1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د ورکي سوي الوتکي ټوټې پيدا سوي دي؟

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د استراليا د لومړي وزير د معلوماتو له مخي د دغه هيواد سټلايټونو دوه داسي «شيان» کشف کړي دي چي کېدای سي د ماليزيا د ورکي سوي الوتکي پاته سوي وي. اوس دغي سيمي ته يوه اکتشافي الوتکه لېږل سوې ده.

https://p.dw.com/p/1BT64
انځور: Reuters/Australian Maritime Safety Authority

داسي ښکاري چي استراليا دي د ماليزيا د ورکي سوي مسافروړونکي الوتکي ټوټې پيدا کړي وي. د دغه هيواد لومړي وزير توني ابوت، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۰) پارلمان ته د سټيلايټ له خوا اخيستل سوو «معتبرو» انځورونو په اړه خبر ور کړ. د هغه په خبره دغه ټوټې چي په اوبو کي موندل سوي دي کېدای سي چي د ماليزيا د ورکي سوي الوتکي وي. هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

د ماليزيا يوه مسافر وړونکې الوتکه چي ۲۳۹ مسافر پکښې سپاره ول د مارچ مياشتي پر ۸ نېټه د دغه هيواد له کوالالمپور څخه د پيکينگ پر لور والوتل او له هغې ورځي راهيسي تری تم ده. په دغه الوتکي پسي د لټون په نړيوال ماموريت کي استراليا د هند اقيانوس د جنوبي برخي د لټون مسئوليت پرغاړه اخيستی دی.

د استراليا لومړي وزير ويلي دي چي د ماليزيا لومړي وزير نجيب رازق ته يې په دې اړه معلومات ورکړي دي. خو هغه خبر داری ورکړ چي د سټلايټ په مرسته کشف سوي دوې ټوټې تر اوسه پوري پېژندل سوي نه دي. د هغه په خبره د دوغو دوو ټوټو پيدا کول هم کېدای سي ډېر «ستونزمن» وي.

ماليزيا له FBI هم مرسته غوښتې

د ماليزيا حکومت د امريکا متحده ايالاتو له فدرالي پوليسو څخه د ورکي سوي الوتکي په پلټونو کي مرسته غوښتې وه. د امريکا له فدرالي پوليسو څخه غوښتل سوي ول چي د الوتکي تمثلي الوتنه دي چي د ورکي سوي الوتکي د کپيتان احمد شاه په کور کي موندل سوې وه وڅېړي.

ويل کيږي چي نه يوازي د الوتکي د کپيتان، بلکي د هغه د مرستيال عبدالحميد په کور کي هم د الوتکي تمثلي الوتنه موندل سوې ده. ويل کيږي چي د الوتکي ارتباطي سيستم قصدي گل سوی وو او د پرواز مسير ته تغير ورکړل سوی دی چي دغه کار پيلوټان تر پوښتني لاندي راولي.

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما له يوه تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي په ورکه سوي الوتکي پسي لټون «تر ټولو لومړيتوب لري.» هغه زياته کړې ده چي د ماليزيا له حکومت سره نژدې همکارۍ دوام لري.