1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيساف: په الوتکه کي مو د حقاني يو قوماندان ونيوی

۱۳۸۹ آبان ۱۹, چهارشنبه

نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک، ايساف وويل چي که څه هم الوتکه پرواز کړی ؤ، خو بيرته امر ورته ورکړل سو چي د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راوګرځي. د رپوټونو له مخه دغه پېښه د دوشنبې په ورځ رامنح ته سوي ده.

https://p.dw.com/p/Q3Y2
انځور: AP

آيساف وويل چي د الوتکي د بيرته ستنديو امر وروسته له هغه وسو چي هغوی ته استخباراتي معلومات ور کړل سول چي د سعودي عربستان پر لور په دغه الوتکه کښي د يوې ترهګري ډلي څلور لوړ پوړي کسان سپاره دي.

د رويترز د خبري آژاس د رپوټ له مخه، د آيساف يو وياند د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط ويلي دي چي، د دغو کسانو په نيولو کي بهرنيو ځواکونوهم ګډون درلود.

ويل سوی چي د ياغيانو دغه کسان په وسلو سمبال نه ول او خپل ځانونه يې افغان امينتي ځواکونو ته معرفي کړی.

آيساف زياته کړې چي د نيول سو کسانو له جملې څخه يو يې د حقاني د شبکې يو قوماندان دی، د حقاني ډله په افغانستان کي په ترهګرو بريدونو تورنه ده او د افغان او نړيوالو ځواکونو پر خلاف جنګيږي.

د آيساف د سرچينو د معلوماتو له مخه دغو څلور کسانو يو ځای سفر کاوه. خبر زياتوي چي نور درې تنه هم د ياغيانو په يوې ډلي پوري اړه لري، خو دا نه دي ويل سوي چي په کومي ډلي پوري. ويل سوي چي په دغو کسانو کي يو يې په هغه لست کي شامل ؤ چي اميني چارواکو د هغه د نيولو امر صادر کړي.

د آيساف وياند د رويترز خبري آژانس ته دا روښانه کړې نه ده چي دغه الوتکه چي د ياغيانو څلور لوړ پوړي کسان پکښي سپاره ول، په کوم هوايي شرکت پوري اړه درلوده.

افغان چارواکو تر اوسه د دغه پيښي په هکله غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کي د آلمان ږغ راډويو خبريال وايي چي د آيساف ځواکونو په دې اړه د نورو معلوماتو څخه ډه ډه کړې او يوازي يې دومره ويلي دي چي پېښي سوې او نور معلومات نه لري، ځکه د هغوی په خبره دا کار د خاصو ځواکونو لخوا سوی. بهرني خاص ځواکونه هغه دي چي په افغانستان کي د هغو د عملياتو او پلانونو په اړه معلومات پيدا کول ډير سخت دي.

نړيوالو ځواکونو په دي ورستيو وختو کي د ياغيانو د وژلو يا نيولو لپآره خپل عمليات تند کړي دي، خو داسي ښکاري چي د دوشنبې د ورځي پيښه په خپل ډول کي لومړۍ چي د افغانستان په يو نړيوال هوايي ډګر کي د ياغيانو قوماندانان نيول کيږي.

آيساف وايي چي په تيرو درو مياشتو کي د ياغيانو 1300 جنګيالي وژل سوي او شاوخوا 2000 نور يې نيولي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل