1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا سړه جګړه بیرته د راستنیدو په حال کې ده؟

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ خرداد ۳۱, یکشنبه

ولاديمير پوتين د اتومي وسلو په زیرمو کي زیاتوالی راوستل غواړي او ناټو د څو کالو وروسته د لومړي ځل له پاره د اتومي ستراتيژۍ پر موضوع بحث کوي. د اړخونو تر منځ بې باوري ډیره سوې ده.

https://p.dw.com/p/1FkR0
انځور: Getty Images/S. Gallup

د کريملن وياند په دوامداره توګه دغه خبره تکرار کړې ده چي مسکو د اتومي وسلو د زياتولو په سيالۍ کي هيڅ لېوالتيا نه لري. د دغه وياند په وينا پر نورو دلایلو سربیره یوازې د اقتصادي پلوه هم مسکو په دې کي لېوالتيا نه لري. خو ولاديمير پوتين د اوکراين پر سر لانجې ته په کتو سره ويلي دي چي روسيه به حد اقل څلوېښت نور قاره ویشتونکي توغندي په لاس راوړي.

د رسنيو د راپورونو له مخي ناټو به په راتلونکې اوونۍ کي نه يوازي د دغه تړون د ختيځو غړو هيوادونو دننه د درنو وسلو په ځای پر ځای کولو غور وکړي، بلکې د روسيې په وړاندي به د اتومي ستراتيژۍ پر موضوع هم سلا مشورې وکړي.

آلمانۍ «وېلټ ام زونتاګ» په نامه مجلې په خپل يوه راپور کي ليکلي دي چي د ناټو د غړو هيوادونو د دفاعي چارو وزيران به په خپله راتلونکې غونډه کي پر هغه محرم سند خبري وکړي چي په هکله يې يادې مجلې معلومات تر لاسه کړي دي. د راپور له مخي په دغه سند کي راغلي دي: «موږ د روسيې د اتومي ستراتيژۍ په تړاو ډېر اندېښمن يو. د روسيې په نوې ستراتيژۍ کي اتومي وسلې د ارجلې جګړې په ترڅ کي مهم رول لوبوي.» يادي آلمانۍ ورځپاڼي ته د دغه محرم سند په تړاو معلومات د ناټو د يوه لوړپوړي دیپلومات له خوا ورکړل سوي دي.

د راپور له مخي ناټو غواړي چي په جدي توګه دا ارزيابي کړي چي پوتين په اوسني حالت کي د خپلو اتومي وسلو څخه څنګه ګټه پورته کولای سي او دا چي ناټو يې بايد پر وړاندي څنګه غبرګون وښيي. په راتلونکې اوونۍ کې د ناټو د غړو هيوادونو د دفاعي چارو د وزیرانو خبري اتري به د دغه ارزونې پېل وي. زياته سوې ده چي دا لا نه ده څرګنده چي ناټو به په دقيقه توګه په غبرګون کي خپلي ستراتيژۍ ته څرنګه بدلون ورکړي خو د اتومي وسلو تر څنګ د عامو وسلو د وړتيا لوړل به هم د بحث برخه وي.

په لوېديځ کي د اتومي وسلو سيالي ؟

د «شپيګل آنلاين» په نوم يوې بلي آلمانۍ مجلې بيا په خپل راپور کي ليکلي دي چي امريکا متحده ايالاتو پر دې غور کړی دی چي د روسيې له خوا د اتومي وسلو په تړاو د تړون څخه سرغړاوی سوی او بايد چي په غبرګون کي یې په اروپا کي کروز نومې توغندي نصب کړل سي. خو اروپايي هيوادونو پر دغه موضوع خپل زيات شک او ترديد څرګند کړی دی. د راپور له مخي د فبرورۍ په مياشت کي د ناټو د دفاعي چارو د وزيرانو په غونډه کي آلمان او فرانسې په اروپا کي د د دغسو توغندیو د نصبولو سره مخالفت ښودلی وو.

په عين حال کي په آلمان کي د آلماني پوځ د پياوړتيا په هکله بيا شکونه څرگند سوي دي. د آلمان د پوځ د يوه لوړپوړي جنرال برونو کاسدورف په وينا آلمانی پوځ په راتلونکو لسو کلونو کي زښتو زياتو عصري وسلو او تجهيزاتو ته اړتيا لري. نوموړي د يوې آلمانۍ راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي د آلمان پوځ اوس یوازې د اړينو تجهيزاتو څخه د ۷۰ او ۸۰ سلنې تر منځ برخه په خپل اختيار کي لري. نوموړي ويلي دي چي دغه تشه په لږ وخت کي نه سي ډکېدلای. د دغه آلماني جنرال په وينا په دې ترڅ کي هم د پيسو کمی دی او هم د صنعتي وسايلو او امکاناتو. نوموړي زیاته کړې ده چي د دفاعي چارو د بودجې زياتول له همدې کبله يو ښه اقدام دی.

د کوزوو د ماموريت پای؟

آلماني ستر قومندان برونو کاسدورف وړانديز کړی دی چي د آلمان پوځ دي په کوزوو کي خپل پوځي ماموريت د ناټو يو بل غړي هيواد ته وسپاري. د هغه په وينا اوس هم په کوزوو کي ځیني لانجمني سيمي سته چي د ناټو حضور ته اړتيا لري. د هغه په وينا خو څوک بايد پر دې غور وکړي چي د کار تنظيم او د وظايفو تقسيم څرنګه په لا بهتره توګه عيارولای سي.