1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا پرمختيايي مرستي واقعاً خلګو ته رسيږي

۱۳۸۹ آذر ۱۷, چهارشنبه

دپرمختيايي مرستي څخه ناوړه استفاده، رشوت اواختلاس، د پيسو او مرستو ورکيدل ډير جدي پرابلمونه دي ، خصوصاً داقتصادي بحرانونوپر وخت ،چي پخپله مرستندويه هيوادونه هم بايد خپلي بودجې راکمي کړي

https://p.dw.com/p/QTR0
انځور: picture-alliance/ dpa

پردغه مسله باندي مرسته کونکي، اومرسته اخيستونکي هيوادونه داروپا دپرمختيايي مرستو د5 ورځنۍ غونډي په ترڅ کي ډير ژر موافقې ته سره ورسيدل .دملاوي دروغتيا وزير داويد امفانده څرګنده کړيده چي له ناوړه استفادې سره د مبارزې مسؤليت په اوله کي دپرمختيايي هيوادو په غاړه دی .ده زياته کړيده :

«مونږ دپرمختيايي هيوادو اوسيدونکي بايدخپل برخليک په خپله په لاس کي ونيسو .موږ يوازي تاسي ته وايو چي څنګه زموږ سره مرسته کولی شي مګردا زموږ کار دی چيڅه وکړو . »

داسړی په سختۍ سره ويلی شي چي دهغو 50 ملياردو ډالرو له جملي څخه چي اروپايي ټولنه يې دپرمختيايي مرستي په توګه ورکوي، پر غلطو لارو ځي او يا په غلطو ځايونوکي کار ورڅخه اخيستل کيږي .پدې برخه کي معتبر ارقام نسته . ځيني غير دولتي ټولني اټکل کوي چي د لسو څخه ترشلوفيصدو پوري کومکونه ورکيږي . ترانسپارنسي انترنشنل نه يوازي دمرستو پر لاسته راوړونکو هيوادونوباندي انتقادونه کوي ، بلکه په هغو دشک وړ مشورتي تصديو باندي هم انتقادونه لري چي مرکزونه يې په بروکسل کي دي اويا داچي وايي اروپايي کمسيون دا مرستي دغلطوپروژو لپاره په واک کي ورکړيدي . داروپايي ټولني دپرمختيايي چارو کميسار اندريس پي بالګس دې ته اشاره کوي چي ددغي ټولني دټولو پروژوڅارنه دمالي لګښت سره په ښه ډول سره کيږي . دی زياتوي:

«هرکارچي موږ يې کوو په شدت سره په دوامدار ډول کنتروليږي . مونږ دمرستي دلاسته راوړونکو هيوادو مالي نظام آزمويو او دهري پانګي اچوني امنيت په پام کي نيسو . »

په افريقا ،اسيا، اودکارابين په سيمه کي پروژې د جوړيدو په جريان او دهغه دکار تر خلاصيدو وروسته تل څارل کيږي . خو دهغو هراړخيزو اواساسي کنترول ډير ګران تماميږي . نو ددې خاطره اروپايي ټولنه په پام کي لري چي وروسته تر دې داسانه جوړښت لرونکي پروژې جوړي کړي .

داروپايي ټولني دپرمختيايي چارو وزير زياتوي : مونږ هڅه کوو چي دکرني اويا دانرژۍ درسولو په خاصو پروژو کي پانګه واچوو . پدې ډول دکنترول دپاره لږ پيسي لګيږي . خوکنترول سره له هغه هم کيږي مګر ددې پروژو خطرونه بيا کم دي .

کارولين انستي دجهاني بانک غړی په پرمختيايي هيوادوکي دخپل عملي کار په برخه کي وايي،چي په رشوت خوړل کيدو او ناوړه استفادي باندي دسيمي خلک خپله ډير ښه پوهيږي .دا دښوروا پخولو پخلنځی دمثال په ډول يادوي چي دجهاني بانک لخوا تمويليږي . دا وايي :

«سيمه ايزي ټولني پيسوته پام نيسي ، او ددغه شعار سره سم کار کوي چي که ددولت څخه غلاکوې، ويې کړه ،خو زموږ دښوروا پخولوله کانتين څخه يې مکوه . نوکه مونږ خپلي پيسې دولت ته ورنکړو او مستقيمأ يېکانتين ته ورکړو، دسيمي خلک ويني چي هرڅه سم روان دي . ».

دجهاني بانک کارپوهه کورنيليا انستي زياتوي چي خبره زياتره مرسته اخيستونکو هيوادوته متوجه ده،

«په يوه هيواد کي ښه حکومت څوک ددباندي څخه پر چانسي ورمنلی، هغه بايد په هيواد کي دننه وغوښتل اودمرستندويه هيوادو به کومک عملي شي . که پدغه برخه کي سياسي اراده موجوده نوي ، نودکنترول ډير هوښيارانه سيسټم هم کومه ګټه نلري .»

سونيلا/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري