مير کل سره
په ابو دوبۍ کي د خليج هيوادونو استازي د جرمني د لومړۍ وزيري انگيلا مير کل سرهانځور: AP

امارات د څو لسيزو راهيسي د ايران سره د هورموز په دره کښي ددرو جزيرو پر سر دعوه لري . دغه جزيرې کوچنۍ دي ، خو د ستراتيژيکي لحاظه ډيري مهمي .

تقريبأ د 40 کلو راهيسي د ايران پوځ هلته حضور لري ، او د اماراتو د خارجه وزير په نظر دغه اشغال همداسي غيرقانوني دی ، لکه د اسراييلو لخوا د فلسطيني سيمو اشغال.

شيخ عبدالله وايي ، چي دغه خبره د ابودوبۍ او تهران په مناسباتو کښي يو ډير منفي فکټور دی . خو يو بل شی چي شايد تر هغه ډير مهم وی ، او متحده عربي امارات د هغه څخه ډير تشويش کوي ، هغه د ايران اټومي پروګرام دی .

په دوبۍ کښي د خليج د ريسرج د مرکز څخه مصطفي اعلاني پدې هکله وايي ،

«خبره پر دې نده چي ايران به امکان لري ، زموږ پر ضد اټومي وسله استعمال کي ، بلکه خبره پر دې ده چي که ايران اټومي وسلې پلاس راوړي ، نو به په سيمه کښي د قواوو توازن ته تغير ورکي. د ايران په مقاسه به بيا موږدفعتأ دوهمه درجه هيواد وگرزو . دا موږ نسو منلای.»

اعلاني وايي ، چي دا هغه خبره ده چي په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کښي يې ډيری فکر کوي .

«که موږ په منطقه کښي د يوې خبري سره مخامخ سو ، چي بايد انتخاب وکو ، د ايران د اټومي تهديدونکو وسلو لاندي د ژوند کولو تر منځ او د نظامي عملياتو سره د مخامخ کيدو تر منځ ، نو موږ به دوهم امکان ته ترجيح ورکو.»

تيره اونۍ د اماراتو خارجه وزير د ايران خارجه وزير ته د برازيل او ترکيې سره د يورانيمو د غني کولود سازش په مناسبت مبارکي وويله. ددغه سازش پر اساس بايد ايران اومه يورانيم ترکيې ته وليږي اوپه عوض يې پاخه پلاس راوړي.

په خليج کښي ډيری دغه سازش يو ښه پرمختگ بولي . ځيني دولتونه لکه قطر يا عمان بيله هغه هم د ايران سره تاوده مناسبات لري . د عُمان يو پخوانی ډيپلومات ضعيف ال مِسکري وايي.

ددغي موضوع څخه موږ قطعأ تشويش نکوو . دا تر ډيره حده پوري د امريکا دمتحده ايالاتو او ايران تر منځ يوه سياسي موضوع ده.د ايران د اټومي پروګرام په اړه زموږ تشويش زيادتره د محيط او اقليم د چټليدو او خرابيدو په اړه دی.»

ال مِسکري وايي چي ايران د پخوا څخه او بيله اټومي وسلو هم يو لوی قدرت دی. اصلي پرابلم د اسرائيلو اټومي وسلې دي. دی اضافه کوي.

« ولي يې د هغه ځای څخه نه شروع کوو. متأسفانه غربيان وايي چي موږ اسرائيل نسوکنټرولولای ، ځکه چي هغوئ د اټومي وسلو د بنديدو تړون ندی امضأ کړی. دا دوه مخي ده. د لويديزو هيوادو برعکس خبره ډيره پر حکومتو نه ، بلکي د عامه ذهنيت ده . »

خبره هر څه چي وي ، وي به ، خو په منځني ختيځ کښي د اټومي پروګرام سيالي وختي لا شروع سوې ده.

په 7 کلو کښي به په متحده عربي اماراتو کښي د برق د استحصال په خاطر اټومي بټۍ په فعاليت شروع وکي، مگر ددې دپاره چي ددغه پروګرام سوله ايز خصلت واضح وي، نو ابو دوبۍ د ايران برعکس يورانيم په خپل هيواد کښي نه غني کوي.

Kühntopp/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل