1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د رالوېدلي الوتکي يوه پيلوټ ته دروازه بنده شوې وه؟

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۶, پنجشنبه

دوو رسنیو د «جرمن وینګز» هوایي شرکت د هغو چارواکو په حواله چې د رالوېدلې الوتکي د تور بکس په اړه څېړنې کوي، ویلي دي چې یو پیلوټ له کابین څخه وتلی وو او بیرته نه شوای راتلای.

https://p.dw.com/p/1Exkp
انځور: AFP/Getty Images/G. Bouys

که څه هم دغه موضوع تر اوسه پوري تائید شوې نه ده، خو بیا هم د پیښي په اړه نوي پوښتني رامنځ ته کوي. د لوفت هانزا هوایي شرکت ویلي دي چې دغه معلومات د کابین د غږ ثبتولو الې له لاري نه شي تائیدولای.

دغه خبره چې د الوتکي د رالویدو پر مهال یو پیلوټ په کابین کې موجود نه وو، لومړی نیویارک ټایمز ورځپاڼي د پیښي د څېړونکي ډلي د نژدې کسانو په حواله وکړه. تر هغه وروسته د فرانسې خبري آژانس هم د پنجشنبې په ورځ د ځينو سرچینو په حواله دغه موضوع تائید کړه.

د فرانسې خبري آژانس سرچیني ویلي دي چې د کابین د ثبت اله چې د رالوېدلې الوتکې له تور بکس څخه ترلاسه شوې ده، ښيي چې تر پیښي دمخه یو پیلوټ خپله چوکۍ شا ته کوي، ولاړیږي او له کابینه وزي. تر دې وروسته بیا د کابین د دروازي د ټکولو غږ اوریدل کیږي. داسې ښکارې چې په دې مرحله کې پیلوټ هڅه کوي چې بیرته کابین ته راننوزي.

د فرانسې خبري آژانس د خپلي سرچینې په حواله لیکلي دي: «تر دې مرحلې بیا د الوتکې تر رالویدو پوري په کابین کې د پیلوټانو تر منځ خبري نه دي شوي.»

سرچینې زیاته کړې ده چې د جرمن وینګز رالوېدلې الوتکه چې له بارسولانا څخه دوسلدورف ته روانه وه، کوم خراب زیګنال نه دی استولی. زیاته شوې ده چې له هوایي ډګرونو څخه هم له دې الوتکي سره د اړیکو ټینګولو هڅي ناکامه شوي دي.

تر هغه وخته پوري چې یو پیلوټ له کابینه وځي، دواړه پیلوټان یو له بل سره په آلماني ژبه په نورمال توګه خبري کوي. تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې د الوتکي د رالویدو پر مهال د الوتکي اصلي پیلوټ او که مرستیال پیلوټ له کابینه وتلی وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼي تر دې مخکي ویلي ول، چې کله پیلوټ د کابین دروازه ټکوي، لومړی دغه کار ورو کوي خو کله چې د هغه غږ نه اوریدل کیږي، نو آن د دروازې د ماتولو هڅه کوي. په دې مرحله کې په کابین کې بل میشت پیلوټ ځواب نه ورکوي.

«لوفت هانزا» هوایي شرکت چې د جرمن وینګز شرکت مالک دی، ویلي دي چې داسي معلومات په لاس کې نه لري چې د نیویارک ټایمز رپوټ تائید کړي.

څېړني روانې دي

د فرانسې د هوایي چارو چارواکي ریمي جاوتي، ویلي دي چې د کابین د غږ ثبتولو له الې څخه غږ اوریدل شوی دی. هغه ویلي دي چې په دې اړه لومړۍ څېړنې به څو ورځې وخت ونیسي.

په عین حال کې د فرانسې د کورنیوچارو وزیر وویل چې یو ترهګر برید د څېړنو اصلي موضوع نه ده. خو اوس هم چارواکي وايي چې تراوسه پوري لا روښانه نه ده چې الوتکې څرنګه سقوط کړی دی.

په عین حال کې د لوفت هانزا هوایي شرکت ویلي دي چې د قربانیانو کورنیو ته یې دوې الوتکي برابري کړي دي چې د پیښي سیمې ته يې ورسوي.

په عین حال کې ویل شوي دي چې د پیښې له سیمې څخه د ځینو قربانیانو پاته شوي موندل شوي دي. خو تر اوسه پوري لا ډیر وختي دی چې موندل شوي کسان وپیژندل شي او کورنیو ته يې وسپارل شي.