1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا مهاجر نه منونکي هیوادونه به جريمه سي؟

دويچه ويله/ برېښنا صابر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

هغه هیوادونه چې نه غواړي د مهاجرو په ویش کې برخه واخلي، باید د هر مهاجر پر سر۲۵۰ زره یورو ورکړي. په دغه ویش کې د یوه هیواد ونډه د هغه په لویوالي او اقتصادي پیاوړتیا پوري اړه لري.

https://p.dw.com/p/1IiYK
انځور: Reuters/A.Konstantinidis

د اروپايي ټولني کمېسیون غواړي د پنا غوښتني په سيستم کې بدلون راولي. دغه بدلون په پام کې لري چې د اروپايي ټولنې پر بهرنیو سرحدونو له پرتو هیوادونو سره چې زیات مهاجر ورته پنا راوړي، زیاته مرسته وشي.

هغه هیوادونه چې د مهاجرو له وېش سره مخالفت لري او نه غواړي مهاجر ومني، هغوی بايد د پیسو مرسته وکړي. دا د هغه وړاندیز برخه ده چې د بروکسل چارواکو په اصطلاح د دبلن مقرراتو د اصلاح له پاره کړی دی.

د دبلن سيستم بنیادي اصول باید پر خپل ځای پاته شي. دغه سيستم په پام کې لري چې مهاجر باید د پنا غوښتنه د اروپايي ټولنې په هغه غړي هیواد کې وکړي چې لومړی ورته رسېدلی وي. په دې توګه د اروپا د دباندینو سرحدونو هیوادونه لکه یونان او ايتالیا تر زیات فشار لاندي کيږي. د اروپايي ټولنې کمېسیون د دبلن مقررات په اصل کې پر ځای ساتل غواړي او د «شفاف میکانیزم» وړاندیز یې کړی.

د وګړو شمیر او اقتصادي ځواک پریکړنده دی

دا میکانیزم به هغه وخت عملي کیږي چې یوه هیواد ته په لنډه موده کې ډیر زیات مهاجر ورشي او له اقتصادي لحاظه یې په یوازي سر د پالنې او ځای پر ځای کولو توان ونه لري.

دا به۵۰ سلنه د هغه هیواد په لویوالي او۵۰ سلنه په اقتصادي پياوړتیا پورې اړه ولري. کله چې په یوه کال کې یوه هیواد ته د ټاکل شوي حد تر نیمايي زیات مهاجر ورشي نو نوي راتلونکي کډوال به د اروپايي ټولنې نورو هیوادونه ته استول کیږي او دغه پروسه به تر هغه روانه وي چې د اغېزمن هیواد بار بیرته لږ شي.

دا هم په نظر کې نیول کیږي او شمیرل کیږي چې د اروپايي ټولني یوه غړي له یوه دریم ګړي هیواد څخه څومره مهاجر منلي. د بېلگې په توګه له ترکیې څخه سوریايي مهاجر.

په دې توګه اروپايي کمېسیون غواړي د ټولني غړي هیوادونه دې ته تشویق کړي چې پنا غوښتونکو ته په قانوني لارو اروپا ته د راتګ زمینه برابره کړي.

د یوه رد شوي مهاجر پر سر۲۵۰ زره جریمه

هغه هیوادونه چې نه غواړي د مهاجرو په ویش کې برخه واخلي، باید د هر مهاجر پر سر۲۵۰ زره یورو ورکړي. په دغه ویش کې د یوه هیواد ونډه د هغه په لویوالي او اقتصادي پیاوړتیا پوري اړه لري.

خو دا نوي مقررات باید د اروپايي ټولنې او د اروپا پارلمان له خوا تصویب شي. چک جمهوریت لا دمخه روښانه کړې ده چې دغه وړاندیزونه به رد کړي. د پولند د کورنیو چارو وزیر هم له دغه مقرراتو سره مخالفت ښوولی.

د نوي سيستم له مخې به مهاجر دا حق نه لري چي خپله هغه هیواد انتخاب کړي چې غواړي پکښې پنا واخلي. که چیرې دا خطر موجود وي چې یو مهاجر د ټولني یوه بل غړي هیواد ته له لیږل کيدو سره مخالفت لري او مقاومت وکړي نو کیدای شي تر یوې میاشتي پوري بندي شي.

یو څو هیوادونه مستثنا دي

د اروپايي ټولنې د مروجه قوانینو په اساس به برېتانیا، ایرلند او ډنمارک د نوي میکانیزم په عملي کولو مکلف نه وي. دوی په آزاده توګه پریکړه کولای شي چې آيا په دغه میکانیزم کې شاملیدل غواړي که نه. همدا راز د شینګن د ساحې پر هغو هیوادونو چې د اروپايي ټولنې غړیتوب نه لري، د مثال په توګه ایسلند، سویس، ناروې او لشتنشتاین، به هم دغه میکانیزم نه تطبیقیږي.