1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا قومي مشران د ساروان قلعه تړون د ساتلو توان لري؟

۱۳۸۹ دی ۱۵, چهارشنبه

پر دي موضوع د افغانستان د سياسي چارو له کار پوه مياګل وثيق سره ږغېدلي یو.

https://p.dw.com/p/Qnwh
ځايي مشران
ځايي مشرانانځور: DW

دويچه ويله: که چيري دا رشتيا وي چي د طالبانو ځينو قوماندانانو له جګړې څخه لاس اخيستي او د سيمي د مشرانو خبره يي منلې ده، ستاسو په نظر دغه ډول تړون څه ډول خصوصيت لري او د افغانستان د سولي پر پروسي څه اغيزي کوي؟

وثيق: زه فکر کوم چي د هر جنګ پاي بلاخره سوله ده خو پدي شرط چي دغه سوله واقعآ صادقانه وي په دي معني چي دوی واقعا د جنګ نه ستړي وي او د طالبانو سره دوی دي نتيجي ته رسيدلي وي چي د جنګ نه څه نه تر لاسه کيږي.

دويچه ويله: تاسي د افغانستان د يو سياسي کارپوه په توګه په دي تړون کي تر کومي اندازي صداقت ويني چي آيا رښتيا هم صداقت او رښتينولي پکښي سته؟

وثيق: يو څه چي د عدم صداقت د دغه تړون په ارتباط زه وينم په تاسف سره چي اصلآ طالبان يا مخالف اړخ د دولت تر زياته حده استثنا سړی نسي ويلي بعضي افراد يا هغه کټه ګوري چي د هغوی د لاسه څه شی نه کيږي نور ټول د بل په دستور جنګ ته لمن وهي او جنګ ته ادامه ورکوي او بالاخره د هغوی له خوانه دوي تمويليږي تجهيزيږي چي هغه په داخل د افغانستان کي نسته او بهرد افغانستان نه ګاونډي هيواونه د پاکستان نظامي حلقات دغه کارونه کوي.

دويچه ويله: په موافقه کي داسي راغلي چي د ساروان قلعه مخور او قومي مشران به د طالبانو د پوځي فعاليتونو مخه نيسي. آيا د سيمي خلک تر کومي اندازي کولای سي چي د حکومت او نړيوالو ځواکونو له مداخلي پرته د ياغيانو د فعاليتونو مخه ونيسي؟

وثيق : پخوا د قوم د مشرانو او سپين ږيرو خبره او هره فيصله د ټولو د منلو وړ وو خو په دي ديرش کلنه جګړه کي او خاصتاً په دي وروستيو کي اصلاً د مخورو خلکو هغه پخواني صلاحيت هويت او هغه معنوي صلاحيت متاسفانه اوس متضرر سوی. قومي مشر او مخور هغه څوک دي چي سلاح يي په لاس کي دي او زور لري او زه فکر نه کوم چي دغه کسان چي دوي د مخور په نوم راغلي زه فکر نه کوم چي د طالبانو د دغه نظامي عملياتو مخه ونيسي او د دي لپاره خنډ وګرځي که چيري خنډ وګرځي کيدای سي دا د دوی د ژوند په قيمت تمام سي.

دويچه ويله : آيا دغه سيمه ايز تړون چي اوس سوی دی کيدای سي چي هغه د هلمند ولايت او بالاخره د ټول افغانستان لپاره نمونه وګرځي ؟

وثيق: زه فکر کوم چي دا د کار يوه برخه ده او واقعاً څه چي ويل کيږي هغسي وسي نو دا بيا د سبا ورځي لپاره چي په 2014 کال چي بهرني قوتونه وځي او دلته سوله او ثبات ټينګ سوي وي دا يي لاره نه ده زه فکر کوم چي افغان امنيتي قونونه په ډير قوت سره سمبال سي چي دوی وکولای سي د خپل حدودو ،قانون ، اوملت نه دفاع وکړي.

مرکه کونکی: عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل