1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا له جرمني څخه د مهاجرو د اخراج پروسه سمه ده؟

۱۳۹۵ آذر ۲, سه‌شنبه

د برلین-براندنبورگ په نوم د «مهاجرو د اخراج څارونکي سازمان» د برلین له هوايي ډگرونو څخه د مهاجرو اخراج د قانون مطابق بللی دی. دغه سازمان ویلي دي چي ۳۹۵۷ مهاجر په سمه توگه اخراج سوي دي.

https://p.dw.com/p/2T3AW
Leipzig Abschiebungen abgelehnter Asylbewerber Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د برلین-براندنبورگ په نوم د «مهاجرو د اخراج څارونکي سازمان» ويلي دي چي د برلين له «ټیگل» او«شوني فېلډ» هوايي ډگرونو څخه په ۲۰۱۴م کال کي ۱۶۳۹ او ۲۰۱۵م کال کي ۲۳۱۸ مهاجر اخراج  سوي دي.

دغه خبره د نوموړي سازمان په هغه لومړني رپوټ کي سوې ده چي د دوشنبې په ورځ په برلين کي خپور سوی دئ. په دغه سازمان کي د نورو تر څنگ کلیساوي هم حضور لري.

ياد سازمان همدارانگه ویلي دي چي د دوی څارونکي د ۶۱۰ انفرادي کسانو او ۱۸ تنو یوې ډلي سره ملگري وه او هغوی یې د اخراجبدو پر وخت بدرگه کړي دي.

د برلین-براندنبورگ په نوم سازمان (FABB) د مهاجرو د اخراجیدو څارنه کوي او کوښښ کوي چي پر هغوی باندي حقوقي سټانډرد تطبیق او په احترام سره وایستل سي.

خو دغه سازمان شکایت کوي چي د اخراجیدو پر وخت ډیرو کسانو ته پوره چښاک او خوراک نه ورکول کیږي. دا هم په داسي حال کي ده چي له برلین څخه بیا تر اصلي مقصد یعنی د مهاجرو تر اصلي هیوادو پوري پرواز اکثرأ ساعتونه دوام کوي.

د دغه سازمان په غوښتنه د ۲۰۱۴م کال له پیل څخه د برلین له هوايي ډگرونو څخه اخراجیدونکو مهاجرو سره یو بدرگه کوونکی هم ملگری وي. دغه کار د فرانکفورت او دوسلدورف په هوايي ډگرونو کي هم تر سره کیږي.

په دغه سازمان کي د پولیسو تر څنگ چي اخراجیدل عملي کوي، د برلین– براندنبورگ د اخراجیدلو پروسې چاروکي، کلیساوي، د ملگرو ملتو د مهاجرو د عالي سازمان، بخښني نړيوال سازمان او د سياسي پناه غوښتني پلوي سازمان( Pro Asyl) استازي هم برخه لري.

نور مطالب: