1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا واليان د تنظيمي اړيکو له مخي ټاکل کيږي؟

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبه

یو شمېر اولسي خلک، سیاستوال او قومي مشران د افغانستان د ولایتونو له پاره د والیانو د ټاکلو پر پروسي باندي نیوکي کوي. هغوی وايي دا بهیر روڼوالی نه لري او هر څه د شخصي او گوندي علایقو پر اساس ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/17Bcd
انځور: AP

له دویچه ویله سره په خبرو کې یو شمېر خلکو وویل چې د والیانو او د هغوی د مرستیالانو په ټاکلو کي له پیسو کار اخیستل کیږي او فساد د دې لامل شوی دی، چي والیان د خلکو ژوند ته هیڅ راز اعتنا و نه کړي.

که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي څه موده دمخه د یوه فرمان په ترڅ کې د ټولو ولیانو او ولسوالانو د کارکردگۍ د څېړلو لارښوونه کړې ده، لیکن خلک د دوی سیمو ته د والیانو له نه پاملرني شکایت کوي.

د کندهار ښار يوه اوسېدونکي د نوم د نه اخيستلو په شرط له دويچه ويله سره په يوه تليفوني تماس کي وويل، چي دغه ولايت ته له اوو کلونو راهيسي داسي واليان ورلېږل کيږي، چي يوازي په څلور ديوالونو کي ناست د خلکو د ژوند څخه ناخبره او خپل جېبونه ډکوي:

«تاسي راسئ وگورئ په کندهار کي څه تيريږي، په سپينه ورځ سړی له کوره نسي وتلای. بيارغاونه خو خلک پيژني نه، والي صاحب په ولايت کي ناست او شاوخوا بهرنيان پر راگرځېدلي دي. هغه د خلکو له ژوند څخه څه خبر دئ، چي موږ څه کوو او څه خورو.»

د کابل يو تن اوسېدونکی بيا خپلي ستونزي داسي بیانوي: «دا مرکز دی تاسي راشی زموږ سړکونه وگورئ چي څه حالت کي دي، د ولسوالیو د سړکونو په اړه خو حتی خبري نه کوو.»

والیان د افغانستان د اداري واحدونو په کچه له ولسمشر او کورنيو چارو وزير را ښکته د یوه ولایت تر ټولو لوړ پوړي چارواکي شمیرل کیږي.

خو دغه چارواکي د اداري اصلاحاتو د سیستم له لاري نه، بلکې د ولسمشر په لارښوونه یوه ولایت ته استول کیږي.

د ولسي جرگې غړی شیرولي وایې، چي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو ډيری يې د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو تر منځ ویشل شوي دي او د هري سیمي والي په یو چا پوري تړاو لري.

د هغه په خبره، دغه ترکیب د دې عامل شوی دی، چې والیان د ولس پر ځای هغه چا ته ډیر وفادار وي، چې دی یې ټاکلی دی:

«د والیانو استخدام د ولسمشر صلاحیت دی خو په دې کې د هغه د مرستیالانو ډیر رول دی، هر معاون له خپل تنظیم څخه داسي والیان ټاکي چې حکومت ته نه بلکي دوی ته وفادار وي، دوهم دا چې کله یو سیاسي برخورد په اداره کې رامنځته کیږي نو والیان یي د خپلي تنظیمي سلیقې له مخي اواروي، او بله خبره دا چې والیان د سیاسي انگیزو له مخي د یوې مشخصي ډلي له لوري گومارل کیږي.»

د سیمه يیزو ارگانونو د خپلواکي ادارې ویاند بشیر بهرام هم د یو شمیر والیانو په ټاکلو کې پر حکومت فشارونه مني.

د افغانستان د قوانینو له مخې یو کس هغه مهال د ولایت له پاره ټاکل کیږي، چې جرمي ثابقه و نه لري، لږ تر لږه لوستی وي او تر څنگ یې کاري وړتیا هم ولري.