1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د ډاکټر عبدالله شرطونه قانوني بڼه لري؟

۱۳۸۸ آبان ۶, چهارشنبه

غمخور: نه په اساسي او نه هم د انتخاباتو په قانون کي دغه ټکی په ګوته سوی دی چي يو کانديد دي د کابينې د څو وزيرانو دندي د تعليقيت خواته بوزي، هغه دا حق نه لري...

https://p.dw.com/p/KHmJ
ښاغلی حبيب الله غمخور
ښاغلی حبيب الله غمخورانځور: Habibullah Ghamkhor

دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د ښاغلي کرزي او ښاغلي عبدالله د وروستيو خبري غونډو په اړه مو د افغانستان د سياسي چارو د کارپوه ښاغلي حبيب الله غمخور نظرپوښتلی.

غمخور: خبري اوس د تړلو دروازو تر شا رواني دي تاسو يې اوری کله وايي، چي دغه دوهم ځل ټاکني به وسي کله ويل کيږي چي وبه نه سي، کله ويل کيږي چي ډاکټر عبدالله بای کاټ وکړي، کله ويل کيږي چي يو ايتلافي حکومت به جوړ سي. دا هغه خبري دي چي له يوې خوايي افغانان فکر جن کړي دي د بلي خوا څخه نړيوال هم په تشويش کي اچولي دي. دغه اوسنۍ پروسه چي روانه ده د بهرنيانو او ډاکټر عبدالله او کرزي تر مابينځ زه فکر کوم چي دی هلته داسي شان ويني چي دی غير قانوني شرطونه ووايي. د افغانستان د اساسي او انتخاباتو د قانون له مخي مجهورريس په دغه اوس حالت کي قانوني د غه صلاحيت نه لري.

بله خبره داده چي يو کانديد دا حق نه لري او نه هم په اساسي قانون او نه هم د انتخاباتو په قانون کي دغه ټکی په کوته سوی دی، چي که دواړه سيالان که چيري دوهم ځل رايو ته نو يوه له هغو څخه ريس جمهور وي بل يې نه وي نو پر ريس جمهور دي فشار راوړي چي د خپلي کابينې يو يا څو اشخاصو دندي د تعليقيت خواته بوزي. دغه تعليق د ريس جمهور په اوسنيو شرايطو کي حقوقي صلاحيت نه دی. دا کيدای سي چي شورا پر دې باندي انتقاد وکړي او تر بحث لاندي يې ونيسي د تعليقيت اړخ يې ډير د شورا صلاحيت دی. د ډاکټر عبدالله دغه وړاندي قانوي نه دی او دا هغه يوازي يوه عامه اصطلا ده وايي په يوه موزه کي دوې پښې اچول دي.

دويچه ويلي: لکه تاسو چي اشاره ورته وکړه هغه خبري چي د پردې تر شا رواني وې چي انتخابات به ونه سي يو ايتلافي حکومت به جوړ سي داچي اوس کرزي د ايتلافي حکومت جوړول په کلکه رد کړ اوس ډاکټر عبدالله دا لاره غوره کړه چي انتقادونه وکړي او نور شرطونه کښېږدي؟

