1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيساف د کوچنيانو د وژلو په اړه معذرت وغوښت

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۱۳, یکشنبه

په افغانستان کي د ناټو په مشرۍ نړيوال ائتلافي ځواک منلې ده چي ځواکونو ئې په تصادفي توگه دوه افغان کوچنيان وژلي دي. دغه پيښه کيدای سي د نړيوال ائتلافي ځواک او ولسمشر کرزي ترمنځ اړيکي نوري هم خړي کړي.

https://p.dw.com/p/17pPM
(FILES) In this file picture taken 17 February 2007, Australian soldiers of the NATO-led International Security Assistance Force (ISAF) stand guard at the Provincial Reconstruction Team (PRT) in Tirin Kot, the capital of Uruzgan Afghan province. Australia on October 21, 2009, flagged moves to bring military operations in Afghanistan to a quick end, despite US and NATO calls for more troops to shore up the campaign against a resurgent Taliban militia. AFP PHOTO/SHAH Marai (Photo credit should read SHAH MARAI/AFP/Getty Images)
Afghanistan - australischer NATO-Soldatانځور: Getty Images

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ مياشتي ۲) منلې ده چي په روزگان ولايت کي ئې آستراليايي ځواکونو د عملياتو پر مهال يو اووه کلن او بل اته کلن کوچنيان وژلي دي. دغه پيښه د بنجشنبې په ورځ رامنځ ته سوې ده.

افغان چارواکو ويلي دي، چي دوه کوچنيان د غواوو د پياولو پرمهال د آستراليايي ځواکونو له خوا په مرميو ويشتل سوي دي. دغو ځواکونو هغه مهال پرماشومانو باندي د توپک خولې ورواړولې چي پر څرخۍ الوتکه باندي ئې ډزي وسوې.

په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف دانفورد په يوه اعلاميه کي ويلي دي: «زه خپله شخصي غمشريکي او معذرت غوښتنه د وژل سوو کوچنيانو له کورنۍ سره شريکوم.»

هغه زياته کړې ده، چي ائتلافي ځواکونو پردغو کوچنيانو باندي د ياغيانو شک کړی وو او پرهغو باندي ئې مرمۍ اورولي دي.

د شنبې په ورځ د افغانانو او ائتلافي ځواکونو گډ هيئت د پيښي ځای له نژدې وکوت او د سيمي له خلکو څخه ئې پوښتني وکړې. دانفورد وويل: «پر خپله هغه ژمنه باندي ولاړیو چي له تاواني سوو کورنيو او هغي سيمي سره چي دوی ژوند پکښې کاوه مرسته کوو. موږ د دې غميزي ټول مسئوليت پرغاړه اخلو.»

د روزگان والي اميرمحمد آخوندزاده ويلي دي، چي د دغو کوچنيانو د وژلو دليل نه دئ معلوم. د هغه په خبره دغه کوچنيانو په داسي حال کي وژل سوي دي، چي راډيو ئې اورېده.

هغه زياته کړې ده: «دغه کوچنيان د آستراليايي ځواکونو له خوا وژل سوي دي. دا يوه اشتباهي پېښه ده نه قصدي.»

په هرحال د دغو کوچنيانو وژنه کيداسي د افغان ولسمشر حامد کرزي او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د جنجال سبب وگرځي. په افغانستان کي هره هغه پيښه چي ملکي وگړي پکښي وژل سوي دي د حامد کرزي د غوسې سبب گرځېدلې ده.

کرزي څه موده دمخه په کونړ ولايت کي د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي يرغل کي د لسو تنو ملکي وگړو تر وژلو وروسته لارښوونه وکړه، چي افغان ځواکونه به نور له بهرنيانو څخه هوايي ملاتړ نه غواړي.

په روزگان ولايت کي ۱۱۵۰ تنه آستراليايي عسکر مېشته دي. هغوی تر ډيره ځايه د افغان امنيتي ځواک په روزلو بوخت دي.