1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په افغانستان کي د ناټو ماموريت بريالی وو؟

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د بريتانيا د ويلز په سرمشريزه کې به د ناټو مشران وپوښتي چې آيا د افغانستان ماموريت بريالی وو؟ نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو سره داسي يو هيواد شاته پريږدي چې هلته بغاوت لا ختم شوی نه دی.

https://p.dw.com/p/1D5hJ
انځور: picture-alliance/dpa

د پنجشنبې او جمعې په ورځ (۴ او ۵ د اگست ۲۰۱۴م کال) د بريتانيا په ويلز کې د شمالي اتلانتيک سازمان تړون (ڼاټو) غونډه دايريږي. په دغه غونډه کي پر نورو نړيوالو مسايلو سربيره افغانستان هم د بحث د اجندا په سر کې ځای لري.

ناټو غواړي چې په دې سرمشريزه کې په افغانستان کې خپل «ماموريت سرته رسيدلی» اعلان کړي.

غونډي ته د تياري نيولو په شپو او ورځو کې داسي هيلي وې چې ناټو به په دغه غونډه کي نه يوازي د ايساف د جنگي ماموريت تر پای ته رسيدو وروسته د یوه روزنيز ماموريت د پيل اعلان وکړي، بلکي په افغانستان کې به په لومړي وار په ديموکراتيکه توگه د سياسي واک د سپارلو لمانځنه هم وشي.

خو د رويترز خبري آژانس د رپوټ له مخې د ناټو ديپلوماتانو په شخصي توگه اعتراف کړی دی چې په دغه سرمشريزه کې گومان نه کيږي چې د افغانستان په هکله دې ډيره زياته خوښي څرگنده شي.

له افغانستان څخه رپوټونه وايي چي تراوسه لا د دوهم پړاو ټاکنو د ورستيو پايلو د اعلان درک نه شته او نه هم د «ملي يووالي حکومت» پر سر خبراتري کومي نتيجې ته رسېدلي دي.

د ناټو ديپلوماتانو له اونيو راهيسي انتظار کاوه چې د ويلز په سرمشريزه کې به د افغانستان د «نوي ولسمشر» هرکلی وکړي او د ناتو د راتلونکي ماموريت په هکله به يوې موافقې ته ورسره ورسيږي.

خو اوس داسي ويل کيږي چې په دغه غونډه کي به د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي گډون وکړي.

د امریکا متحدو ايالاتو يوه چارواکي چي له رويترز خبري آژانس سره يې د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط خبري کړي دي، ويلي دي چي «د نوي ولسمشر پر ځای د يوه استازي په استولو سره ښايي افغان پلاوي ونه توانيږي چې په راتلونکې کې د لوېديځ د مالي مرستو له پاره موجه دلايل وړاندي کړي.»

د افغانستان امنيت ته ستري ستونزي

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن د دوشنبې په ورځ په بروکسل کي د يوه خبري کنفرانس پرمهال د افغانستان وضعيت ظاهراً ښکلی او هيله ورکوونکی وباله او ويې ويل، چې ناټو په افغانستان کې خپلو هدفونو ته ورسيد.

راسموسن وويل: «موږ هغه څه وکړل چې بايد کړي مو وای. موږ د دي مخه ونيوله چې افغانستان يووار بيا د نړيوالي ترهگرۍ ټاټوبی شي. موږ د افغانستان ۳۵۰ کسيز امنيتي ځواک وروزه. نو ويلاي شو چې زموږ ولسونه اوس مصون دي او افغانستان پياوړی دی.»

خو ځيني شنونکي وايي چې ناټو په افغانستان کې د ډيرو قربانيو، سرښندونو او مالي لگښتونو سره سره په خپل ستر مهم هدف کې چې افغانستان ته امن او سوله راوستل وو، پاته راغلی دی.

په کابل کې د نړيوال کړکېچ ډلي (ICG) لوړپوړي شنونکي گريم سميت، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، چې که سړی د ناټو ماموريت ته ښه ځيرشي، نو ويني چې په افغانستان کې «امنيتي وضعيت ډير خراب شوی دی.»

رويترز خبري آژانس په خپل يوه تحليلي رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ يې خپور کړی دی، د امينتي وضعيت خرابيدو ته يې په اشارې سره ويلي دي چې د کابل اوسيدونکي اندېښنه لري چي د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره ښايي د زور زياتيو لمن پراخه شي او يا حتې بيرته هغه يوه دوره راوگرځي چي طالبان پکښې واکمن ول.

د امريکا متحدو ايالاتو او ناټو چارواکو ويلي دي چي که افغانستان ورسره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک نه کړي دوی په دغه هيواد کي پاته کېدای نه شي.

د ناټو يوه لوړ پوړي ديپلومات رويترز خبري آژانس ته د خپل هويت د نه بربڼډولو په شرط ويلي دي، چي که چيري دغه تړون لاس ليک نه شي، له افغانستان څخه د بشپړه وتلو تصميم ښايي د ويلز تر سرمشريزي يوه مياشت وروسته ونيول شي. ځکه ناټو وخت ته اړيتا لري چي په افغانستان کې خپلي اډې وتړي.