1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا اوباما، د مېرکل پر تلیفوني څارنې خبر وو؟

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ آبان ۵, یکشنبه

په دې هکله اوس نوې پوښتنې رابرسیره شوي دي، چې اوباما د مېرکل د تلیفوني څارنې په هکله څومره معلومات درلودل. د یوه اخبار نوی رپوټ وایي چې اوباما له ۲۰۱۰م کال راهیسې د NSA، له لوري د مېرکل پر څارنې باندې خبر وو.

https://p.dw.com/p/1A6og
انځور: Reuters/Anton Denisov/RIA Novosti

آلمانۍ ورځپاڼې «شپیگل» د شنبې په ورځ د (۲۰۱۰م کال د اکتوبر ۲۶) په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې یا NSA، د معلوماتو د راټولو ځانگړو خدماتو (SCS) د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل د گرځنده تلیفون شمیره له ۲۰۰۲م کال راهیسې د جارج ډبلیو بش، د واکمنې پر مهال په خپل لست کې شامله کړې وه او د روان کال د جون میاشتې څو اوونۍ تر مخه کله چې بارک اوباما برلین ته سفر کاوه نو هم دغه شمیره په لست کې شامله وه.

د «فرانکفورټر الگېماین» نومې آلمانۍ ورځپاڼې بیا د یکشنبې د ورځې په گڼه کې رپوټ ورکړی دی چې بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ له میرکل سره په یوه تلیفوني تماس کې ویلي دي چې هغه له دغه څارنې څخه خبر نه وو. دا په داسې حال کې ده چې د «بلډ ام زونټاگ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د NSA، د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی دی چې د متحده آیالاتو ولسمشر د څارنې د دغه پروگرام د لا پراخیدو پر سر ټینگار کړی وو.

دغه ورځپاڼه په خپل رپوټ کې وړاندې کاږي چې اوباما پر دې باندې خبر وو چې NSA، له ۲۰۱۰م کال راهیسې د مېرکل د گرځنده تلیفوني تماسونو پټه څارنه کوي، کله چې د دغه ادارې مشر کایت الکسندر، په انفرادي توگه اوباما له دغه پټې څارنې څخه خبر کړ.

د تلیفوني اړیکو او تلیفوني پیغامونه ارزونه

د «بلډ ام زونټاگ» ورځپاڼې رپوټ زیاتوي چې پر دې سربیره په دوبي کې د NSA، له لوري د مېرکل گوندي مصؤنه گرځنده تلیفون ته پټ غوږ نیول شوی دی. زیاته شوې ده چې یوازې د مېرکل په دفتر کې مصؤنه ثابت تلیفون ته لاس رسی نا ممکنه وو.

دغه ورځپاڼه وړاندې کاږي چې د NSA، له لوري د مېرکل د تلیفوني تماسونو او تلیفوني پیغامونو په هکله معلومات به په مستقیمه توگه، سپېنې ماڼۍ ته لیږدول کیدل. د ورځپاڼې په حواله شواهد دا خبره په گوته کوي چې دغه عملیاتو تر «نزدې وخت» پورې ادامه درلوده.

د بلډ ام زونټاگ ورځپاڼې دا رپوټ هم ورکړی دی چې NSA، د آلمان د پخواني صدراعظم گیرهارد شرودر، تلیفوني اړیکو ته په پټه غوږ نیول په ۲۰۰۲م کال کې هغه وخت پیل کړل کله چې د متحده آیالاتو پخواني ولسمشر جارج ډبیلو بوش د جاسوسۍ دغه پروگرام پیل کړ. نوموړې ورځپاڼه وايي چې ښایې د شرودر د پټې څارنې دلیل د عراق په جگړه کې د برخې اخیستلو څخه د شرودر معذرت وو او ښایي په ۲۰۰۵م کال کې د شرودر وروسته همداسې د میرکل د گرځنده تلیفوني تماسونو د پټې څارنې عملیاتو ادامه موندلې وي.

په سفارت کې د غوږ نیولو پوسته؟

تر دې د مخه د شپیگل ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي وو چې NSA او د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې CIA په برلین کې د متحده ایالاتو له سفارت څخه د څارنې د پرمخ تللو تجهیزاتو پواسطه د آلمان د حکومت تماسونه ثبت کړي دي.

د شپیگل مجلې د «معلوماتو د راټولو ځانگړو خدماتو» د یوه سند په حواله لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت اداره یا NSA، په برلین کې د متحده ایالاتو په سفارت کې «د جاسوسۍ یوه غیر قانوني څانگه چې ثبت شوې نه ده» لري او د هغې افشا کیدل، کیدلای شي «له نورو حکومتونو سره د متحده ایالاتو اړیکو ته لوی زیان واړوي.»

نوموړې ورځپاڼې د ۲۰۱۰م کال د یو محرم سند له قوله رپوټ ورکړی دی چې متحده ایالات په ۸۰ هیوادونو کې په شمول د پاریس، مادرید، روم، پراگ، ژنیو او فرانکفورټ کې دغسې څانگې لري. خو نوموړې ورځپاڼې دا پوښتنه بې ځوابه پریښې ده چې آیا د معلوماتو د راټولو ځانگړو خدماتو تلیفوني تماسونه ثبت کړي دي او که یوازې معلومات یې راټول کړي دي. د جمعې په ورځ آلمان اعلان وکړ چې د صدراعظمې مېرکل دولتي مکالمې «مطلقا محفوظه» پاتې دي.

د آلمان او متحده ایالاتو تر منځ ترینگلتیا

په روانه اوونۍ کې آلمان د متحده ایالاتو سفیر جان ایمرسن په برلین کې احضار کړ او د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو له لوري یې د جاسوسۍ د رپوټونو په اړه خپلې انديښنې څرگندې کړې. له دې ټولو سره سره په پام کې ده چې آلمان په راتلونکې اوونۍ کې خپل استخباراتي مقامات واشنگټن ته واستوي چې د دغه تورونو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب