1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په جرمني کښي مهاجرين مدغم سوي دي

۱۳۸۸ مهر ۱۶, پنجشنبه

د برلين د ماليې پخواني سناتور او په دې منځ کښي د ډويچه بانک منيجر د جرمني د مهاجرينود حالت او د هغوی د په اصطلاح د مدغم کيدو د نه قابليت درلودلو په باب د تعصبه ډکي او راسيسټي څرګندوني کړي دي

https://p.dw.com/p/K1xe
د جرمني ترکان د سودا اخيستلو پر وخت
د جرمني ترکان د سودا اخيستلو پر وختانځور: dpa

دوه واقعيتونه کاملأ معلوم دي :

اول داچه جرمني په ډير عاجل ډول سره مهاجرينو ته ضرورت لري ،چه که غواړي په آينده کښي د اقتصادي لحاظه متحرک او خپله هوسايي او نيک بختي وساتي . دا خبره به شايد ظاهرأ ضد ونقيض ښکاره سي ،چه په هيوادکښي چه همدااوس 3,5 مليونه بيکاران دي ،په نژدې راتلونکي کښي د انجينرانو او مسلکي کسانو د کمبود سره مخامخ سي ،خو دا يو واقعيت دی او هيڅوک پر هغه باندي شک نلري .

دوهم داچه همدااوس په جرمني کښي د اوسيدونکواو يا راتلونکو مهاجرينو انټګريشن يا په ټولنه کښي ورګډيدل په صحيح ډول جريان نلري . پر دې سربيره د جرمني د حکومت د انټګريشن موجوده اداره او د کورنيو چارو د وزارت د اسلامي کنفرانس سازمان ورکونکي نسي کولای ،په دغه لار کښي سم ګامونه پورته کي . ځکه چه ډير مهاجرين چه د کلو کلو راهيسي په جرمني کښي اوسيږي ، نسي کولای څو توري جرمني خبري وکي . هغوي ورته ضرورت هم نلري ،ځکه چه دوی موازي ټولني جوړي کړي دي ،چه په هغو کښي سړی بيله جرمني ژبي څخه هم چليږي . دوی کولای سي د خپلو وطن والو څخه سودا رانيسي،او د زاتليت په وسيله خپل پروګرامونه وګوري .

ډير جرمنيان ددغي ناحيې څخه تشويش لري ،خصوصأ که دوی راتلونکي ته وګوري . مثلأ که د مهاجرينو کوچنيان د جرمنيانو د کوچنيانو په نيمايي مکتبونه پای ته ورسوي ، بيابه نو ټولنيز اختلافونه او درزونه رامنځته سي . ځکه چه په راتلونکي کښي به دغه فورمول نور هم صدق وکي : يعني بې مکتبه ښه تحصيل او مسلکي زده کړه هم ممکنه نده ،او بيا به نو کار هم ونلري ،او چه کار ونلري ، نو به د فقر سره مخامخ وي .

داچه څنګه دغه شيطاني کړۍ ته بايد خاتمه ورکول سي ،نو بايد په عمل کښي پر هغه باندي جدي سياسي بحثونه وسي ،چه د تيرو پارلماني انتخاباتود مبارزې په جريان کښي بيله هغه هم پر هغه باندي سايه لويدلې وه .

دا خبره ثابتوي چه جرمني اوس هم د انټګريشن د موضوع سره مشکلات لري ،او په دغه مورد کښي بحثونه دوو افراطي نظرو ته رسيږي . د يوه طرفه هغه درواغ چه ګواکي اصلأ د انټګريشن پرابلم موجود ندی ، او د بله طرفه کوښښ کيږي چه دغه مشکل ته عمومي جنبه ورکول سي ،او بلاخره يې راسيزم او تبعيض ته کش کي .

Integrationsgipfel in Berlin, Integration, Migranten
انځور: AP

دقيقأ همدغه غلطي تيلو ساراڅين کړې ده ،چه 6 مياشتي مخکي د برلين د ماليې سناتور او د جرمني د ډويچه بانک د مهمو منيجرانو څخه دی .

ده د« لِټر انټرنېشنل »د مجلې سره ويلي وه ، چه دی به هيڅ چا ته ارزښت ورنکي ،او هغه به ونه پيژني ،چه ددولتي کومکو څخه ژوند کوي ،خو دغه دولت ردوي ، د خپلو اولادو د مکتب او تحصيل دپاره عاقلانه قدمونه نه اخلي ، او هميشه کوچنۍ پوړين داره نجوني پيداکوي .

ده په برلين کښي 70 فيصده ترکان او 90 فيصده عربان متجاوز او تيري کونکي وبلل ، او د شرقي اروپا څخه راغلو يهودانو ته يې هم بد وويل .

پدې وسيله د يوه دولتي بانک منيجر اودهغه معرفي کونکي ساراڅين غير ممکني او بې مسؤليته خبري وکړلې .

داچه ده به د خپلو څرګندونو د لاري يوه دولتي بانک او د هغه حيثيت ته تاوان رسولي وي ،يوه خبره ده . خو ډير تاوان يې دې خبري ته ورساوه چه په جرمني کښي د انټګريشن پر موضوع باندي جدي سياسي جرو بحثونه صورت ونيسي .

په جرمني کښي د اوسيدونکو مهاجرينو اوخارجيانو انټګريشن اوپه ټولنه کښي مدغميدل يې ډير ښه ندي ،چه که څه هم اوس به څوک په آسانۍد هغه څخه خبري ونکي .

سټاينر/

کتونکي : محمد قاسم نوري