1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د غازي ميدان په اړه به ټولپوښتنه وسي؟

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۳, پنجشنبه

د ترکیې حکومت په دغه هیواد کې د روانو مظاهرو د درولو په موخه د هغي ساختماني پروژې په اړه د یوې ټولپوښتنې د ترسره کولو خبره کړې ده چې د دغو مظاهرو سبب شوه.

https://p.dw.com/p/18okW
In this Thursday, May 30, 2013, people seen hours before riot police use tear gas and pressurized water to quash a peaceful demonstration by hundreds of people staging a sit-in protest to try and prevent the demolition of trees at an Istanbul park, Turkey. Police moved in at dawn Friday to disperse the crowd on the fourth day of the protest against a contentious government plan to revamp Istanbul’s main square, Taksim, injuring a number of protesters. The protesters are demanding that the square’s park, Gezi, is protected. (AP Photo)
Türkei Taksim Platz Gezi Park Demonstranten Campانځور: picture-alliance/AP

د ترکیې حکومت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ د استانبول د غازي پارک پروژې په اړه د یوې ټولپوښتنې د ترسره کولو خبره وکړه. په لومړي سر کې د همدې پروژې پر ضد په استانبول کې مظاهرې پیل شوې چې بیا وروسته د دغه هیواد ډیرو برخو ته وغځیدې.

د فرانسې خبري آژانس د ترکیې د حکومتي ویاند حسین سلیک، په حواله ویلي دي: «موږ کیدای شي د دغي موضوع په اړه یوه ټولپوښتنه تر سره کړو... په دیموکراسي کي یوازې د خلکو غوښتنه اهمیت لري.»

سلیک په عین حال کې پر دې خبره باندي هم ټینگار کړی دی چې پولیس به د استانبول له تقسیم میدان څخه د مظاهره کوونکو د شړلو هڅو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، د چهارشنبې په ورځ د خپلې کابینې له غړو سره تر لیدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې له مظاهره کوونکو څخه د غازي پارک د پاکولو غوښتنه کړې وه. سلیک وویل:

«هغه کسان چې نیتونه یې بد دي او یا غواړي چې په پارک کې له پاتې کیدو سره نور کسان را وپاروي، له پولیسو سره به مخامخ شي.»

د استانبول په تقسیم میدان کې بیا هم د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې چې په پایله کې پولیس له مظاهره کوونکو څخه د دغې سیمې په پاکولو وتوانیدل.

په ترکيه کې د بشري حقونو بنیاد، ویلي دي چې یوازې په یوه شپه کې په دې سیمه کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د نښتو په پایله کې۶۲۰ کسان ټپیان شول.

په همدې حال کې د ترکیې رغتیایي بنیاد ویلي دي چې په دغه هیواد کې د مظاهرو له پیلیدو راهیسې ۵۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي. د مظاهرو له کبله همداراز درې تنه ملکي وگړي او تن پولیس وژل شوي هم دي.

د آلمان حکومت د ترکیې حالات له اندیښنې سره څاري

د آلمان د صدراعظمې انگيلا میرکل دفتر د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا د ترکیې پر حکومت باندې د زغم غږ وکړ. له بلې خوا د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک، له خپل ترکي سیال عبدالله گل، سره د يوه تلیفوني تماس په ترڅ کې په ترکيه کي د تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده. گل د ترکیې په وروستیو پېښو کې تر ډیره پورې نرمښت ښکاره کړی دی.

گل د چهار شنبې په ورځ وویل: «زه هیله لرم چې موږ به دغه ستونزه له دیموکراتیکو لارو حل کړ. که هغوی [مظاهره کوونکي] نیوکي لري، موږ یې باید واورو او په اړه یې خبري وکړو.»

په ترکيه کې له نزدې دوو اونیو راهيسي مظاهرې رواني دي چې په پایله کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې هم رامنځ ته شوې دي.