1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د نثر او شعر تر منځ سرحد سته؟

۱۳۸۹ بهمن ۴, دوشنبه

د خيال جونگړي ددې اونۍ په خپرونه کي دې پوښتني ته استاد اسدالله غضنفر جواب وايي.

https://p.dw.com/p/Qun6
استاد اسدالله غضنفر وايي چي،پخوا او نن هم د نظم او نثر ترمنځ پولي ګډي وډي وي او دي. پخوا داسي نثرونه و، چي د جملو پاي به يي پر قافيو ختميده. موږ دا ډول نثر ته مسجع نثرونه او اهنګين نثرونه وايو.

اوس داسي شعرونه شته، چي قافيه او وزن په کي نه وي، کټ مټ د نثر په ډول وي. ځکه نو د نظم او نثر ترمنځ څه ځانګړي پوله نشته؛ خو بيا هم زياتره شعرونه، په تيره ديواني شاعري، وزن او قافيه دواړه لري.

خو نثرونه له دي قيد څخه آزاد دي. د شعر اصلي شکل کي د جملو څپي سره برابري وي، خو نثري جملي د څپو د شمير له بنديز څخه آزادي دي. په دي خاطر ده چي د شعر جملو ته مسرۍ وايي او د نثر واحد ته جمله وايي.

دوهم لوي توپير يي: نثرونه د عملي استفادي لپاره وي، يعني يو مقصد په مخکي لري. عملي ګټه اخستنه په کي مطرح وي. د ساري په توګه يو څوک تاريخ د تير په اړه د معلوماتو پيداکولو په مقصد لولي؛ خو شعر د ښايست لوښي دي. موږ ګل ته د دي لپاره ودريږو، چي ښکلي دي، ښايست لري؛ چي دا شاعرانه کار دي.

خو بل تن له ګلاب څخه عرق ګلاب شربت جوړوي او هغه څښي. نو عرق ګلاب چي تري جوړوي، هغه د نثر ليکونکي کار وکړ او ګل چي د ښکلا او ښايست لپاره کري، کار يي شاعرانه دي.

دريم توپير: په شعر کي هم مانا او هم اهنګ مهم دي. په شعر کي تجنيس وي، وزن په کي وي، اهنګ وي په کي......لنډه دا چي په شعر کي آواز او شکل دواړه مهم دي؛ خو په نثر کي موږ يوازي د کلمو مانا ته ارزښت ورکو. د شعر له کلمو دا انتظار لرو، چي کلمي يي څو څو ماناوي ورکړي. که په شعر کي يو ګل يادو؛ نو مطلب مو هم همدا ګل وي، چي وينو يي، هم مو معشوق ته اشاره کړي وي؛ خو په نثر کي کلمي هماغه يوه مانا ورکوي.

څلورم توپير: په شعر کي د مسرو ترمنځ ډير شديد پيوستون ته اړتيا نشته. شعر د خيال بچوړي دي. خيال لکه خوب داسي؛ په يوه شيبه کي په کابل کي يو، بله شيبه کي پاريس کي، بله شييه د غره پر سر او بيا هماغه شيبه د سمندر پر څپو سړي وي.

دا د خيال ځانګړني دي؛ خو نثر داسي نه وي. له نثر څخه انتظار دا دي چي جملي يي پياوړي پيوستون سره ولري.

د دي خبري په ځواب کي چي د نثر لپاره يادي شوي ځانګړني ښايي په شعر کي هم وليدل شي .او دا شان د شعر ځانګړني په نثر کي ومومو؛ نو دا لکه چي د نثر او شعر ترمنځ کومي څرګندي پولي نشته؟

استاد غضنفر وويل:

ځني وګړي وايي چي د نثر او شعر په نامه جلا فورمونه او ژانرونه نشته! ښکاره ده چي د نثر او شعر ډيري ښکاره پولي نشته. د ساري په توګه د ارواښاد ګل پاچا الفت «غوره نثرونه» يوه له هغو نثري بيلګو څخه ده، چي که څه هم قافيه او وزن په کي نه ليدل کيږي؛ خو د شعر زياتره ځانګړني لري.

خو الفت صيب يي بيا د غوره نثرونو په نامه يادوي. داسي نظمونه هم شته چي ورته وايي نظم او شعر؛ خو خبري يي د نثر وي. پخوا يو شمير تعليمي، تاريخي او مذهبي کتابونه و، چي په نظم ليکل شوي و. په لنډه توګه وايم چي د دو دواړو د جلا کولو کومه غوڅه پوله نشته. خو له دي سره سره ځني ځانګړني په شعر کي ډيري ليدل کيږي او ځني ځانګړي دي، چي په نثر کي ډير شتون پيدا کولاي شي.

هوسۍ وفا/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل