1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا سويډن په زرونو افغان مهاجر بيرته باسي؟

۱۳۹۴ بهمن ۸, پنجشنبه

د سويډن چارواکو پتېيلې ده چي له دغه هیواد څخه تر ۸۰۰۰۰ پوري مهاجر ووځي. دوی هيله مندي ښوولې ده چي مهاجر به په خپله خوښه ووځي، که نه په زوره به وايستل سي.

https://p.dw.com/p/1Hl1e
انځور: Getty Images/AFP/J. Nilsson

د سويډن «Dagens industri» ورځپاڼي د چهارشنبې په ماښام د دغه هیواد د کورنيو چارو وزير اندرس ايگيمن، په حواله ليکلي دي چي سويډن په پلان کي لري په لسونو زره مهاجر بيرته وباسي.

يگيمن ويلي دي: «زه فکر کوم اوس خبره د ۶۰۰۰۰ مهاجرو ده، خو دا کيدای سي چي تر ۸۰۰۰۰ پوري ورسيږي.» د سويډين حکومت په دې اړه پوليسو او د مهاجرو ادارو ته لارښوونه کړې ده چي د مهاجرو اخراج ته تياري ونيسي.

تير ميلادي کال په سويډين کي ۱۶۰ زرو انسانانو د پناه غوښتنه کړې. خو د دغه هيواد حکومت اټکل کوي چي له دې جملې څخه به د ۴۵ سلنه مهاجرو د پناه غوښتنليکونه رد کړي.

داگينس ورځپاڼي د سويډن د کورنيو چارو د وزير ايگيمن په حواله لیکلي دي چي دوی هيله من دي مهاجر په خپله خوښه بيرته له دغه هيواد څخه ووځي «خو که دا کار نتيجه ورنه کړه، بايد له زوره کار واخيستل سي.»

د سرحدونو کنترول د مهاجرو شمېر لږ کړی

د سويډن د حکومتي چارواکو په حواله په دې اعلان سره کيدای سي ډېر مهاجر ځانونه پټ کړي. خو په دې برخه کي پوليس له سرحدي پوليسو سره په گډه کار کوي چي په سرحدونو کي د بهرنيانو کنترول زیات کړي.

يادي ورځپاڼي د حکومتي چارواکو په حواله ليکلي دي چي په دغو مهاجرو کي چي له سويډن څخه بيرته ايستل کيږي پر نورو سربيره د افغانانو او مراکيشانو د اخراجولو خبره سوې.

په سرحدونو کي کنترول
په سرحدونو کي کنترولانځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

سويډن د تير مېلادي کال په نوامبر مياشت کي بيا د خپلو سرحدونو کنترول پيل کړ. اوس دغه هیواد ته ټولي ورتلونکي لاري کنتروليږي. د چارواکو په خبره د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر مياشت کي په اونۍ کي تر ۱۰۰۰۰ پوري مهاجر وررسېدل، خو له هغه وخته چي ئې په سرحدونو کي کنترول پيل کړی دغه شمېره په اونۍ کي ۷۰۰ کسانو ته راکښته سوې ده.