1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د کندهار پېښه به پر ستراتيژيک تړون ناوړه اغېزه وکړي؟

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه

په کابل کي يوه لوړپوړي دولتي چارواکي نن ويلي دي چي د کندهار پيښه به د افغانستان او امريکا تر منځ ستراتيژيک سند ته چي امريکا ئې د لاسلیکولو تلاښ کوي تاوان ورسوي.

https://p.dw.com/p/14JC3
انځور: dapd

د کندهار پيښه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي کابل او واشنگټن د ستراتيژيک سند د لاسليکولو په يوه مهم پړاو کي ول.

دغه افغان چارواکي چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې له رسنيو سره خبري کړي ويلي دي:«دغه پيښه کولای سي چي د ستراتيژيک سند لاسلیکول نور هم وځنډوي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي تيره ورځ په کابل کي د ښځو د ورځي په لمانځغونډه کي وويل چي له امریکا سره به د ستراتيژيک سند لاسلیکول يو کال نور هم دوام وکړي.

شاوخوا درې اونۍ مخکي د يوه امريکايي عسکر له خوا د قرآن شريف د سوځولو پيښي په افغانستان کي سخته ناکراره پيښه کړه چي د څوتنو انسانانو په وژلو سره اوس لږ ارامه سوې وه چي دا دئ د يو بل امریکايي له خوا ۱۶ تنه ملکي افغانان چي ډيری ئې ښځي او ماشومان دي په خپلو کورونو کښي ووژل سول.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات له سيمي څخه را رسېدلي انځورنه ښيي چي وژل سوې ماشومان دي چي کاليو ته هم اور ورته سوی دئ.

په کابل کي د امريکا سفارت په خپله ويبپاڼه کي ليکلي دي چي په راتلونکو ورځو کي بايد ټول امریکايي وگړي په افغانستان کي ځانونه وساتي تر څو د امريکايي ضد احساساتو له احتمالي بريدونو څخه وژغورل سي.

د امریکا سفارت په ويبپاڼه کي راغلي دي چي دغه احساسات کيدای سي چي د افغانستان په لوېديځو او ختيځو ولايتونو کي را و پارول سي.

له يو شمېر کارپوهانو سره اوس دا پوښتني را ولاړي سوي دي چي ولي هروخت چي د کابل او واشنگټن تر منځ د ستراتيژيک سند د لاسلیکولو موضوع توديږي په افغانستان کي داسي پيښه را منځ ته کيږي چي دغه موضوع تر خپل سيوري لاندي راولي؟ دې پوښتني ته تر اوسه پوري چا جواب نه دئ ويلي.

د کندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي احسان نورزي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل چي په پام کي وه د پيښي په کلي کښي په دغه ورځ ځايي خلک له امريکايانو سره يوې داسي موافقې ته ورسيږي چي نور به د خپل کلي دفاع په خپله کوي چي دا پيښه را منځ ته سوه او اوس هغه موافقه له منځه ولاړه.

په دې اړه هم اوس پوښتني را پورته سوي دي چي آيا دغه قاتل امريکايي عسکر يوازي و که نور ملگر هم ورسره ول؟ ويل کيږي چي له هغه سره څو تنه نور هم له قرارگاه څخه دباندي وتلي ول.

خو په کابل کي د امريکا سفارت، ايساف ځواکونه او واشنگټن ويلي دي چي سهار وختي يوازي يو عسکر قرارگاه ته راغلي او خپله وسله ئې تسليم کړه.

دغه امريکايي جگړن چي خپله هم مېرمن او درې ماشومان لري درې واري ئې په عراق کي دنده تر سره کړې وه او دا ئې لومړی ځل وو چي افغانستان ته لېږل سوی وو.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سید رياض