1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په ايټاليا کي به نوي دولت جوړ سي؟

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۸, سه‌شنبه

په ايټاليا کي د رايو شمېرني پايلي ښيي چي د منځ لارو چپيانو ائتلاف د استازو په مجلس کي ډيري رايي گټلي دي. دا په داسي حال کي ده چي د برلوسکوني په مشرۍ ښی اړخي ائتلاف او پنځه ستوري گوند د سنا په مجلس کي اگثريت گټلی دئ.

https://p.dw.com/p/17lm1
epa03600373 Election officals begin tallying votes at a polling station after it closed, in Pontedera, Italy, 25 February 2013. Pier Luigi Bersani's centre left had a significant lead in two early exit polls in both houses of parliament after the voting stations closed Italy's general election on 25 February. EPA/Stringer
Italien Wahlانځور: picture alliance/dpa

په ايټاليا کي د پارلماني ټاکنو چي د فيبرورۍ پر (۲۴ او۲۵) ترسره سوې د رايو شمېرنه ښيي چي د پير لوييجي برساني په مشرۍ د منځ لارو چپيانو ائتلاف په لږ توپير سره د سيلويو برلوسکوني له محافضه کار او «پنځه ستوري» گوندونو څخه د نمايندگانو په مجلس کي مخ ته سوی دئ.

د ايتاليا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي د منح لارو چپيانو ائتلاف په سلو کي ۲۹/۵۵رايي خپلي کړي دي.

د منځ لارو چپيانو د ائتلاف وياند الساندرا مورتی د انتخاباتو پايلو ته په اشارې سره ويلي دي: «دا معلومه ده چي موږ له دغو پايلو څخه راضي نه يو. په دغو ټاکنو کي د يوه سياسي گوند د بريا بحث مطرح نه وو؛ خبره د يوه با اعتماده دولت پر جوړولو ده چي د دغه هیواد خلکو ته ثبات امنيت او اقتصادي وضعه ښه کړي.»

قدرت ته د برلوسکوني بيرته رسېدل؟

له بلي خوا د سيلويو برلوسکوني گوند هم په سنا مجلس کي د ۱۱۴ چوکيو په گټلو سره په دغه مجلس کي اکثريت گټلی دئ. برلوسکوني په انتخاباتي مبارزه کي د دې له پاره چي يو وار بيا قدرت ته ورسيږي ايټاليانو ته وعده ورکړه چي د هيواد له اوسني اقتصادی سياست سره به مخالفت کوي.

د «پنځه ستوري» گوند چي د ايټاليا په پخواني مسخره يا کمدي بپه گريلو پوري اړه لري په سنا مجلس کي تر برلوسکوني وروسته ډيري چوکۍ گټلي دي. دغه گوند وتوانېد چي د ايټالیا د استازو په مجلس کي هم ۲۶ چوکۍ د ځان کړي.

په دې سره نو د استازو په مجلس کي اکثريت د منځ لارو چپيانو په اختيار کي او په سنا مجلس کي د منځ لارو ښی اړخو په اختيار کي دئ. په ايټاليا کي د دولت د جوړولو له پاره بايد گوندونه په دواړو مجلسونو يعنی د استازو او سنا په مجلس کي اکثريت ولري.

د انتخاباتو د تکرار زمزمې

د دغو ټاکنو پايلي که د يوه نوي دولت جوړول غير ممکن نه کړي، خو ډير اسانه به هم نه وي. لکه څرنگه چي د «پنځه ستورو» د گوند مشر اعلان کړی دئ، د ده په مشرۍ گوند به له نورو گوندونو سره ائتلاف ونه کړي. که دا کار وکړي د نوي دولت جوړول امکان نه لري نو سره له اوسه د انتخاباتو د تکرار گنگوسې رواني دي.

خو د ايټاليا پارلماني ټاکنو يو څه روښانه کړل، چي هغه د دغه هيواد د لومړي وزير ماریو مونتي له اقتصادي سياست سره د خلکو مخالف وو. د مونتي په مشرۍ د منځ لارو ائتلاف د استازو او سنا په مجلس کي تر ټولو لږ رايي (په سلو کي ۱۰) گټلي دي.

ماريو مونتي له هغه وروسته د لومړي وزارت له مقام څخه استعفا وکړه، چي د برلوسکوني گوند په پارلمان کي له هغه څخه لاس واخيست. د دغه اقدام په ترڅ کي د ايټالیا جمهور رئيس جورجيو ناپوليتانو د پارلمان د انحلال لارښوونه وکړه. ځکه نو په دغه هيواد کي پارلماني ټاکني تر خپل وخت دوې مياشتي دمخه تر سره سوې.