1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیه له ترکیې سره یوه احتمالي تړون ته چمتو ده؟

۱۳۹۴ اسفند ۲۸, جمعه

د اروپایي اتحادیې د حکومتونو مشران له ترکیې سره د یوه تړون د اصولو په هکله دې توافق ته رسیدلي دي چې له ترکیې څخه یونان ته د مهاجرو د سفر مخه نیسي. اوس دغه څه باید د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اوغلو هم تائید کړي.

https://p.dw.com/p/1IFcj
ميرکل او اوغلو
انځور: Imago/Xinhua

د اروپایي اتحادیې ۲۸ غړو هیوادونو ټوله ورځ د هغه تړون په هکله بحثونه وکړل، چې له مخې به یې ترکیه له یونان څخه بیرته ټول مهاجر مني، څو له اروپا سره د مهاجرو د کړکیچ په کابو کولو کې مرسته وکړي. له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته دا په اروپا کې د کډوالۍ تر ټولو خراب کړکیچ دی.

له ترکیې سره دغه تړون دروند قیمت لري چې پکښې په اروپایي اتحادیه کې د ترکیې د شامیلیدو په هکله د خبرو اترو پر گړندي کولو سربیره د میلیاردونو یورو اضافه مرسته کول او د ترکي وگړو له پاره د ویزې آزادول هم شامل دي.

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل تیره شپه د اروپایي اتحادیې د نورو مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته ویلي دي چې «دا به ډیر ساده مذاکرات نه وي.» له مذاکراتو څخه د هغې مقصد د ترکیې له صدراعظم احمد داود اوغلو سره ملاقات دی، چې د دغه تړون د وړاندیزونو د جزئیاتو په هکله به هغه ته معلومات ورکړل شي. همدا نن د جمعې په ورځ به بیا په یوه بله لویه غونډه کې د دغې موضوع په هکله بحثونه وشي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل ویلي دي چې دا د «انساني قاچاق وړونکي د تجارت» د مخنیوي له پاره ښه فرصت دی.

د دغه تړون مهم ټکي کوم دي؟

یونان باید ترکیه له امن څخه د برخمن دریمگړي هیواد په توگه په رسمیت وپیژني.

ترکیه مکلفیت لري چې له دغه ځايه (یونان) څخه بیرته مهاجر ومني.

ترکیه د دې مکلفیت هم لري چې بیرته ورستنیدونکو مهاجرو ته د ژنیو د کنوانسیون له مخې خوندیتوب ورکړي.

د هر سوریایي مهاجر په بدل کې چې ترکیې ته استول کیږي، اروپایي اتحادیه به د هغه په بدل کې له ترکیې څخه یو مهاجر مني.

هر مهاجر به په یونان کې د یوې گړندۍ پروسې په ترڅ کې د دې حق ولري چې د هغه دوسیه وڅیړل شي.

خو د یوه امن لرونکي دریم گړي هیواد په توگه د ترکیې په پام کې نیولو سره، کیدای شي د پناه غوښتني کابو ټولي عریضي رد شي.

په پام کې ده چې د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اوغلو به نن د اروپایي اتحادیې د شورا له مشر دونلد توسک، د دغې اتحادیې د کمېسیون له مشر ژان کلاوده یونکر او د هالنډ له لومړي وزیر سره مخکې له دې وویني چې د اروپایي اتحادیې مشران د دغه تړون د نهایي مسودې په هکله سلا مشورې وکړي.

د مهاجرو کړکیچ اروپا سره ویشلې ده او داسې انديښنې رامنځ ته شوي دي چې د پاسپورت پرته د شینگن آزاد زون ښایي د دې له کبله سقوط وکړي، چې ځیني هیوادونو بیرته د پولو کنترول معرفي کړی دی.

خو ځیني اروپایي مشران په دې هکله انديښنه ښوولې ده چې دغه تړون چې له مخې یې د ترکیې څخه سوریایي مهاجر له یونان څخه د بیرته ورستنیدونکي سوریايي مهاجر په بدل کې منل کیږي ښایي غیر قانوني وي.

له دې څخه موخه دا ده چې سوریایي مهاجر چې په ترکیه کې دي، له قانویي لارې اروپا ته د تگ له پاره عریضه وکړي، د دې پر ځای چې د انساني قاچاق وړونکو په واسطه د آژه سمندرگي پر خطرناکه لار سفر وکړي.