1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا «IS» د کوباني ښار مرکز ته رسېدلي؟

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۲۲, سه‌شنبه

د بشري حقونو د فعالانو په خبره د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» جنگيالي په اول وار د کوباني ښار د مرکز پر لور پرمختگ کړی دئ. ترکيه اوس سمدلاسه د دغي ډلي پرضد عملياتو له پاره خپلي پوځي اډې نه پرانيزي.

https://p.dw.com/p/1DVDY
انځور: Reuters/Umit Bektas

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي چي د «اسلامي دولت» ډلي جنگياليو د کوباني مرکز فتح کړی او اوس د ښار زړه ته د ورنژدې کېدو په حال کي دي.

د دغي ادارې مشر رامي عبدالرحمن ويلي دي چي د اسلامي دولت ډلي جنگياليو د کوباني ښار د ختيځ له خوا پر دغه ښار باندي فشار راوړي او اوس د کردانو د دغه قوي مرکز نيمايي برخه په خپل کنترول کي لري.

«IS» تلاښ کوي کوباني کلابند کړي

د ترکيې سرحد ته نژدې دغه ښار د دوشنبې په ورځ درو زورورو چاودنو ولړزاوه. د څارني اداره په سوريه کي د معلوماتي شبکې په حواله خبر ورکوي چي دا د اسلامي دولت ډلي د ځانمرگو بريد کوونکو له خوا د موټر بمونو چاودني وې. د دغو شبکو معلومات اکثره وخت تائيد سوي نه وي.

د فرانسې خبري آژانس د يوه خبريال په حواله د دغو موټر بمونو دوه ئې د کوباني ښار په شمالي برخه کي چاودلي دي. داسي ښکاري چی د اسلامي دولت ډلي جنگيالي دي له کوباني ښار څخه د ترکيې سرحد ته د تيښتي د وروستۍ لار د بندولو په تلاښ کي کوي چي په دې سره به نو نور ټول ښار کلابند سي.

له ترکيې سره په سرحد کي د سوريې دغه ښار له څو اوونيو راهيسي د اسلامي دولت تروريستي ډلي تر يرغلونو لاندي دئ. که چيري کوباني ښار د اسلامي دولت ډلي د ياغيانو لاس ته ورغی، نو له ترکيې سره پر اوږده سرحد باندي به کنترول ترلاسه کړي.

ترکيه د تروريزم ضد مبارزې له هوډه انکار کوي

له نړيوالو فشارونو سره سره بيا هم ترکيه اوس د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي بريدونو له پاره خپلي اډې د امریکا متحدو ايالاتو په اختيار کي نه ورکوي. د انقرې حکومت د امريکا متحدو ايالاتو هغه خبره رد کړې ده چي گويا ترکيه د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي بريدونو له پاره د دوی له پوځي اډو څخه کار واخلي.

د ترکيې يوه استازي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د ترکيې او امريکا متحدو ايالاتو ترمنځ هيڅ ډول تړون نسته. هغه ويلي دي «خبري اتري رواني دي.»

هغه زياته کړه ده چي د امريکا متحد ايالات کولای سي د ترکيې د «اينجرليک» هوايي اډې څخه يوازي د بشردوستانه او لوژستيکي مرستو له پاره کار واخلي.

په عراق کي پرمختگ

د «السومريه نيوز» خبري پاڼي د پوځي چارواکو په حواله ويل دي چي د اسلامي دولت ډلي جنگياليو د عراق په لوېديځ کي نور هم پرختگ کړی دئ.

ويل کيږي چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» جنگياليو په انبار ولايت کي له ستراتيژيکي اړخه يوه پوځي اډه او د قوماندي يو مرکز نيولی دئ. عراقي ځواکونه پر شا سوي دي.

له «IS» سره د مقابلې بحث

له اسلامي دولت ډلي سره د مبارزې په برخه کي د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د خپل هغه ائتلاف چي د دغي ډلي پرضد ئې جوړ کړی دئ، لوړپوړي پوځي چارواکي د بحث له پاره وربللي دي.

په دغه بحث کي چي تر ۲۰ ډيرو هيوادونو پوځي چارواکي به پکښې برخه واخلي واشنگټن ته نژدې د هوايي ځواکونو په اندروز اډه کي ترسره سي.

دغي غونډي ته ډېر هيوادونه خپل لوی درستيزان لېږلي دي چي په دې ډله که آلمان هم برخه لري. اوباما پر نورو سربيره له ځانه سره لوی درستيز مارتين ديمپسي هم بېولی دئ.