غمخور: دا دقيقه خبره ده زه په دې باور لرم چي ښاغلی عبدالله سر ګريوانه ته کښته کړي چي په افغانستان غوندي هيواد کي دده لپاره د ولسمشرۍ موقيف ډير لوړ دی تراوسه لادی دغه د پخېدو مرحلې ته نه دی رسيدلی. دی د افغانستان د خلکو لپاره د قبول وړ نه دی. زمادا خبره دا مانا نه لری چي ګويا ښاغلی کرزی وړ دی. ولي دواړه مشکيلات لري هغه هم و نسوای کولای پخپله تيره دوره کي د افغانستان د خلکو زړونه په لاس راوړي. ولی دی يعني ډاکټر عبدالله داسي يوه سابقه لري، چي هغه د افغانستان خلک نه مني. بله خبره داده چي زه فکر کوم ددوی تر مابينځ دا اختلاف دومر ژور سوی دی، چي عبدالله بايد په دې پوه وي چي د کرزي سره په دغه حاکميت کي نسي تللای. که څه هم کرزی نرم سړی دی، کله کله سړی داسي فکر کوي، چي دا به و مني، ولي کرزی هم بايد پدې پوه وي، چی ددغسي سياليو د پايلو ټکی که يو ايتلافي حکومت وي هغه به يو ناکام او يو بدنام حکومت وي، هغه بري ته نسي رسيدلای. نو ښه خبره داده،دغه دوهمه دوره ټاکني، چي کيږي نورمال سر ته ورسيږي، هر چا چي وګټل هغه به ريس جمهورسي. او زه پدې باور لرم چي کرزی يې ګټي. ځکه چي نه داچي دی ريس جمهوردی، بلکي داده سيال داسي دی، چي خلک بل بديل نه لري، نو ددغسي الترناتيو په ومقابل کي هغه بريالی دي او ډاکټر صاحب عبدالله دي انتظار و باسي پر ځان دي کار وکړي عملاً دي د افغانستان خلکو ته سابته کړي په راتلونکي کي دي دغه مقام تر لاسه کړي، که دی د خلکو د نظر وړ وګرځېدی.

دويچه ويلي: دغه اوسنی حالت ددې دی چي دواړه کانديدان دي يو پر بل نيوکي وکړي پداسي حال کي چي په افغانستان کي يوه سياسي خلع رامنځته سوې ده؟

غمخور: نه په هيڅ صورت نه د کرزي دا خبري هم احساساتي دي چي وايي زما پر ضد هم یو څوک و درېدی. په اساسي قانون او د ټاکنو په قانون کي دغه حق خلکو ته ورکړل سوی و. البته له پورته تر کښته موږ بايد په دې پوه يو، چي موږ ډيموکراسي اوس زده کو اوس اوس د ډيموکراسۍ په درشل کي د لومړنيو ګامونو د اخيستلو لپاره بايد کار وکړو. دغه اکټونه چي موږ کو، چي زموږ ډيموکراسي زده ده يا زموږ د ډيموکراسۍ څخه استفاده زده ده دا اصلاً غلطه ده. دا ضرور خبره نه ده، چي دی د عبدالله ددغه منطق په مقابل کي، چي ددرو وزيرانو او د کمېسيون د مشر وظايف دي په تعليقيت کي ولوېږي، نو دی وايي، چي ته داسي وايي ما هغه واليان او هغه نور جګپوړي چارواکي چي ول زماپر ضد يې عمل کاوه ما هغه ايسته نه کړل. يو کانديدهم دا حق نه لري. اساسي خبرده داده، چي دغه وزارتونه د کانديدانو شخصي کورونه او شخصي موټرونه نه دي، چي هره ورځ دوی ورته ډريور نيسي.

دا برحال ريس جمهور کانديد کړي دي پارلمان ته تللي دي د پارلمان څخه يې د اعتماد رايه اخيستې ده. نو دا که د کوم کانديد نه خوښېږي دا د هغه خپل مشکيل دی. که چيري دی پر دغو وزيرانو باندي موجه انتقادونه لري، هغه ده څارندوالي موجوده ده هغه ده محکمه موجوده ده مهرباني هغوی به په دې هکله پرېکړه کوي او دا د هغوی صلاحيت دی کانديد صلاحيت نه لري. دغه حالت چي دوی راوستلی دی دا د افغانستان په ګټه نه دی دا په افغانستان کي د سولي او ډيموکراسۍ په ګټه نه دی. که دغسي تلاښونه کيږې ددې څخه به بد انکاسات را پيدا سي. هغه به د افغانستان د ټوټه کېدو د قومونو د يو بل په مقابل کي د درېدو لامل و کرځېږي. عملاً يې موږ ګورو چي په افغانستان کي يو تعداد خلک د خپلو ګټو په خاطر دغو مسايلو ته لمن وهي. ولي د افغانستان خلک بايد هوښيار وي او خپلو ملي ګټو ته تر هر چا زيات درناوی وکړي.

مرکه کونکی. زيارمل