1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا کابل خوندي دی؟

کتونکی: محمد نسیم صابر۱۳۹۱ اسفند ۲۶, شنبه

د کابل يو شمېر اوسيدونکي په دغه ولايت کې د ناامنيو له زياتيدو څخه خبرې کوي او په دي اړه سخته انديښنه لري. دا په داسي حال کې ده چې پرون ملي امنیت ادارې په کابل کې د شاوخوا ۸۰۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو د نیولو خبر ورکړ.

https://p.dw.com/p/17yrt

نيول شويو چاودېدونکو توکو دا وړتيا لرله چې په زرګونو انسانان له منځه يوسي. په دې ترڅ کې ځينې وړې امنيتي پېښې هم رامنځ ته شوې. د موسی جان په نوم د کابل د پغمان ولسوالۍ  یوه اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل چې تېره ورځ د پغمان په بازار کې وسله والو کسانو یو سړی په ډزو وویشت او ویي واژه.

د پغمان  يو چارواکی چې دخپل نوم له اخيستلو څخه ډډه کوي، دا خبر مني او وايي چې دغه کس تېره ورځ غرمه مهال د يادې ولسوالۍ په بازار کې د وسله والو طالبانو له لوري په ډزو ووژل شو چې ويل کيږي دغه کس د ملي امنیت د مامور په توګه کار کاوه.

عام وګړي له ناامنۍ څخه سر ټکوي

د کابل یو شمیر اوسیدونکي په داسي حال کې چې له هدفي ترورونو اندیښمن دي تر څنګ یي د طالبانو له ډله یزو بریدونو څخه هم وېره لري. عام خلک وايي چې پولیس د تلاشۍ ډېرې پوستې لري خو بیا هم ځانمرګي بريدونه تر سره کيږي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي
د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقيانځور: picture-alliance/dpa

دا چې عام وګړي په پلازمېنه کې هم اندېښنې لري او د خوندی توب احساس نه کوي، په دې اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې ځانمرګي بریدونه د دښمن د کمزورتیا بېلګه ده نه د قوت ځکه چې هغوی ته کومه بله لاره نه ده پاته:

«په دې خاطر چې هغوی نور د مخامخ جګړې توان نه لري، هغوي ځانمرګو بریدونو ته مخه کوي. هغوی د خپلو کسانو مغزونه مینځي او ځانمرګو بریدونوته يي هڅوي.»

امنيتي کارپوهان څه وايي؟

خو د امنیتي چاروکارپوهان بیا د حکومت دا خبرې نه مني. د امنیتي چارو کارپوه جنرال امرالله امان په دې باور دی چې مخالفین آن د حکومت لوړو ادارو لکه ملي امنیت او د کورنیو چارو وزارت ته لاره مومي او هلته خلک وژني، چې د کمروزتيا نه، بلکې د ځواکمنتيا نښې نښانې دي. جنرال امان زياتوي:

«د کورنیو چارو وزارت سلاکاران د خپل دفتر په منځ کې وژل کیږي، د ملي امنیت ریيس باندې بريد تر سره کيږي. که دې ته کمزورتيا ووايو، نو سمه خبره به نه وي. دا به د خلکو سترګو ته د خاورو شیندل وي.»

په عین حال کې د ایساف ځواکونه وایي چې دوی د روان  کال لپاره د پلازمېنې د امنیت خوندي کولو په خاطر له افغان ځواکونو سره خپل حمایوي رول ته دوام ورکوي.

د ایساف آلماني جنرال ګونتر کتز په کابل کې وويل چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د انتقال بهير دوام لري. په پسرلي کې به افغان ځواکونه د هېواد ټولي امنیتي چارې پر غاړه واخلي ځکه چې هغوی اوس غښتلي دي او دا وړتیا لري.

د ولسمشر دستور

په دې وروستيو کې ولسمشر حامد کرزي د کابل د ګاونډیو ولايتونو چارواکو ته دستور ورکړ چې خپلې ټولې امنیتي نیمګړتیاوې که هغه د پرسونل او یا هم د وسایلو له اړخه وي، بشپړې کړي د دې لپاره چې ترهګر له پروان، میدان او لوګر ولایتونو څخه پلازمینې ته ورنه شي.

وروستي امنیتي راپورونه ښيي چې کابل د هغو ترهګرو له لوري تر برید لاندې راځي چې په همدې دریو ولایتونو کې کوچنۍ ځالې لري.