1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا آلماني سرتیري به نوې وسلې ترلاسه کړي؟

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۳۰, یکشنبه

د وسلو متخصصین وایې چې د آلماني پوځ G36 ډوله ماشندار ډیر د اعتبار وړ نه دي. د آلمان د دفاع وزیره فون دیر لاین هم تر فشار لاندي ده.

https://p.dw.com/p/1FAhd
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان په پارلمان کې د سوسیال ډیموکرات گوند د دفاعي کمیټې مشر هنس پیټر بارټلز، د «بلډ ام زونټاک» ورځپاڼې ته د آلماني پوځ د G36 ډوله وسلو د ستونزې په هکله وویل چې پوځ باید د G36 ډوله ماشندار پر ځای نوې وسلې رانيسي.

هغه د دې کار دلیل « په ظاهره کې د دغې وسلې محدود استعمال» په گوته کوي. د آلمان په پارلمان کې د زرغون گوند د دفاعي چارو کارپوه ټوبیاس لنډنر بیا وویل چې:« وزارت باید د G36 ډوله وسلې جوړښت بهتره کړي او یا د هغې پر ځای نوې وسلې خریداري یا تبدیلي کړي.»

د دفاع وزارت د ارزونې له مخې د G36 ډوله وسلې ډیرې نیمگړتیاوي لري. د« فرانکورته الگماین څایټونگ» ورځپاڼې د دفاع وزارت د دغه رپوټ د خلاصې په شکل لیکلي دي « د دغو وسلو سیستم اړینو امکاناتو ته ځواب ویونکي نه دي». د دې دلیل په دقیق ډول د هدف نه په نښه کول ښودل شوی دی. خو په دغه رپوت کې زیاته شوې چې دغه نیمگړتیا د اصلاح وړ ده.

G36 ډوله آلمانی مشيندار چي د آلمان پوځ عسکر يې لري

کله سړی پر دغې وسلې ډزی وکړي...

آلماني پوځ لا پخوا د G36 ډوله وسلو په هکله رپوټ ورکړی وو چې د هدف په نښه کولو په برخه کې ډیرې ستونزې لري. د سختې گرمې هوا او پرله پسې ډزو په وخت کې دغه وسلې خپل هدف په سمه توگه نشي په نښه کولې. د آلمان د دفاعي چارو وزیرې اوزولا فون دیر لاین په تیر دوبې د دغو وسلو د تخنیکي ارزونې امر کړی وو چې دا دی اوس یې پایلې معلومې شوې. په راتلونکو اونیو کې به له دغو وسلو څخه د استفادې عواقب وڅیړل شي.

د آلمان په پارلمان کې اپوزیسیون پر دفاع وزیرې اورزولا فون دیر لاین فشار ډیر کړی دی. د آلمان د پارلمان په دفاعي کیټه کې د زرغون فراکسیون ویاندې اگنیڅکا بروگر، په برلین کې د «ټاگس شپيگل» رسنۍ ته ویلي دي چې فون دیر لاین باید د خپلې مشرۍ په وخت کې د دغې نیمگړتیا په هکله پوره توضیحات ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې تمه لري میرمن فون دیر لاین به د چهارشنبې په ورځ په دې هکله په خپله د پارلمان استازو پوښتنو ته ځواب ووایې.

خو په عراق کې کردي پیشمرگه و بیا ویلي دي چې دوی د G36 ډوله وسلو د کارونې په برخه کې هیڅ ډول تخنیکي ستونزه نه لري. د کردي پيشمرگه یو وزیر مصطفی ساجد قدیر د آلمان خبرې آژانس DPA ته ویلي دي چې دغه وسلې ډیرې ښې دي او دا چي هغوی د دغه ډول نورو وسلو ته هم اړتيا لري.