1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د OAS سازمان ته به د کيوبا بيرته ورشاملیدل،هغه ټوټه ټوټه کړي

۱۳۸۸ خرداد ۱۳, چهارشنبه

د امريکايي هيوادو د سازمان OAS د پنځه ديرشم غړي ،کيوبا پر سر چه 47 کاله مخکښي ځني ايستل سوې وه ،اوس په دغه سازمان کښي ژور اختلافات پيدا سوي دي ...

https://p.dw.com/p/I2pv
په هندوراس کښی د امريکايي هيوادو د سازمان OAS سرمشريزه
په هندوراس کښی د امريکايي هيوادو د سازمان OAS سرمشريزهانځور: AP

د امريکا متحده ايالات د کيوبا د بيرته ورشامليدو سره مخالفت کوي ،اووايي چه بايد هلته يو دموکراتيک رژيم رامنځته او د بشر حقوق مراعت سي . خو د کارابين او لاتيني امريکا هيوادونه بيا سازمان ته د کيوبا دژرتر ژره ورشامليدو غوښتنه کوي، او خصوصأ د لاتيني امريکاد اقتصادي اتحاديې غړي لکه وينزويلا او نيکاراګوا چه د کيوبا سره يې يو ځای دغه اتحاديه جوړه کړې ده ، دهغه د ورشامليدو غوښتنونکي دي .

د نيکاراګوا خارجه وزير ډينس مونکادا دOAS د عمومي غونډي څخه دغه ډول ښکاره غوښتنه لري ، «د نيکاراګوا د حکومت په نظر دا يوه تاريخي بيعدالتي ده چه د کيوبا او د هغه په مقابل کي تر سره سوې ده ،او هغه بايد د هندواس په اوسنۍ سرمشريزه کښي اصلاح او جبران يې وسي . موږ بايد دا ووايو چه د سازمان څخه د کيوبا خارجول د OAS دمنشور او بين امللي حقوقو څخه سرغړونه ده .دا يو غير عادلانه او تبعيضي عمل دی چه په هيڅ صورت سره د منلو وړ ندی . »

دامريکا متحده ايالات بيا برعکس ددغه سازمان ددموکراسۍ پرمنشور باندي اتکأ کوي ،چه په 2001 کال کښي تصويب سو . په دغه منشور کښي راغلي دي چه هر غړی مکلف دی ،دموکراسۍ ته وده او د هغه څخه دفاع وکي . د امريکا خارجه وزيري وويل چه اوس بايد کيوبا په دغه برخه کښي ځان وښوروي . خو کلينتن بايد دا قبوله کي،چه کيدای سي ددوه پر درې اکثريت سره مخامخ سي ،او يوازي يو څو هيوادونه ددې پر خوا ودريږي .

د اپريل په سر کي د امريکايي هيوادو د سازمان OAS ورته غونډي هم د امريکا حکومت د کيوباسره د روابطو د ښه کيدو زيګنال ورکړي ؤ.

هغه وخت د مهاجروکيوبايانو دپاره د تګ راتګ او بيله قيد اوشرط څخه د پيسو د ليږلو اجازه ورکول سول،او اوس د مهاجرينو د موضوع او آزادو خطونو د جريان پر سر د خبرو پيشنهادونه سوي دي .

د امريکايي هيوادو سازمان OAS ته د کيوبا بيرته ورشامليدل کيدای سي د امريکا پر جمهوررييس بارک اوباما باندي په داخل کښي فشار ډير کي،او د د امريکايي هيوادو دسازمان کار ته هم تاوان ورسوي . د امريکا په کانګرس او مهاجروکيوبايانو لکه سلويا اِريودا کښي د هغه پر ضد مخالفت ډيريږي .

د امريکايي هيوادو د سازمان OAS د بودجې 60فيصده د امريکا لخوا پوره کيږي ، اوبيله د هغه د پيسو څخه به دغه سازمان سم کار ونسي کولای . خو د ځينو تندلارو مشرانو لکه هوګو چاويز په عقيده دغه سازمان بيله هغه هم د امريکا د امپرياليزم او جهاني سرمايې په ګټه دی . دی وايي چه د لاتيني امريکا هيوادونه بيله امريکا څخه هم ښه کار کولای سي .

په هندوراس کي د امريکايي هيوادو د سازمان OAS په غونډه کښي به د کيوبا دشامليدو پر سر کشمکشونه رامنځته سي ،خو په حقيقت کي به ددغه سازمان د اِدامې او د هغه د کارونو په باب خبري وسي .

کاستريتيوس/

کتونکی : محمد قاسم نوري