1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د ناټو د هيوادو ترمنځ د قفقاز د شخړي پر سر اختلاف موجود دی

۱۳۸۷ شهریور ۴, دوشنبه

نن د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د يوه عادي سفر په ترڅ کښي سويډن، استونيا او ليتوانيا ته سفر شروع کۍ

https://p.dw.com/p/F4eh
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکلانځور: dpa

خو د قفقاز جنګ طبعأدغه سفر تر خپل سيوری لاندي نيولی دی .

د جرمني حکومتي وياند شتېگ ته دا څرگنده ده، چې د ختيزي بحيرې په درو سروهېوادو کي خبره د اورپا د کرهڼيز سياست نه، بلکه د مسکو سره د قفقاز د کشالې په اړه،او دهغه سره د راتلونکو مناسباتوپه اړه ده . د سويډن صدراعظم راينفيلډ ، د چا سره چه انگيلا ميرکل لومړی گوري، تېره دوشنبه يعنی د آگست پر 18 مه د مسکو سره هر ډول نظامي اړيکي وشکولې.

د آلمان لومړۍ وزيره انگيلا ميرکل نن سويډن ته ولاړه، او سبا سه شنبه د آگست پر ٢٦ ورځ استونيا او ليتوانيا ته ځي. د دغو دواړو هېوادونو ولسمشران د خپلو پولنډي او ليتنډی جمهوررييسانو سره يو ځای، پر گرجستان باندې د روسي ځواکونوتر حملې لږ څه وروسته، تفليس ته ورغلل او د هغه ځای د جمهوررييس ساکاشويلي سره يې عملا خپل ملاتړ ښکاره کۍ .خو د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل لکه د اورپايي ټولني د نورو مهمو غړو غوندي، ونه غوښتل چې سمدلاسه پر کوم اړخ باندي ملامتي ورواچوي، مگر د روسيې جنگي توازن يې بې انډوله وباله.

د ګرجستان په خاوره کي روسي ځواکونه
د ګرجستان په خاوره کي روسي ځواکونهانځور: AP

دلته هم لکه د عراق د جگړې په شان په اورپايانو کې د نظر توپير موجود ؤ. مگر د آلمان حکومتي وياند د ميرکل د سفر د پيل دمخه دا نظر ردکۍ ،او ويې ويل:«د اختلاف کمه خبره وجود نلري . موږ باور لرو، چې ممکن په راتلونکو ورځو او اونيو کي به اورپايي ټولنه يو شريک دريز ولري .»

هم هغه ډول لکه څنگه چه د اورپايي ټولني د خارجه چارو وزيرانو دوې اونۍ مخکې د يوه شريک دريز نيولو په منظور غونډه سره کړې وه.

خو سره له دې به د نظر اختلاف موجود وي.د بالتيک د هېوادونو څخه، کوم چې پخوا پخپله د روسي فدراسيون غړي وه، او په 2004 کال کې ناټو ته راومنل سول، دا غوښتنې راځي، چې بايد گرجستان هم ژرترژره په ناټو ورگډ سي. ولوکه د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل ، يوه اونۍ مخکي دتفليس څخه په خپله کتنه سره هم دا هوډ څرګندکۍ،مگر د دې وياند بيا په ډاگه کړه:«دا ډول پرېکړه او تصميم لا د نن او سبا د پاره نسته.»

که د يوې خوا د باليتک هېوادونه ناټو ته د ګرجستان په ورشامليدو سره، د دې ټلوالې د ټولو غړو موافقې ته اړتيا لري،د بلې خوا آلمان د روسيې سره د خبرو اترو د بيا پيل کولو په منظور د سويډن او بالتيک هوکې ته هم ضرورت لري .

شتيگ بيا وايي چه:« دا پرېکړه به يواځې په يوه پايتخت کې نه کيږي، بلکه په اورپايي ټولنه او ناټو کي،او ټول غړي هېوادونه به يو ځای سره کښيني او بيا به پرېکړه کوي، چې آيا د راشريکونې شرطونه پرځای سوي دي او که نه، او د هغو پر اساس به بيا نوري پرېکړي کيږي ،او تصميمونه به نيول کيږي .»

او د ستوکهالم، تالين او ويلنوس څخه د جرمني دصدراعظمي انګيلا ميرکل ليدنه به، د روسيې په مقابل کي د يوه ګډ دريز دغوره کولو په لاره کې يو دغه ډول گام وي .