1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا عراق د تجزيې له گواښ سره مخامخ دی؟

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۵, پنجشنبه

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي د واک وېش رد کړی دی. په دې سره نه یوازي هغه د عراق د کړکېچ د سیاسي حل لاري مخه نیولې، بلکي ښایي دغه کړکېچ لاپسې ترینگلی شي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله اندېښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/1CQIV
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، د عراق د تجزیه کیدو په هکله خبرداری ورکړی دی. د آلمان په پارلمان یا بوندستاگ کې شټاین مایر د چهارشنبې په ورځ د کورنۍ بودجې پر سر د بحث پر مهال په عراق کې د یوه داسې نوي حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه چې پکښې «د ټولو مذهبونو او سیمو استازي» گډون ولري. د شټاین مایر په وینا په دغه صورت کې د عراق د کړکېچ یو سیاسي حل راوتلای شي.

په عراق کې د داعش یا د عراق او شام اسلامي دولت په نوم وسله والي ډلي له پرمختگ سره سره، د عراق اوسني لومړي وزیر نوري المالکي د ملي یووالی د حکومت جوړیدل رد کړي دي.

کیري دوکه خوړلې

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په تیرو ورځو کې په عراق کې د یوه ملي حکومت د رامنځ ته کیدو له پاره خپلې هڅې وکړې. په لومړي سر کې هغه په ناڅاپي سفر بغداد ته ورسید او تر هغه وروسته یې بیا د عراق په شمال کې د کردانو خپلواکمني سيمي ته سفر وکړ، څو د دغه هیواد له مخکښو سیاستوالو سره خبري وکړي.

خو جان کیري د خپل سفر تر شا یو واضح پیغام پریښود: هغه دا چې څومره ژر چې امکان ولري عراق د یوه ملي یووالي حکومت ته اړتیا لري. د هغه په وینا له دې لاري کیدای شي چې د عراق د تجزیه کیدو او د داعش وسله والي ډلي مخه ونیول شي.

نوري المالکي او جان کیړی
نوري المالکي او جان کیړیانځور: Brendan Smialowski/AFP/Getty Images

د سه شنبې په ورځ کیري اعلان وکړ چې د عراق مخکښ سیاستوال د یوه ملي حکومت جوړیدو ته چمتو دی. چې په وینا یې په دغه حکومت کې باید شیعه گان، سنیان او کردان مساوي استازیتوب ولري. تر دې یوه ورځ وروسته د عراق لومړي وزير نوري المالکي په يوه خبري غونډه کي راڅرگند شو او سو تفاهم یې روښانه کړ. هغه وویل: «د ملي ژغورني حکومت» دی [المالکي] داسې ردوي لکه خپله استعفا. د هغه په وینا په دې سره به د عراق کړکیچ لاپسې پراخ شي.

پر المالکي باندي تورونه

نوري المالکي له ۲۰۰۶م کال راهیسې په واک کې دی. پر ده باندي تور لگول کیږي چي د ده حکومت چې د شیعه گانو تر نفوذ لاندي دی له سنیانو سره تبعیضي چلند کوي. تر مخه د هغه د راپرځول کیدو هڅې شوي دي، خو ټولې ناکامه شوي دي. د دغه ۶۴ کلن د تورونو ليست اوږد دی.

ویل کیږي چې د ده حکومت له سنیانو سره تبعیضي چلند کوي او هغوی ته لوړ پوستونه نه ورکوي. دا هم ویل کیږي چې المالکي د یوه مطلق العنان په څیر چلند کوي نه د یوه دیموکرات. پر دې سربیره پر ده باندې دا تور هم لگول کیږي چې د عراق سیاست یې فلج کړی. خو المالکي اوس غواړي چې دريم وار هم د عراق لومړی وزیر شي.

آيا عراق د وېشلو په درشل کي دی؟

د داعش وسله والي ډلي تر پرمختگونو پوره دوې اوونۍ وروسته عراق د تقسمیدو په درشل کي دی. د داعش په نوم سني وسله واله ډله له خپلو نورو متحدینو سره د عراق په شمال او لویدیځ کې پراخې سیمې په خپل کنترول کي راوستي دي. د عراق په سویل کې زیاتره شیعه میشته سیمي دې او په عین حال کې په شمال کې له ډیر وخت راهیسي کردي سیمي خپلواکمني سوي دي.

د داعش ډلي له پرمختگونو سره سره، د شیعه گانو یو بانفوذه مشر مقتدا الصدر، په عراق کې د امریکايي پوځي سلاکارانو له حضور سره مخالفت ښوولی دی. هغه د چهارشنبې په ورځ په یوه تلویزوني وینا کې متحده ایالات یو «اشغالگر هیواد» بللی دی.

په عراق کې د امریکا د حضور پر مهال د مقتدا الصدر د مهدي په نوم ملیشه چې شمیر یې شاوخوا ۶۰ زرو ته رسیږي د امریکايي ځواکونو له سر سختو مخالفینو څخه شمیرل کیده.

واشنگټن اوس په دې هڅه کې دی چې د وسله والو پر ضد جگړه کې د عراق د حکومت ملاتړ وکړي. د سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو پوځي سلاکارانو په عراق کې خپل کار پیل کړ.