1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا اوس به غوښه هم وکرل شي؟

۱۳۹۵ مرداد ۱۳, چهارشنبه

آیا تاسې د داسې یوې غوښې خوړل خوښوئ چې په ساینسي طریقه کرل شوی وي؟ یوې اسرائیلۍ کمپنۍ د داسې یوې غوښې خریدارۍ ته د خلکو د قانع کولو کوښښ پیل کړی دی چې د بوټو په شان کرل کیږي.

https://p.dw.com/p/1Jadk
Brathähnchen mit Pommes Frites
انځور: Fotolia/Barbara Pheby

له نن څخه دری کاله مخکې د رسنیو خبریالان په لندن کې د یوه داسې شخص په اړه د راپور جوړولو له پاره راټول شوي ول چې غوښتل یې د ستیج پر سر یو همبرگر وخوري. خو په دې همبرگر کې څه داسې مهه خبره وه؟ د دې همبرگر ځانگړینه په دې کې وه چې ۳۲۵۰۰۰ ډالره قیمت یې درلود.

دا همبرگر د هغه ریسرچ یا څیړنې نتیجه وه چې د تیرو څو کلونو راهیسې روانه وه. د گوگل بنسټ ایښودونکي او مشهور امریکایې پانگه اچونکي سیرگئ برین د دغې څیړنې له پاره پانگونه کړې وه.

سائنس پوهان وتوانیدل چې د غوایې له یوې حجرې څخه د غوښې ۲۰ زره ریشي یا تارونه جوړ کړي چې دا په حقیقت کې غوښه وه. داسې یوه غوښه چې د کوم څاروي له ذبح یا حلالولو پرته ترلاسه شوې وه یا په بل عبارت هغه کرل شوې وه.

دا د ساينس پوهانو د هغه ادعا له پاره ثبوت وو چې ویل یې غوښه په مصنوعي توگه کرل کیږي هم. درې کاله مخکې ساينس پوهانو ویل چې مارکیټ ته د داسي غوښې (کلچرډ میټ) راوړل به له ۲۰څخه تر ۳۰ کلونو پوري وخت ونیسي.

خو یوې اسرائیلي کمپنۍ دغه اټکلونه غلط ثابت کړل. د روان کال په پیل کې یوې اسرائیلۍ کمپنۍ په مصنوعي توگه د چرگ د غوښې د پیدا کولو یا کرلو طریقه کشف کړې وه او ادعا یې کړې وه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د کرل شوي غوښې «چکن برگر» په مارکیټونو کې موجود وي.

د سوپر میټ کمپنۍ یوې ویاندي شیرفریډمن، خبریالانو ته ويلي: «دا یوه بهترینه حل لاره ده. خلک به مجبوره نه وي چې خپل عادتونه بدل کړي، ځکه ته خلکو ته هم هغه محصولات ورکوئ چې هغوی یې له کلونو راهیسې خوري.»

د نړۍ ډیر لابراتوارونه په مصنوعي توگه د غوښي ترلاسه کولو تجربې کوي، خو سوپر میټ خپله پاملرنه یوازي د چرگ غوښې ته متمرکزه کړې ده.

د دغې کمپنۍ اصلي مقصد د چرگ له حجرۍ څخه د سینې داسي غوښې تیارول دي چې په یوه کوچني ماشین کې هم جوړېدلای شي. داسي ماشین چې په کورنو او رستورانتونو کې هم ایښودل کیدای شي. خلک به په دې ماشین کې یو کپسول ږدي او دغه کپسول به د کرل شوي غوښې شکل غوره کوي.

د امریکایې پانگوال په برین برگر کې «د ویني رقیق مایعات یا سیرم» له ټکنالوژۍ څخه کار اخيستل کیږي، په داسې حال کې چې د اسرائیلي کمپنۍ د هیبریو یونیورسټۍ پروفیسور یاکووف ناهمیاس، هغه ټکنالوژي استعمالوي چې نوموړي د حجرو په اړه په ۲۰۱۶م کال معرفي کړی وه.

د چرگ غوښي د کلچر خبره نوی نه ده

په نړۍ کې د چرگ د غوښې کرلو مفکوره نوی نه ده. نږې یوه پیړۍ مخکې هم دغه مفکوره د نړۍ په یوه نه یوځای کې موجوده وه.

په ۱۹۳۲ م کال کې ونستن چرچل په خپل یو مضمون «ففټي ایئرز هینس» کې لیکلي وو: «موږ باید له بېهوده کار څخه پرهیز وکړو چې موږ یوازې د سینې یا وزر د خوړلو له پاره ټول چرگ ضایع کړو. موږ باید په یوه طریقه دغه برخې یا اندامونه جلا جلا تولید یا وکرو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب